نوموړي سازمان خبر ورکړی دی چي د جمعې په شپه په مهاجرو ډکې څلور کښتۍ ډوبي سوي دي. د لادرکه کسانو د هوئیت په هکله لا نور جزیات نه دي ورکول سوي.
د ياد سازمان په حواله د افریقا د ښکر او یمن ترمنځ دغه لار په نړۍ کي یوه له خطرناکو لارو څخه شمیرل کیږي. له نوموړي لار څخه ډیری وخت له ایتوپیا اوسومالیا څخه هغه انسانان استفاده کوي چي له جگړو او طبیعي ناورینونو څخه په دې هیله تښتي چي د تیلو په شتمنو خلیج هیوادونو کي ځانته کارونه پیدا کړي.
د ملگرو ملتونو سازمان په حواله، تیر کال څه د پاسه ۶۰ زره مهاجریمن ته رسېدلي دي. د نوموړي سازمان د معلوماتو له مخي ۵۵۸ انسانانو بیا د تیښتي پر وخت خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د افریقا بې ځایه شوي چیرې پناه اخلي؟
د افریقايي مهاجرو شمیر چې د داخلي کړکیچونو او یا طبیعي آفتونو له کبله خپل هیوادونه پریږدي، مخ پر زیاتیدو دی. خو د هغو هیوادونو شمیر پر خپل ځای پاته دی، چې دوی پناه وروړي. اوګاندا ددغو هیوادونو په سر کې ځای لري.
انځور: Getty Images/AFP/S. Heunis
۳۰ میلیونه بې کوره انسانان
په ټوله کې په افریقا کې تر۳۰ میلیونه زیات انسانان، دې ته اړ شوي دي چې نورو هیوادونو ته کډه شي او یا له خپلو کورونو بې ځایه شي. دغه ماشوم د جنوبي سوډان له هغه په سونو ماشومانو څخه یو دی چې په اوګاندا کې یي په یوه کمپ کې پناه اخیستي ده.