یمن: هوایي برید ۱۴ تنه ملکي وگړي وژلي دي
۱۳۹۱ شهریور ۱۳, دوشنبهاعلان
د یمن هوایي ځواکونو د پلازمینې صنعا په سویلي برخه کې په یوه برید کې ۱۴ تنه ملکي وگړي وژلي دي. د دغه هیواد پوځ ویلي دي چې د نوموړې پیښې د رامنځ ته کیدو علت غلط استخباراتي معلومات وو. زیاته شوې ده چې داسې استخباراتي معلومات ورکړل شوي وو چې د القاعدې د ترهگرې شبکې سره تړاو لرونکي کسان په دوو موټرو کې د حرکت په حال کې دي.
د یمن هیواد په سویلي او ختیځه برخه کې تندلارې فعاله دي او له دې امله دغه هیواد د یو رنگ سیاسي بې ثباتې سره مخامخ دئ. د یمن د اردو سربیره د متحده ایالات هم په دغه هیواد کې د القاعدې پر ضد فعالیتونه کوي. د تیرې جمعې په ورځ د متحده ایالاتو د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې د تندلارې ډلې یو مشر وژل شوی وو.