یمن: په زرونو مهاجر تر خرابو شرایطو لاندي بند پاته دي
۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۴, شنبه
هغوی د یوه ښه ژوند خوب لیدئ، خو هغوی فقط تر عدن پوري ورسیدل. داسي چي د یمن ددغه بندري ښار د فوټبال یو لوبغالی د شرقي افریقا د زرهاوو مهاجرو له پاره په یوه مؤقتي او ځیني وخت حتی په یوه وژونکي وروستي تمځای باندي بدل سو.
اعلان
تقریبأ دوې اوونۍ دمخه د یمن د امنیتي قواوو له خوا تر ډله ایز بندي کیدو وروسته د ملګرو ملتونو د ارقامو پر اساس د یمن د جنوب په يوه ستيډيوم يا لوبغالي او دوو نورو کمپونو کي حداقل ۸ انسانان مړه سوي دي. د هغوی د مړیني دلایل پیچ او اسهال ؤ، چي په عادي حالت کي د معالجې وړ وه. د مهاجرت بين المللي سازمان (IOM) هلته د ډیرو خرابو شرایطو څخه خبرداری ورکوي.
د دغه سازمان یوه کارکونکې، اولیویا هیدون وايي:«دلته په ستيډيوم کي بشري حالت ډیر خراب دی. ځکه نو موږ د نورو سازمانونو، لکه ملګرو ملتونو او غير دولتي موسسو سره گډ کار کوو، تر څو ورته د ژوندانه لومړني او ضروري مواد تهیه کړو. خو دا یو دوامداره حل نه دی. دا چي مهاجرين چیري انتقال سي او هغه هم په احترامانه او انساني ډول سره، دا یو بل چلنج دی، چي باید په راتلونکي کي تر سره سي.»
ملګرو ملتونو هلته مؤقتي صحي مرکزونه جوړ کړي دي. د هغوی د اټکلونو پراساس په کمپونو کي تقریبأ ۲۰۰ تنه تر یوه حده پوري سخت ناروغه کسان ژوند کوي. دوه کسان د امنیتي قواوو له خو ویشتل سوي او زخمیان دي. دا لا معلومه نه ده چي په کمپونو کي د دغو بندو مهاجرو سره به څه کیږي؟ د یمن حکومت په نظر کي لري، چي هغوی بیرته خپلو اصلي هیوادونو ته اخراج کړي. خو دا چي مهاجرينو په خاص ډول ولي یمن انتخاب کړی او ورغلي دي، تر روانیدو دمخه د دوی پر غلطو معلوماتو باندي دلالت کوي.
یو مهاجر وايي:«موږ یوه اوونۍ دمخه د ایتوپیا څخه دلته راغلو. موږ یو ۵۰۰ نفره گروپ ؤ او فکر مو کاوه چي دلته به جنگ نه وي. خو وروسته معلومه سوه، چي دغه هیواد جنگ او نور ډیر مشکلات لري.»
دا هم په داسي حال کي وه، چي د ۲۰۱۵ م کال راهیسي په یمن کي جنگ دی. هغه وخت سعودي عربستان د نورو عربي هیوادونو سره یوځای د یمن په داخلي شخړه کي، چي د حکومت او شیعه حوثي یاغیانو تر منځ موجوده وه، مداخله وکړه او حمله یې ورباندي وکړه. د دغه هیواد په جنوب کي، چیري چي ډیر مهاجر ورځي، مختلفي ملیشې حاکمي دي چي اکثرأ د عربي متحده اماراتو لخوا حمایه کیږي. هغوی بیا د دې سره علاقه مندي لري، چي مهاجرين د خلیج نورو غني هیوادونو ته ولاړ سي. ځکه چي په یمن کي بې له هغه اکثریت نه پاتیږي.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( )
د یمن د جگړې يو بل اړخ
د ملگرو ملتونو د ارقامو له مخې په یمن کې لږ تر لږ ۱۴ میلیونه ماشومان د خوړو له کمښت سره مخامخ دي. ۳۷۰ زره ماشومان بیا له خوارځواکۍ سره لاس او گریوان دي.
انځور: Reuters/K. Abdullah
د ملگرو ملتونو په وینا په یمن کې د جگړې له کبله ۵۰۰ زره ماشومان د خوراک له کمښت سره مخامخ دي او له دې جملې څخه بیا ۳۷۰ زره ماشومان له سختې لوږې سره مخامخ دي.
انځور: Reuters/K. Abdullah
له خوارځواکۍ سره د مخامخو دغو ماشومانو عمرونه تر پنځو کلونو هم کم دي او په دې کې دوه پر دریمه برخه ماشومان داسې چې بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري. د ملگرو ملتونو په وینا دغه کوچنیان دومره ناروغه وشي دي چې د له منځه تللو له گواښ سره مخامخ دي.
انځور: Reuters/K. Abdullah
د تیر کال په پرتله سږ کال له لوږې سره د مخامخ ماشومانو به شمیر کې پنځوس سلنه ډیروالی راغلی دی. د زیاترو ماشومانو وزن د دوی د جسماني ودې په پرتله کم او یوازې هډوکي ښکاري.
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/Yahya Arhab
د ملگرو ملتونو د نوو ارقامو له مخې د یمن نیم نفوس د خوراک له کمښت سره مخامخ دی او دغه شمیر کابو ۱۴ میلیونه ته رسیږي. اغیزمن شوي کسان د روغتیايي خدماتو له کمې سره هم مخامخ دي.
انځور: imago/Xinhua
اس جنگ زدہ ملک میں ہیضے جیسی متعدی بیماریاں بھی پھیل رہی ہیں۔ صرف عدن شہر میں اس بیماری سے متاثرہ ایک سو نوے افراد کو ہسپتال لایا گیا ہے۔
انځور: Getty Images/B. Stirton
د یمن په ځینو سیمو کې قحط خطر پیدا شوی دی. یمن چې د نړۍ په کچه یو له بې وزله هیوادونو څخه شمیرل کیږي له تیرې څه مودې راهیسې پکښې د حوثي یاغیانو او د عبد ربه منصور هادي د ځواکونو تر منځ نښتې رامنځ ته کیږي.
انځور: Getty Images/B. Stirton
کھانے پینے کی اشیاء اور ادویات کے لحاظ سے یمن کا زیادہ تر انحصار درآمدات پر ہے لیکن ملک میں جاری لڑائی کی وجہ سے اس ملک میں تجارتی جہازوں کی آمد ورفت نہ ہونے کے برابر ہے اور ملک کی اسی فیصد آبادی کو انسانی بنیادوں پر امداد کی ضرورت ہے۔
انځور: AP
د یمن اقتصادي جوړښت گډ وډ شوی دی. بانکي څانگه هم سخته اغیزمنه شوې ده. د سوداگریزو کړیو په حواله تر ۲۰۰ میلیونو زیاتې پیسې په بانکونو کې بندې پاتې دي چې له دې کبله سوداگر خوراکي توکې په ځانگړې توگه د غنم او اوړو نورې زیرمې نه شي راغوښتی.