1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه بین الافغاني مذاکراتو ته خوشبینه دي

۱۳۹۹ تیر ۶, جمعه

د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو خاص استازي امنیت شورا ته ویلي چې ملګري ملتونه په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو پیلیدو ته په محتاطانه ډول خوشبینه دي. تر اوسه د دې مذاکراتو تاریخ نهايي شوی نه دی.

Symbolbild UNAMA Logo
انځور: AP

د پنجشنبې په ورځ (جون په ۲۵مه نیټه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو سیاسي نمایندګۍ یا یوناما مشر دیبرا لاینز وویل: «لکه څنګه چې دواړه خواوې فکر کوي له يو بل سره به اوږدې او پيچلې خبرې اترې ولري، هغوي [افغان حکومت او طالبان] مې دې ته هڅولي، چې د بريالیتوب له پاره له ځانه انعطاف، لرلید، ژمنتیا او له ټولو مهم له خلکو سره زړه سوې ښکاره کړي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې هم د سولې مخامخ خبرو اترو پيل کیدلو ته خپل چمتووالی اعلان کړې.

ويل کيږې چې د سولې بین الافغاني احتمالي مذاکراتو په درشل کې طالبانو ژمنه کړې چې تاوتریخوالې به کم کړي، خو د افغانستان ملي امنیت شورا په تيره اونۍ کې د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي: «دغه ډله له ټولو کړو ژمنو او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له خوا د حسن نیت او فعالیتونو سره اوس هم د مسلمانو افغانانو وژلو ته دوام ورکوی.» امنیت شورا همدا راز ویلي وو چې طالبان په خپلو کړو ژمنو کې پاتې راغلي او د سولې له پاره يې هيڅ ډول ښه نیت نه دې ښکاره کړې.

انځور: Reuters

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو سیاسي نمایندګۍ یا یوناما مشر دیبرا لاینز همدا راز زیاته کړې: «د تاوتریخوالی کمول او د سولې مذاکراتو ته د مناسب چاپيريال رامنځ ته کول ضروري دي، څو د دایمی اوربند له پاره لاره هواره شي.»

دیبرا لاینز په خپله دغه وینا کې څرګنده کړې چې افغانستان له څلورو لسیزو جګړو وروسته اوس د يوې روښانه اوباثباته راتلونکې له پاره دغه بې مثاله فرصت لری. دا په داسې حال کې چې افغان حکومت وايي چې له طالبانو سره بین الافغاني مذاکراتو د پیلیدو له پاره چمتو دي، داسې مذاکرات چې تر اوسه پورې یې د پیلیدو تاریخ نهايي شوی نه دی.

په هغه خبرپاڼه کې چې د يوناما له خوا خپره شوې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د لوړ پوړي استازي په حواله راغلي چې اوس د هیلو د ځلیدو شیبه ده. لاینر زياته کړې چې ډاډمن دی چې د سولې بهیر له پاره به رغنده فضا غښتلې شي.

په افغانستان کې د ملګرو متلونو خاص استازي د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د افغان سولې د بهیر او په افغانستان کې د کووید ۱۹ یا کرونا وبا سره مبارزه، د بشري حقونو او بشر دوستانه وضعيت په هکله هم خبرې کړي دي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل