1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوازې ۶۲ افغانانو آلمان ته د نه انتقال په بدل کې پېسې منلي

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ آبان ۲۸, چهارشنبه

د آلمان داخله وزارت ویلي چې د منلو د ژمنو لرونکو افغانانو څخه فقط ۶۲ تنو یې آلمان ته د نه راتګ په بدل کې د پیسو ترلاسه کولو وړاندیز منلی دی. لا هم ډیر شمیر حقوقي دعواوې دوام لري او د پروازونو وضعیت هم نامعلوم دی.

یوازې ۶۲ افغانانو د آلمان د منلو له برنامې څخه د تیریدو له پاره د پیسو وړاندیز منلې
آرشیف: د منلو ژمنو لرونکو افغانانو یوه ډله له پاکستان څخه آلمان ته راانتقال سول انځور: Soeren Stache/dpa/picture alliance

د آلمان د حکومت له خوا له مالي وړاندیزونو سره سره، د منلو د ژمنو لرونکي ډیری افغانان آلمان ته د راتلو په تمه دي.

د آلمان حکومت ځینو هغو افغانانو ته چې له میاشتو یا حتی کلونو راهیسې په پاکستان کې منتظر دي، د منلو له پروگرام څخه د تیریدو په صورت کې د پیسو د ورکولو وړاندیز کړی دی. خو له هغو څخه ډیرو محدودو کسانو دا وړاندیز منلی دی.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل: «تر اوسه پورې یوازې ۱۰ سلنه هغو کسانو چې ورسره اړیکه نیول سوې ده، ددغه ډول وړاندیز منلو ته چمتووالی ښوولی دی چې شمیر یې ۶۲ تنه دی.» هغه ویلي چې له هغو نورو کسانو سره اړیکې ادامه لري چې لایې هم نهايی پریکړه نه ده کړې.

اړوند:د بشري حقونو استازی: افغانان په بیړه ویزې ته اړتیا لري

ځينو کسانو پس له بریالیو قانوني اقداماتو وکولای سول آلمان ته داخل سي.

په برلین کې د حکومت له بدلیدو راهیسې، هغه افغانان چې د آلمان له خوا یې د منلو ژمنې درلودې، په پنځو عادي پروازونو کې د پاکستان له پلازمینې، اسلام آباد څخه په آلمان کې د هانوور ښار ته انتقال سوي دي. په مجموع کې تقریباً ۱۹۰۰ افغانان لاهم په پاکستان کې، په آلمان کې د بیا میشت کیدو په تمه شپې او ورځې تیروي.

د طالبانو او پاکستان تر منځ د مذاکراتو ناکامۍ ته د افغانانو غبرګون

02:09

This browser does not support the video element.

د آلمان د پخواني حکومت پر وخت، منل سوي افغانان د چارتر سوو الوتکو په مرسته، آلمان ته انتقالسول. دا لا معلومه نه ده چې آیا په نیژدې راتلونکي کې به د هغوی له پاره د چارتر الوتنې له سره پیل سي او که څنگه.

له آلماني ادارو سره پر پخوانیو کارکوونکو او د هغوی پر کورنیو سربیره، د هغو افغانانو له پاره نورې بیلابیلې برنامې هم په پام کي نیول سوي وې چې د طالبانو له تعقیب، نیول کیدو او ځورونې څخه په بیره کې دي؛ د مثال په ډول په دې دلیل چې مخکې یې د وکیل، خبریال او بشري حقونو د مدافع په توگه کار کړی وي.

د آلمان د حکومت له خوا له گواښ سره مخامخو افغانانو د منلو د پروگرام پر توقف سربیره، دا هم یو حقیقت دی چې ځیني زیانمن سوو کسانو او د هغوی کورنیو په آلمان کې د قانوني اقداماتو په دلیل، ویزې ترلاسه کړي دي. په دغه بهیر کې د ځینو زیانمنونکو کسانو ملاتړ د "کابل ایرلیفت" د سازمان له خوا کیږي.

په اوس وخت کې زماني فشار موجود دی؛ ځکه پاکستاني چارواکو اعلان کړی دی چې، که په دغه هیواد کې د منلو د ژمنو لرونکي افغانان د روان کال تر پایه آلمان ته انتقال نه سي، هغوی به افغانستان ته اخراج سي. په ځینو مواردو کې مخکې دا ډول یو څه رامنځته سوي دي.

اړوند:په جرمني کي د افغانانو د منلو پروگرام برخلیک لا معلوم نه دی

د آلمان د مسیحي ډیموکراټ، سوسیال مسیحي او سوسیال ډیموکراټ ګوندونو څخه د جوړ حکومت په ائتلافي تړون کې راغلي دي: « موږ به د آلمان د حکومت له خوا د منلو برنامې )د مثال په ډول له افغانستانه) د امکان تر حده ختمې کړو او هیڅ ډول نوې برنامه به پیل نه کړو.»

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب