د آژه سمندرګي له لارې ترډیره د منځني ختیځ او افریقايي هیوادونو، افغانستان، پاکستان او ایران څخه تښتیدلي مهاجر یونان ته راتلل، خو د تړون له لاسلیک کیدو وروسته اوس له دغې لارې دومره کار نه اخیستل کیږي.
د یونان د سرحدي قواوو یوه مامور وویل،« په کشتۍ کې ۷۰ تنه سپاره ول په داسې حال کې چې دغه کشتې سمندر کې د ډوبیدو په حال کې وه».
د یونان سمندري ژغورونکو ځواکونو له دغې پيښې څخه یوه ورځ مخکې، د چهار شبنې په ورځ هم ۳۸ تنه مهاجر له ډوبیدو څخه بچ کړي وو.
د ترکیې او اروپايي اتحاديې تر منځ د مهاجرت تړون د ترکیې لخوا له د یو لړ سترو شرطونو په پایله کې ترسره شوی دی. د ترکیې له شرطونو څخه یو هم دا دی چې اروپايي اتحادیه باید ترکيي اتباعو ته د شینګن هیوادونو آزادې ویزې ورکړي چې لا تر اوسه ورباندې عمل ندی شوی.
انقرې په دې تړاو په واضحه توګه ویلي دي که چیرې یې دغه غوښتنه ونه منل شي نو دوی به کړی تړون بیرته لغوه کړي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (23.08.2015):
هغه لويه کښتۍ چې د کډوالو په سرپناه بدله شوې
د یونان په یو تفریحي ټاپو(کووس)کې له یوې کشتۍ څخه د کډوالو د استوگنځای په توگه استفاده کیږي. د یونان حکومت غواړي په دی توگه د مختلفو هیوادونو د کډوالو تر منځ د شخړې رامنځته کیدو څخه مخنیوې وکړي.
انځور: Getty Images/AFP/L. Gouliamaki
اضطراري استوگنځای
د"الفتوریوس ونیزیلوس" له لوې کشتۍ څخه د کډوالو د اضطراري استوگنځای په توگه استفاده کیږي. دغه بیړۍ چې د یونان حکومت په کرایه نیولې په یو وخت کې د ۲۵۰۰ تنو کنجایش لري. همدارنگه له دې بیړۍ څخه د کډوالو د نوم ثبتولو د مرکز په توگه استفاده کیږي. د سفر جاري ساتلو له پاره دغه کډوال باید خپل نومونه ثبت کړي.
انځور: picture-alliance/dpa/Odysseus
ثبت نام
د تیرې دویشنبې په ورځ له دغې کشتۍ څخه د کډوالو د موقتي یا اضطراري استوگنځای په توگه استفاده کیدل پيل شول. کډوال کولې څو ورځې په دې کشتې کې پاتې شي او د نوم تر ثبتولو وروسته د نورو کشتیو په وسیله پلازمېنې اتن ته انتقالیږي.