1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گومان کيږي په افغانستان کي د داعش مشر وژل سوی

۱۳۹۴ دی ۲۵, جمعه

د راپورونو له مخي داسي گومان کيږي چي د افغانستان په ختيځ کي دي د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په بريد کي د داعش مشر وژل سوی وي.

Bildergalerie IS in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

د آلمان خبري آژنس د افغاني رسنيو په حواله خبر ورکړی دئ، چي په افغانستان کي د داعش مشر حافظ سعيد د پنجشنبې په ورځ د بې پيلوټه الوتکو په يوه بريد کي وژل سوی دئ.

د اچين ولسوالۍ ولسوال حاجي غالب مجاهد، تائيد کړې ده چي د دغي ولسوالۍ په ژوره سیمه کي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» په وژل سوو لسو جنگياليو کي ئې مشر هم شامل دئ.

د ننگرهار د پوليسو وياند حضرت حسين تائيد کړې ده چي د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په وخت ۳ بجې او څلورنيمي بجې پر دغه سیمي باندي دوه وار بمبار سوی دئ او لس کسان داعشيان پکښې وژل سوي دي. خو تر اوسه پوري لا په رسمي توگه تائيد سوې نه ده چي په وژل سوو کسانو کي دي سعيد هم شامل وي.

د ننگرهار ولايت وياند عطاالله خوږياڼي هم ويلي دي چي د حافظ سعيد د وژل کېدو خبر تر اوسه پوري لا نسي تائيدولای.

حافظ سعيد د افغانستان، پاکستان او سيمي له پاره د داعش مهم غړی بلل کيږي. تروريستي ډلي «اسلامي دولت» په افغانستان کي د خپل فعاليت سيمي «خراسان ولايت» نومولی چي د دوی په خبره په دې کي پاکستان هم رانغاړل کيږي.

تر دې دمخه چي حافظ سعيد له داعش سره د خپلي وفادارۍ لوړه وکړي، هغه د پاکستان د تحريک طالبان ډلي غړی وو.

دا دوهم وار دئ چي د سعيد د وژني خبره کيږي. د تيرکال په جولای مياشت کي هم ويل سوي ول چي هغه د بې پيلوټه الوتکي په يوه بريد کي وژل سوی دئ. خو داعش هغه مهال دغه خبر نه مانه.

د امريکا متحدو ايالاتو د پنجشنبې په ورځ «IS Khorasan» (ISIL-K) په رسمي توگه د يوه تروريستي سازمان په توگه اعلان کړ.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل