د مشعل د ورکړې مراسم د یونان په پاناتنایک لوبغالي کې ترسره شول. دغه لوبغالي په بشپړه توګه له ماربل جوړ دی چې په ۱۸۹۶ کې د المپيک لومړنی عصري سيالۍ په کې ترسره شوې. په دغو مراسمو کې د یونان او فرانسې ملي سرودونه د شاوخوا ۲۰زره نندارچیانو په حضور کې وغږول شول. دغه مراسم په ژوندۍ بڼه د تلویزیون له لارې خپرېدل.
پاریس د ۲۰۲۴ المپيک کوربه دی. د یونان د المپيک کميټې مشر، سپيروس کاپالوس خپل فرانسوي سیال توني ستانګه ته وويل: «موږ تاسو ته پاریس کې په پوره بریا سره د المپیک ۳۳مې دورې سيالیو د لمانځلو هېلي لرو.
ټاکل شوې چې د المپيک مشعل به د می میاشتې په ۸مه نيټه پاریس ته ورسیږي. د پاریس المپيک لوبې به د جولای میاشتې له ۲۶مې پيل او د اګست میاشتې تر ۱۱مې ادامه ولري.
فرانسوي چارواکو د جمعې په ورځ وويل چې د المپیک مشعل د رسيدلو له پاره شاوخوا ۶زره پولیس ځواکونه د امنیت په موخه په دندو وګمارل شي. فرانسې د امنيتي ځواکونو له پاره د ګواښونو د دفع کولو په خاطر د مکافاتو اعلان کړی دی.
مشعل به په لومړۍ ځل د می میاشتې په ۸مه د فرانسې جنوبي ساحلي ښار مارسي ته ورسيږي. د فرانسې خبري آژانس وايي، د امنیت له پاره به ېې په دنده د ګمارل شوو پولیسو شمېر له هغه ډېر وي چې تېر کال د پاپ فرانسیس د سفر پر مهال ګمارل شوي ول.
آ./م.ک.ص./ا.ا.
له آرشيف څخه:
د ژمني المپیک نه هیریدونکي شیبې
په جنوبي کوریا کې د المپیک لوبې روانې دي او اوس هم ګڼ شمیر مډالونو د لوبغاړو له پاره انتظار باسي. له ټولې نړۍ څخه د سکي، سکیټ اود یخ پر سر د موټر د لوبو په برخه کې لوبغاړي غواړي چې د المپیک په تاریخ کې خپل نوم ثبت کړي. انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/J. Huanzong د سکيټ یا د یخ په سر نڅا کوونکې آلمانۍ جوړه الجونا ساوچینکو او برونو ماسوت وروسته له هغې احساساتي شول چې خپله نڅا پرته له کومې اشتباه نندارې ته وړاندی کړه. دغو دواړو نه یوازې د سر زرو مډال وګاټه، بلکې دوی په دې کار سره له ستونزې یا اشتباه پرته د پروګرام د ترسره کولو په برخه کې نړیوال ریکارډ جوړ کړ. په دې ترتیب دوی په دې لوبه کې تر ۱۹۵۲م کال وروسته د آلمان لومړني سرو زرو مډال ګټونکي شول.
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/J. Huanzong په انځور کې ښي اړخ ته مارینی ګیلیاس د کیم بوتین چې دوهم مقام یې ګټلې، ډیره خوښه ده. نوموړې د یخ پر سر د گړندۍ ځغاستې د لوبې په برخه کې د سپینو زرو مډال ګټلی دی. دغې لوبغاړۍ وروسته له هغې دغه مډال ترلاسه کړ چې په لوبو کې مداخلې له امله د جنوبي کوریا لوبغاړې چوی مین جیونګ له لوبې اخراج شوه. خو د نندارچیانو احساس دا ؤ چې دا خپله بوتین وه چې اشتباه یې وکړه.
انځور: picture alliance/empics/P. Chiasson د لاورا دالمایر له پاره د سره زرو دوهم مډال آلماني لاورا دالمایر وکولای شول چې د ژمنۍ المپيک په دې سیالیو کې دوهم د سرو زرو مډال هم خپل کړي. په دې توګه هغه لمړنۍ ښځینه لوبغاړې ده چې په لومړۍ ورځ د دوه ګونو لوبو په برخه کې د سرو زرو مډال ترلاسه کوي.
انځور: Reuters/M. Sezer د المپیک لوبو بریالۍ اتلې جیمي اندرسن وکولای شول چې د بدو شرایطو سربیره د دوشنبې په ورځ د ښځینه سنو بورډینګ په برخه کې خپل مقام وساتي.
انځور: Reuters/M. Blake آزاد سکیت په برخه کې له امریکا څخه لومړنۍ میرمنې میراج ناګاسو وکولای شول چې د امریکا له پاره لومړنۍ د برونز مډال وګټي.
انځور: Reuters/D. Sagolj اکواسی فریپونګ له ګانا هیواد څخه د یخ پر مخ په چټکۍ سره ښوویدونکي لومړنۍ لوبغاړې ده چې په دې سیالیو کې ګډون کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/Sputnik/V. Astapkovich د تنکي ځوان له پاره د سرو زرو مډال امریکايي ۱۷ کلن رد ګیرارد ونشو کولی چې د سلوپ سټایل آزاد سکیټ کې د طلا مډال وګټي. په پیونګ چانګ کې د امریکا له پاره دا لومړنی د سرو زرو مډال وو.
انځور: picture-alliance/MAXPPP د لنډ واټن چټک سکټ په برخه کې د شمالي کوریا لوبغاړي چوی اون سونګ له تود هرکلي سره مخ شو. خو له بده مرغه نوموړي ونه شول کولی چې نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړي.
انځور: picture alliance/AP/J. Jacobson