1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګېټس په قباييلي سيمو کي د روان حالت په اړه اندېښنه ښودلې

۱۳۸۷ تیر ۷, جمعه

د سرحد څخه د پاڅونکونکو اوښتل هغه وخت ډير سول چي د پاکستان حکومت د طالبانو او نورو ډلو سره د سولي په نامه تړونونه لاسليک کړه

د امريکا د متحده ايالتونو د دفاع وزير رابرت ګېټس
د امريکا د متحده ايالتونو د دفاع وزير رابرت ګېټسانځور: AP

د امريکا ددفاع وزير رابرت ګېټس ويلي دي چي د پاکستان د حکومت هغه اشتباه چي طالبان تر فشار لاندي را نه ولي د پاکستان او افغانستان پر پوله باندي د زورزياتي زمېنه برابره کړې ده. او داچي د افغانستان په ختيځه برخو سرحدي سيمو کي د روان عيسوي کال په لومړيو پنځو مياشتو کي زور زياتی په سلو کي څلوېښت ډير سوی دی دا د اندېښنې وړ ده.

ګېټس ددې موضوع یو علت د پاکستان څخه بېله کنتروله د خلګو اوښتل را اوښتل بولي. کېټس ويلي دي چي « طالبان او نور پاڅونکونکي چي د پاکستان د حکومت د خوا څخه ورباندي فشار نوي دا امکانات لري چي د سرحد څخه را واوړي او دا د اندېښنې وړ خبره د». کېټس ويلي دي ودې ته اړتيا ليدل کيږي چي د پاکستان د نوي حکومت سره چي د روان عيسوي کال د فيبرورۍ د مياشتي د 18 نېټه په ټاکنو کي رامينځ ته سو.

د سرحد څخه د پاڅونکونکو اوښتل هغه وخت ډير سول چي د پاکستان حکومت د طالبانو او نورو ډلو سره د سولي په نامه تړونونه لاسليک کړه چي ددې کبله پر نوموړي ځواکونو باندي د پاکستان د حکومت لخوا فشار لږ سوي او دوی ته اوس لا ډيره آزادي ورکړل سوي چي د افغانستان و خاوري ته راواوړي او امريکايي ځواکونو ته ستونزي پېښي کړي.

ګېټس د پاکستان لپاره د يوې نوي لاري د موندلو په فکر کي دیانځور: AP

ګېټس زياته کړې چي دې موضوع ده ته بيرته زړه ورتوب ورکړی چي اسلاآباد په پام کي لري چي په قبايلي سيمو کي بيرته خپل حاکميت او کنترول ډيرکړي. د هغه په خبره چي په قباييلي سيمو کي د طالبانو ځواکمنېدل هم د پاکستان او هم د افغانستان لپاره بايد يو د پام وړ ټکی وي. ګېټس زياتوي، زما اميد دادی چي د پاکستان لومړی وزير په دغه کار باندي اقدام وکړي.

ګېټس داخبري پداسي حال کړی چي په واشنګټن او کابل کي د پاکستان د حکومت لخوا د طالبانو سره د خبرو کول د خپګان سبب ګرځېدلي دي.

پاکستان داخبره رد کړې چي ګواکي حکومت يي پخپل هيواد کي په يوه سترګه ړوند دی او ويلي يې دي چي د پاکستان په سرحدي سيمو کي يې د زور واکو سره خونړۍ جګړې کړي دي.

د پاکستان او امريکا په اړيکو کي هغه وخت لږ درز رامينځ ته سو چي د امريکې هوايي ځواکونو په قباييلي سيمو کي د هغوی په وينا پر زور واکو باندي بريد وکړی چي وروسته بيا پاکستان وويل په دې بريد کي ددوی د پوځ 11 تنه عسکر وژل سوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب