1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ینس ستولتنبېرګ: د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته ژمن یو

۱۳۹۸ شهریور ۱۲, سه‌شنبه

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د یوې برخې د راوتلو د پلانونو سربیره، ناټو غواړي د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکړي. د ناټو عمومي منشي د کابل د تیرې ورځې برید هم غندلی دی.

Nato Generalsekretär Jens Stoltenberg
انځور: Imago Images/AAP/B. De Marchi

د فرانسې خبرې آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبېرګ، د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره په بروکسل کې تر ملاقات وروسته ویلي دي چې ناټو د افغان ځواکونو د ملاتړ هدف ته ژمنه ده.

امریکا متحده ایالات له طالبانو سره په خبرو بوخته او د دواړو لورو د معلوماتو له مخې په خبرو اترو کې يې پرمختګ کړی دی.

ستولتنبېرګ د خپل ټویټر په یوه پیغام کې کې دا هم لیکلي دي چې ناټو په افغانستان کې د سولې د تر لاسه کولو د هڅو بشپړ ملاتړ کوي. هغه په عین وخت کې په کابل کې د تیره ورځې برید سخت غندلی دی. خو د پمپیو او ستولتنبېرګ د خبرو اترو ډیر جزئیات نه دي په ډاګه شوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوې چاودنې په ترڅ کې ۱۶ تنه وژل شوي او ۱۱۹ ټپیان شوي دي. طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.

په افغانستان کې د ناټو د پوځي حضور له پاره امريکايي عسکر د ملا تیر ګڼل کیږي. د ۲۰۱۴م کال په پای کې ناټو په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه او د ۲۰۱۵م کال له پېل راهیسې د غوڅ ملاتړ، په نوم یو روزنیز ماموریت پرمخ وړي چې موخه یې د افغان امنیتي ځواکونو روزل او هغوی ته سلا مشورې ورکول دي. په دغه ماموریت کې ۱۷۰۰۰ ځواکونه ونډه لري.

 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب