1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یما سیاوش په چاودنه کې وژل شوی

۱۳۹۹ آبان ۱۷, شنبه

افغان خبریال یما سیاوش چې پخوا یې له طلوع نیوز سره کار کاوه د شنبې په سهار وختي په کابل کې د یوې چاودنې په ترڅ کې وژل شوی دی. د پولیسو په وینا په دغه چاودنه کې دوه نور کسان هم وژل شوي دي. محمد اشرف غني دغه برید غندلی دی.

Afghanistan Yama Siawash
انځور: Privat

د ارګ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې په دغه د افغانستان بانک د کارکوونکو پر موټر چاودنه کې د افغانستان بانک رئیس اوسنی دستیار یما سیاوش، د افغانستان بانک د ریاست مرستیال احمدالله انس او موټر چلوونکي وژل شوي دي. اعلامیه زیاتوي: «جمهور رئیس غني دغه تروریستي برید سخت وغانده، اړوندو ارګانونو ته یې لارښوونه وکړه چې هر اړخیزه څېړنه یې وکړي، عاملین یې پیدا او په سزا ورسوي.» 

تر دې دمخه اسوشیتد پرس خبري آژانس د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز، له قوله لیکلي وو چې د یما سیاوش د وژلو په هکله تحقیقات ترسره کیږي او په خبره یې په پيښه کې د وژل شوو دوو نورو کسانو هویت معلوم نه دی. لا تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د ټویټر په یوه پیغام کې راغلي چې د افغانستان د مرکزي بانک پر کارمند سیاوش باندې چاودنه غندي. د نوموړي په خبره سیاوش په وروستیو کې له حکومت سره کار پېل کړی وو.

د افغانستان په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه د سیاوش په وژنه خواشیني ښوول کیږي او دغه برید غندل کیږي. د خبریالانو سربیره افغان چارواکو او سیاستوالو او همداشان نورو مخکښو کسانو د سیاوش په مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې په وروستیو میاشتو کې د ټول افغانستان په کچه تاوتریخوالي زور اخیستی او همدا تیره اوونۍ پر کابل پوهنتون باندې د یوه برید په پایله کې ۲۲ تنه ووژل شول چې زیاتره یې محصلین وو. د دغه برید پړه داعش ډلې پر غاړه اخیستې وه او تر دې دمخه هم د اکتوبر په ۲۴مه نېټه په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز په یوه برید کې ۲۴ تنه وژل شوي وو چې داعش یې مسوولیت منلی وو.

په افغانستان کې تاوتریخوالی په داسې یوه وخت کې زیات شوی چې د افغانستان د حکومت پلاوی په قطر کې له طالبانو سره خبري کوي چې د څو لسیزو دغه کړکیچ ته د حل لاره ومومي. که څه د دغو مذاکراتو د پرانیستغونډې کابو دوې میاشتې اوړي خو لا تر اوسه هم دواړه لوري د مذاکراتو د ترسره کیدو په طرز العمل باندې موافقې ته سره نه دي رسیدلي.

د لومړنیو رپوټونو له مخې سیاوش خپل کور ته نزدې وو چې د هغه په موټر نښلول شوی بم وچاودید. یوه عیني شاهد محمد رفیع ویلي دي چې د سیاوش پلار او ورور لومړني کسان وو چې اور اخیستي موټر ته ور رسیدل. د رفیع په خبره درې سره وژل شوي کسان د موټر دننه ناست وو.