د اروپا مرکزي بانک (ECB) د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په ۲۰۲۲م کال کې د بهرنیو اسعارو په منځ کې د یورو سهم د صفر اعشاریه ۵ سلنې تعديلی نرخ په لوړالي سره ۲۰ اعشاریه ۵ سلنه وو.
تر اوسه پورې له ذخیره شوې کرنسۍ څخه تر ټولو ډېره استفاده شوې کرنسي امریکايي ډالر ده چې سهم یې شاوخوا ۵۹ سلنه دی. ذخیره شوې کرنسۍ هغه کرنسۍ یا پیسې دي چې تر ډېره په نړېوالو سوداګریو کې ورڅخه استفاده کيږي چې له همدې کبله تر اغلب په نورو مرکزي بانکونو کې ساتل کيږي.
ورته نور ولولئ:په اروپا کې تر لسو زرو پورته نغدي معاملو باندي بندیز لګول کېږي
د اروپا مرکزي بانک په ۲۰۲۲م کال کې د یورو له نړېوال ارزښت څخه خپل رضایت ښودلی دی. د دغه بانک مشرې، کريستين لاګارد، وويل: «د نوو پر له پسې ټکانونو سربېره، د یورو رول په ۲۰۲۲م کال کې انعطاف لرونکی وو. دغه انعطاف د پاملرنې وړ دی.»
د اروپا مرکزي بانک مشره کريستين لاګاردانځور: Boris Roessler/dpa/picture alliance میرمن لاګارد زیاته کړه: «خو، د نړېوالې کرنسۍ موقف نباید ساده وګڼل شي. له دغه نوي وضعیت سره د اروپايي سیاستوالو مسئولیت لاپسې ډېريږي تر څو ېې د یورو د رونق له پاره شرایط رامنځ ته کړي وي.»
ورته نور ولولئ:ایا افغانستان ته د نغدو پیسو لیږد لږ شوی دی؟
د یورو نظارت کوونکي له مودو راهیسې په اتحاد کې د پرمختګ له پاره هڅې کوي تر څو ېې د یورو زون په مالي بازارنو او سیمه کې د پانګونې له پاره بهتره سهولتونه ایجاد کړي وي.
په دغو هڅو کې یو هم د پانګونې بازار د اتحادېې پراخول دي چې هدف ېې د بروکراسۍ او د هیوادونو تر منځ د نظارتي خنډونو حذفول دي تر څو ېې په نتیجه کې شرکتونه وشي کړای په اسانۍ پیسې راټولې کړي.
ورته نور ولولئ:اروپايي اتحادیه: د اقتصادي رکود مخنیوی سوی
د اروپا کمېسیون له ۲۰۱۵م کال راهيسې د دغې پروژې له پاره پلانونه په نظر کې نيولي دي.
د پیسو پر موضوع له آرشیف څخه یو انځوریز البوم (20.05.2019 ):
په نړۍ کي باارزښته او بې ارزښته پیسې
د ډالرو په مقابل کي پنځه باارزښته او پنڅه بې ارزښته پیسې د کومو هیوادونو دي؟ په وروستیو کې د ډالر په مقابل کې پاکستانۍ کلداري او افغانۍ هم ارزښت له لاسه ورکړی دی. انځور: DW/Marek/Steinbuch ۱ کویتي دینار، د نړۍ تر ټولو باارزښته پیسه د ډالرو په مقابل کې تر ټولو لوړه بیه د کویتي دینار ده. یو کویتي دینار شا او خوا ۳،۲۹ امریکایي ډالره کیږي. د دغه کوچني هیواد اقتصاد تر ټولو زیات د تیلو پر صادراتو ولاړ دی.
انځور: Getty Images/AFP/Y. Al-Zayyat دوهم ځای بیا د بحرین دینار لري، چې یو دینار یې شا او خوا ۲،۶۵ امریکایي ډالره کیږي او کابو له یوې لسیزي راهيسي یې ارزښت همدومره دی. د کویت په څیر د بحرین د اقتصاد بنسټ تیل جوړوي.
انځور: imago/Jochen Tack د عمان یو ریال شا او خوا ۲،۶ امریکایي ډالره کیږي.
انځور: www.passportindex.org د ډالر په مقابل کې د اردن د یوه ریال بیه ۱،۴۰ ډالره کیږي. د نورو خلیجي هیوادونو برعکس اردن تیل نه لري او نه یې اقتصاد دومره پیاوړی دی.
انځور: Imago/S. Schellhorn د بريتانيا پاونډ پنځم ځای لري. یو پاونډ په شا او خوا ۱،۳ امریکایي ډالره تبادله کیږي. په تیرو دوو لسیزو کې د ډالر په مقابل کي د یوه پاونډ بیه ۱،۲ وه او تر ټولو زیاته ۲،۱ ډالره وه.
انځور: picture-alliance/imageBROKER په وروستیو ورځو کې د ډالر په مقابل کې پاکستانۍ کلدارې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. په وروستیو دوو لسیزو کې د یوه ډالر بیه د ۵۲ او ۱۴۶ کلدارو ترمنځ وو او دا توپیر تر ۱۶۰ سلنه زیات دی. په ۲۰۰۹م کال کې یو ډالر ۸۲ کلدارې او په ۱۹۹۹م کال کې بیا ۵۴ کلدارې کیدی.
انځور: picture-alliance/dpa/A.Gulfam افغانۍ هم د ډالر په مقابل کې خپل ارزښت بایللی په دې وروستیو ورځو کې د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د افغانۍ ارزښت ډیر کښته شوی دی. د افغانستان مرکزي بانک د افغانۍ ارزښت د کمیدو دليل جګړه، نا امني او په هیواد کې دننه سیاسي جنجالونه په ګوته کوي. اوس یو امریکایي ډالر د شا او خوا ۷۹ افغانۍ او ۲۰ پولو په بدل کې تبادله کیږي چې دا په تیرو ۱۹ کلونو کې د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د افغانیو تر ټولو ټيټه بیه ده.
انځور: AP هندۍ کلداره په تیرو دوو لسیزو کې د ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ کلدارې په پرتله باثباته ده. په ۱۹۹۹م کال کې یو امریکایي ډالر شا او خوا ۴۲ هندي کلدارې کیده او اوسمهال یو ډالر تر۷۰ هندي کلدارو زیات کیږي.
انځور: Reuters/J. Dey پنځمه کم ارزښته پيسه – لاؤ کِپ د سویل ختیځ آسیایي هیواد لاوس پیسه لاو کپ د ډالر په مقابل کې پنځمه کم ارزښت لرونکي پيسه ده. یو امریکایي ډالر شا او خوا ۸۶۲۷ لاو کپ برابر دی. مهمه خبره دا ده چې د دغه پیسې په ارزښت کې کمی نه دی راغلی، بلکې په ۱۹۵۲م کال کې دغه پیسه له کم ارزښت سره وړاندې شوه.
د افریقایي هیواد ګینې جمهوریت فرانک د ډالر په مقابل کې د نړۍ څلورمه کم ارزښته پیسې دي. یو فرانک تر۹۲۰۰ زیاتو فرانک سره تبادله کیږي.
انځور: DW/B. Barry اندونیزیا چې په نړۍ کې د مسلمانانو تر ټولو ستر هیواد دی، د کم ارزښت لرونکو پیسو دریم هیواد دی. په اندونیزیا کې له یوې روپۍ څخه تر۱۰۰ زرو روپو پورې بانک نوټ شته. یو امریکایي ډالر شا او خوا ۱۴۵۰۰ روپۍ کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/Zuma Press/I. Damanik د نړۍ دوهمه کم ارښته پیسې د ویتنام دي. یو ډالر شا او خوا ۲۳۳۷۷ ویتنامي ډانګ کیږي. په ۱۹۹۹م کا کې یو ډالر څه دپاسه پنځلس زره ډانګ کیدل. خو د چارو پوهان په دې نظر دي چې د ښو تګلارو په خپلولو سره به په نزدې راتلونکي د ډانګ ارزښت بیرته ښه شي.
انځور: AP ایران چې د امریکا متحده ایالاتو له سختو اقتصادي بندیزونو سره مخامخ دی ریال یې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. اوسمهال یو امریکایي ډالر شا او خوا ۴۲۱۰۰ ریال کیږي. په ۱۹۹۹م کال کې یوه امریکایي ډالر ۱۹۰۰ ریال سره تبادله کیده.
انځور: tejaratnews