یونان: د سپما د نوي پروگرام پر ضد احتجاجونه تر سره کیږي
۱۳۹۱ آبان ۱۶, سهشنبهاعلان
په یونان کې د کارگرو اتحادیو د سپما د نوي پروگرام پر ضد په دغه هیواد کې د سه شنبې د ورځې څخه د ۴۸ ساعتونو له پاره د لاریونو د تر سره کولو له پاره غږ کړی دي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې یوه ورځ تر مخه سیمه ییز ترانسپورت او روغتونونو هم اعتصاب کړی وو. په همدې حال کې دولت د اصلاح کولو قانون پارلمان ته معرفي کړی دی.
په پام کې ده چې تر ۲۰۱۶م کاله پورې به ۱۸،۵ یورو وسپمول شي، چې تر ټولو زیات کمښت د تقاعد په برخه کې راوستل شوی دی. پر دې سربیره د عامه چارو په کارونو کې هم کموالی راوستل شوی، خو د کار کوونکو حقوقو ته په کې اسانتیاوې برابرې شوي دي. د یونان له پاره د نړیوالو مرستو د تر لاسه کولو له پاره د چهارشنبې په ورځ د نوي سپما پروگرام په اړه د پارلمان پریکړه مهم شرط دی، گنې دغه هیواد د ډیوالي کیدو له گواښ سره مخامخ دی.