1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليافریقا

یمن ته نیژدې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله ۶۸ مهاجر مړه سوي

گل غوټۍ پوپل | فرانسوي خبري آژانس
۱۴۰۴ مرداد ۱۳, دوشنبه

د ملگرو ملتو په حواله، د یمن ساحل ته نیژدې په مهاجرو ډکې یوې کښتۍ له ډوبیدو وروسته د مړه سوو کسانو شمیر لږترلږه ۶۸ ته لوړ سوی دی.

د IOM په وینا، تیر کال له ۶۰ زرو څخه ډیر کډوال یمن ته رسیدلي دي.
یمن ته نیژدې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله ۶۸ مهاجر مړه سويانځور: AFP/Getty Images

د کډوالو له پاره د نړیوال سازمان (IOM) مسؤل استازي، عبدالستار ایسوئف د دوشنبه په ورځ ( ۲۰۲۵ م کال د اگست ۴مه) څرگنده کړه چي په نوموړې ډوبې سوې کښتۍ کې ۱۵۷ کسان سپاره ول چي تر اوسه پورې یوازي ۱۲ کسان ژغورل سوي دي. نور مسافر تر دې دمه لادرکه دي.    

د یکشنبه په ماښام لا د یمن امنیتي ځواکونو د لږترلږه ۲۷ کسانو له مړینې او څه د پاسه ۱۰۰ کسانو له لادرکه کیدو څخه رپوټ ورکړ. د پولیسو په حواله دغه کښتۍ د جنوبي یمن د ابجان ولایت پر لور په حرکت کي وه.

د نوموړي رپوټ له مخې، د ولایت امنیتي چارواکو "د ایتوپیا د کډوالو د لوی شمیر جسدونو د ترلاسه کولو له پاره" په پراخه کچه د لټون عملیات پیل کړل. اوبو، دغه جسدونه لا دمخه ، څو ساحلونو ته وړي وه.

اړوند:یمن ته نیژدې د مهاجرو کښتۍ ډوبه سوې

یمن له ۲۰۱۴ کال راهیسي پر دوامداره داخلي جگړو  او سخت بشري ناورین سربیره، له افریقايي هیوادونو څخه د ډیرو هغو کډوالو هدف دی چي په دغه عربي ټاپووزمه هیواد کي د یوه کار په لټه کي دي. هغوی په دې هیله دي چي له یمن څخه به سعودي عربستان  او یاهم د تیلو کوم بل بډای هیواد ته ځانونه ورسوي.خو ډیری مهاجر بیا تر یمن پوري رسیږي.

د کډوالو د  نړیوال سازمان (IOM) په وینا، د افریقا په ښکر کې د جیبوتي او یمن ترمنځ د باب المندب د تنګي لار د کډوالو له پاره  په نړۍ کې یوه  له تر ټولو خطرناکو لارو څخه شمیرل کیږي. دغه لار په تیره بیا د ایتوپیا د خلکو له خوا کارول کیږي چي د حکومتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ له جګړې څخه تښتي. د IOM په وینا، تیر کال له ۶۰ زرو څخه ډیر کډوال یمن ته رسیدلي دي.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب