1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان د ایوروس د جهیل سره سرحدي دیوال نور هم اوږدوي

۱۳۹۹ مهر ۲۸, دوشنبه

یونان له ترکیې سره په سرحد کي د ایوروس جهیل په امتداد دیوال اوږدوي. د دې کار هدف د ترکیې څخه د مهاجرینو د ورتګ مخنیوی دی.

Evros - der Grenzfluss zwischen Griechenland und der Türkei
انځور: Burcu Karakas

د یونان صدراعظم، کیریاکوس متیسوتاکیس په دولتي ټلویزون(ای آر ټي) کي ددغي پروژې څخه تر لیدو وروسته وویل، چي په دې وسیلې سره یونانیان خپل ځان په امن کي احساسوي.

انقرې په تکرار سره تهدید کړی دی چي بیا به په زرونو مهاجرینو ته اجازه ورکړي چي له ترکیې څخه یونان ته او د هغه ځای څخه بیا غربي اروپا ته ولاړ سي.

د دغه جهیل په شمال کي، د ترکیې او یونان په سرحد او د کاتستانسی/کاپیکوله د عبوري لاري سره پخوا لا یو ۱۱ کیلومتري دیوال موجود وو. اوس آتن غواړي چي د دغه جهیل په جنوبي برخه کي د ۲۷ کیلومتره په اوږدوالي درې نور دیوالونه ووهي.

د دغه سرحدي جهیل سره د همدې عیسوي کال په فبروري کي د اروپايي ټولني او ترکیې ترمنځ بحران رامنځته سو. تر هغه وروسته په زرهاوو کسانو د ترکیې څخه د یونان پر خوا حرکت وکړ. اروپايي ټولني د هغه په جواب کي وویل، چي ترکیه د مهاجرینو د خراب وضعیت څخه بده استفاده کوي او محل ته یې د فرانټکس یا سرحدي محفاظت اضافي مامورین ورولیږل.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب