1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان ته ورځ تر بلې زیات مهاجر وررسیږي

۱۳۹۸ شهریور ۲۰, چهارشنبه

آیا له ترکیې سره د مهاجرو په تړاو د اروپایي اتحادیې تړون له خطر سره مخامخ دی؟ اردوغان اروپایي اتحادیه د پولو پر پرانیستلو ګواښلې وه او ورځ تر بلې زیات مهاجر په آژې سمندر کې د یونان ټاپوګانو ته رسیږي.

Europäische Migranten in Griechenland
انځور: picture-alliance/AP Photo/G. Papanikos

په آژه سمندر کې د یونان ټاپوګانو ته ورځ تر بلې د زیاتو مهاجرو د ورسیدو په پام کې نیولو سره د مهاجرت د چارو کارپوه ګیرالد کناوس، له ترکیې سره د اروپایي اتحادیې د تړون د ناکامۍ څخه خبرداری ورکوي.

نوموړي کارپوه چې په ۲۰۱۶م کال کې په رامنځ ته شوي تړون کې یې ونډه درلوده په بروکسل کې د آلمان له خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «که چیرې دغه تړون له منځه لاړ شي، نو دا به د یونان په ټاپوګانو کې د ناکامۍ له کبله وي.» د هغه په خبره د یونان په ټاپوګانو کې د ځایي ادراو د ملاتړ له پاره یو پلان ته عاجله اړتیا ده. د بېلگې په توگه پر پناه غوښتنلیکونو باندې د څو اوونیو په ترڅ کې پریکړه وشي او مهاجر بیرته ترکیې ته واستول شي.

د اروپایي اتحادیې د کمېسیون د معلوماتو له مخې تر اوسه یوازې شا او خوا ۲۴۰۰ سوریایان په اجباري ډول ترکیې ته استول شوي دي. په ۲۰۱۶م کال کې چې په اروپا کې د مهاجرو کړکیچ خپل عوج ته رسیدلی وو اروپایي اتحادیه پر نورو سربیره په دې هکله له ترکیې سره یوه توافق ته ورسیده چې هغه مهاجر چې په غیر قانوني ډول یونان ته ځي، په راتلونکې کې به بیرته ترکیې ته اخراجیدلی شي.

په یونان کې د لسبوس په ټاپو کې د موریا کمپ انځور چې له فضا څخه اخیستل شوی دیانځور: DW/D. Tosidis

اروپایي اتحادیې غوښتل چې د دې په بدل کې له ترکیې څخه تر ۷۲۰۰۰ سوریایي مهاجر ومني.

د پیسو په بدل کې تړون

په وروستیو وختونو کې د یونان ټاپوګانو ته د مهاجرو ورتګ بیا ډیر شوی دی. د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ (یو ان اچ سي آر) د معلوماتو له مخې د روان میلادي کال په اګست میاشت کې ۸۱۰۳ تنه د ترکیې له لارې یونان ته تللي دي. دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۸م کال په اګست میاشت کې دغه شمیر کابو ۳۲۰۰ تنو ته رسیده. په وروستیو کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان څو وارې اروپایي اتحادیه مهاجرو ته د پولو پر پرانیستلو ګواښلې ده، که چیرې یې له هیواد سره مالي مرسته و نه شي.

د مهاجرت د چارو کارپوه کناوس، لا هم له دغه تړون څخه ناهیلی نه دی. هغه د یونان د نوي لومړي وزیر کیریا کاس میتسوتاکس، تر مشرۍ لاندې محافظه پاله حکومت سره خپلې هیلي تړلي دي.

پر دې سربیره هغه دې ته هم اشاره کوي چې یونان ته اوسمهال د رارسیدونکي مهاجرو شمیر د ۲۰۱۶م کال د مارچ میاشتې په پرتله په څرګند ډول کم دی: «موږ له یوې ودې سره سروکار لرو، او دا یوه جدي نښانه ده. خو وضعیت لا تر کنترول وتلی نه دی.»

«بهتره چمتووالی»

د آلمان د پارلمان د داخلي جرګه ګۍ مشرې اندریا لندهولڅ، په دې هکله اندیښنه ښوولې ده چې ترکیه پناه غوښتونکي د اروپا پر لور سفر کولو ته پریښودای شي. هغې د پساور نوین پریسه، ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي چې آلمان اوس ښه چمتووالی لري او د پناه غوښتني سیستم یې د ۲۰۱۵م کال په پرتله باثباته دی. خو هغې ویلې دي چې د شینګن حوزې د آزادو پولو په خطر کې اچولو پرته د یوه سترې څپې پر وړاندې مبارزه سخته ده.

په یونان کې د موریا کمپ بل انځورانځور: AFP/A. Messinis

د بشري حقونو سازمان پرو ازول، له یونان او د اروپایي اتحادیې له نورو غړو هیوادونو څخه د آژې په سمندر کې د وضعیت د ښه کولو غوښتنه کړې ده. د دغه سازمان مشر ګونتر بورکهاردت، په فرانکفورت کې په انتقادي شکل ویلي دي: «په آژه کې مهاجر د ترکیې، یونان او اروپایي هیوادونو د قدرت ګتې ګواښي. د هغوی د خوندیتوب حق په سیستماتیک ډول له پامه غورځول کیږي.»

پرو ازول د یونان له ټاپو ګانو څخه د پناه غوښتونکو د منلو او د اروپایي اتحادیې دننه د هغوی له پاره د پناه غوښتنې د یوې منصفانه پروسې غوښتنه کړې ده. د پرو ازول په وینا، نورو اروپایي هیوادونو ته دي په ځانګړې توګه د کم سنه مهاجرو د تګ امکانات برابر کړای شي.

د رسنیو د رپوټونو له مخې دغه سازمان د یونان له لوري د پناه غوښتنې د قوانینو د سختولو پر پلان او له دغه هیواد څخه ترکیې ته د پناه غوښتونکو پر بیرته استولو انتقاد کړی دی. پرو ازول انتقاد کړی دی چې ترکیې ته د پناه غوښتونکو اخراج، د مهاجرو مبدا هیوادونو ته د هغوی د اخراج سبب کیدای شي.

ترکیې د ژنیو د مهاجرو کنوانسيون یوازې د جغرافیایي شرایطو له مخې تصویب کړی دی او د افغانستان او سوریې پناه غوښتونکو ته خوندیتوب نه ورکوي. په وروستیو کې تر ټولو زیات سوریایي مهاجر په ترکیه کې تر فشار لاندې دي.

stu/ww (dpa, kna)

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل