1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گوتيرش د اټومي کړکېچ له زياتوالي څخه خبرداري ورکوي

۱۴۰۱ اسفند ۴, پنجشنبه

د ملگرو ملتونو عمومي اسامبله د جگړې د پيل په مناسبت يوه غونډه رابللې ده. د دغه سازمان عمومي منشي د کړيچ د لا زياتيدو په اړه خپله اندېښنه څرگنده کړه.

USA New York | UN-Vollversammlung | Antonio Guterres
د ملگرو ملتو عمومي منشي انتونیو گوتیریشانځور: Mary Altaffer/AP Photo/picture alliance

پر اوکراين د روسيې د يرغل څه ناڅه يو کال وروسته د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونيو گوتيرش د کړکېچ د لا پراخيدو او اټومي وسلو له کارولو څخه خبرداری ورکړ. نوموړي د فبرورۍ پر ۲۴ مه د دغي جگړې د کليزي په مناسبت د ملگرو ملتونو د اسامبلې د ځانگړي سرمشريزي د پيل کيدو پر مهال وويل: «په تيرو کلونو کي موږ نه يوازي د کړاوونو او ويجاړيو زياتوالي وليد، بلکي اوس دا هم څرگنديږي چي کيدای سي حالت تر دې هم کړکيچڼ سي.»

روسي توغندیو په اوکراین کی ویجاړۍ له ځانه پری ایښيانځور: Evgeniy Maloletka/AP/dpa/picture alliance

گوتيرش زياته کړه چي د يوه مارپيچ کړکېچ ممکنه عواقب په اوس وخت کي يو ښکاره خطر دی. د هغه په خبره: «په عين حال کي موږ د اټومي وسلو د کارولو په هکله ضمني گواښونه هم اوريدلي دي. د اټومي وسلو تاکتيکي کارونه په هيڅ صورت د منلو نه دي. اوس د دې وخت رارسېدلی دی چي له دغه ناورين څخه شاته تگ وکړو. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په تکرار سره دا خبره واضح کړې چي هيواد به يې په خطرناک حالت کي له اټومي وسلو کار واخلي».

اړونده مطالب:

پوتین: غربیانو د اوکراین جنګ پیل کړ

د ګوتيرش په خبره دغه جگړه نه يوازي د اوکراين، بلکي د ټولي نړۍ پر وړاندي ده. هغه شاوخوا ۸ ميليونو مهاجرو او همدارنگه په نړيواله سطحه د خوراکي موادو او انرژۍ بحران ته اشاره وکړه.

روسيه د دغو تورونو په وړاندي د ملگرو ملتونو له پلينوم څخه گټه اخلي

په ملگرو ملتونو کي د روسيې سفير واسيلي نيبينزيا د اوکراين د کړکېچ په اړه پر جرمني او لويديځ باندي، دوهمي نړيوالي جگړې ته ورته تورونه ولگول: «دا داسي يوه جگړه ده، لکه څنگه چي ۸۰ کاله مخکي رامنځته سوې وه. يو خاين او قدرتمند دښمن غواړي چي موږ او زموږ هيواد ونيسي.» 

په ملگرو ملتو کی د روسیې سفیر ، واسیلی نیبنزیاانځور: Mary Altaffer/AP/picture alliance

نيبينزيا وويل: «لوېديځ غواړي چي روسيه ختمه کړي، د آلمان ټانکونه به يو وار بيا روسان ووژني. اوس هدف دا دی چي اوکراينيان په وسلو سمبال کړي او په دې ډول زما هيواد له ستراتيژيکي ماتي سره مخامخ، تجزيه او ويجاړ کړي.» نيبينزيا هغه دريځ تکرار کړ چي مخکي ولاديمير پوتين نيولي وو.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د اوکراين په اړه پريکړه ليک ته رايه ورکوي

نن پنجشنبه به د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله له اوکراين څخه د روسي ځواکونو د وتلو په اړه پريکړليک په اړه رايي ګيري وکړي. سبا د فيبروري مياشتي پر ۲۴ پر اوکراين د روسيې د يرغل يو کال پوره کيږي.

د دغه پريکړه ليک په مسوده کي به يو شمير هغه دريځونه يو وار بيا تاييد سي چي مخکي د عمومي اسامبلې له خوا تصويب سوې، لکه د اوکراين مځکنۍ بشپړتيا.

په نیویارک کی د ملگرو ملتو د عمومي اسامبلې غونډهانځور: Timothy A. Clary/AFP/Getty Images

د اوکراين غربي ملاتړ کوونکي هيله مند دي چي د ملګرو ملتونو د اسامبلې رايه اخيستنه به د تير کال  نتايج پياوړي کړي. د اکتوبر په مياشت کي ۱۴۳ هيوادونو د ورته ناستي په ترڅ کي د مسکو له خوا د غير قانوني الحاق په هکله رايه اخيستنه وکړه. له دغي رايه اخيستني څخه مخکي به لوړپوړي چارواکي خبري وکړي چي په هغو کي د امريکا متحده ايالاتو خارجه وزير انتوني بلينکن او د جرمني د بهرنيو چارو وزيره انالينا بيربوک هم برخه اخلي.  

بيربوک د روسي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي

د ملگرو ملتونو د اسامبلې ځانگړې سرمشريزي ته تر سفر مخکي، بيربوک يو وار بيا د روسي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه. هغې په برلين کي څرگنده کړه: «هغه څه چي نړيواله ټولنه يې غواړي، کيدای سي ساده نه وي. د روسيې د يرغل بنديدل، د ملکي کسانوساتل، د روسي ځواکونو د وتلو له لاري د اوکراين مځکنۍ بشپړيتا ته درناوی او د ترسره سوو جرمونو له پاره حساب ورکوونکي.»

بایدن د پوتین پرضد: دوې ویناوي دوې نړۍ

بيربوک زياته کړه: «پرته له روسيې بل هيڅوک دغه جگړه نه غواړي، موږ سوله غواړو، نړۍ سولي ته اړتيا لري. د همدې کار له پاره به په نيويارک کي د ملگرو ملتونو عمومي اسامبله وکالت وکړي.»

GP/NZ/DW.Online

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل