1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوناما: د نجونو ښوونځیو تړل یوه غمجنه او شرم آوره خبره ده

۱۴۰۱ شهریور ۲۷, یکشنبه

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د دفتر، یوناما څخه مارکوس پوتسل وايي، چي د طالبانو لخوا واک ته تر رسیدو فقط څو اونۍ وروسته د نجونو د لوړو صنفو د ممانعت نافذ سوی امر په دغه هیواد کي د ځوانو نجونو یو مکمل نسل ته تاوان رسوي.

Afghanistan Mädchenschule Soria High School in Kabul
انځور: Thomas Koehler/photothek/imago images

په خبره یې دا «یوه غمجنه، شرم آوره او کاملأ د اجتناب وړ ورځ ده.» هغه همدارنګه وویل، چي د نړۍ په هیڅ نقطه کي د ممانعت دغه ډول یو مثال موجود ندی.  

یوناما وايي، چي د دغه ممانعت د شروع څخه تر اوسه پوري د تر یوه میلیون اضافه نجونو او ځوانو ښځو څخه د تعلیم زمینه اخیستل سوې ده. د ملګرو ملتونو د کوچنیانو د حمايې سازمان، یونیسف ګمان کوي، چي حتی تقریبأ درې میلیونه هغه نجوني په افغانستان کي د تعلیم څخه محرومي دي، کومي چي غواړي مکتب ته ادمه ورکړي او متوسطې یا لیسې ته ولاړي سي. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل