1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوناني چارواکي: جولای د ريکارډ په کچه ګرمه میاشت وه

۱۴۰۳ مرداد ۱۵, دوشنبه

د یونان د آب و هوا د څار ملي ادارې نن دوشنبه د اګست ۵مه وويل چې تېره جولای میاشت په دغه هېواد کې د ريکارډ په کچه ګرمي وه. یونانی چارواکو ويلي چې په جولای کې ثبت شوې د حرارت درجه په تېرو ۸۰ کلونو کې تر ټولو ګرمه درجه ده.

زیاته شوې چې سږکال په یونان کې جون هم له ۱۹۶۰ راهیسې تر ټولو ګرمه د جون میاشت وه
یونان کې د ۲۰۲۴م کال جولای میاشت تر ټولو ګرمه میاشت بلل شوې دهانځور: Nikolas Kokovlis/NurPhoto/Imago Images

یوناني چارواکو د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د اګست ۵مه) وویل چې په دغه مدیترانه يی هېواد کې د حرارت درجه د ۱۹۶۰ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ په اوسط ډول تر دوه نیمې درجې لوړه شوې ده.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، دغې ادارې ويلي دغه هېواد د تېرو ۸۰ کلونو په جریان کې درې تر ټولو ګرمې د جولای میاشتې درلودلې چې درې واړه ېې په وروستيو څلورو کلونو کې وې.

په یونان کې د ګرمې هوا مخکنی ريکارډ په  ۲۰۱۲ کې ثبت شوی وو. په جولای کې د حرارت  ۰،۳ درجې په لوړېدو سره یاد ریکارډ مات شو.

سرچېنې ويلي: «د هواپېژندنې ادارې د لومړنیو معلوماتو پر اساس، د ۲۰۲۴م کال جولای، په یونان کې تر ټولو ګرمه میاشت ثبت شوې وه.»

د اروپايي اتحاديې د هواپېژندنې ادارې تېره میاشت وویل چې د جولای ۲۱مه د نړۍ په سطحه تر ټولو ګرمه ثبت شوې ورځ وه.  

د اقلیمی بدلون ادارې هم ويلي چې د سږکال جولای ۲۱مه له ۱۹۴۰ راهیسې د حرارت تر ټولو ګرمه (د فارنهایت ۶۲.۷ درجې) بت شوې درجه ده.

زیاته شوې چې سږکال په یونان کې جون هم له ۱۹۶۰ راهیسې تر ټولو ګرمه د جون میاشت وه.

(AFP)mks/aa/

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب