د یونان د مهاجرت د چارو وزیر نوتیس میتاراچي د یونان د«سي ان ان» شبکې سره په خبرو کې ویلي چې د هیواد د سرحدونو د کنترول موضوع به همداسې د حکومت په کاري لومړيتوبونو کې پاتې شي.
هغه وویل: «په تیرو دریو میاشتو کې د پوځ، پولیس او ساحلي ساتونکو د هڅو په مرسته، د مهاجرت څپه تر ۹۰ سلنه هم ډیره کمه شوې ده.»
نوموړي زیاته که څه هم دغه کمښت تر یوې اندازې په ګاونډیو هیوادونو کې د کرونا وبا له امله رامنځته شوی وو، خو د یونان قاطعیت، په دې برخه کې اساسي رول لوبولی دی.
نوتیس میتاراچي، وویل چې یونان یو «بی دروازې بڼ نه دی» او حکومت به د خپل ځمکني او سمندري سرحدونو څخه حفاظت وکړي او د سرحدي پولو تر بیرته خلاصدو وروسته به هم دغه کوښښونه جاري وساتي.
غیر دولتي سازمانونه په پرله پسې ډول پر یونان تور لګوي چې هغه غیر قانوني مهاجر کوم چې غواړي د اوبو له لارې دغه هیواد ته ننوځي بیرته ترکيي ته استوي.
په می میاشت کې مهاجر نیوز د یوه کانګویي مهاجر د بیرته ستنونې داسې یوه ویډیو ترلاسه کړه چې پخپله د همدغه پناه غوښتونکي له خوا ثبت شوې وه.
په دې ویډیو کې لیدل کیږي چې د یونان ساحلي ګارد یوه کښتۍ کوښښ کوي د دغه کانګویي مهاجر لیږدونکي وړه کښتۍ د ترکیي ساحل پر لور بیرته ستنیدنې ته مجبوره کړي.
پر وړاندې موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:
د ترکیې او یونان ترمنځ سرحد کي قهریدلي مهاجر
مخ پر وړاندي تېښته: په زرونو مهاجر د ترکیې او یونان ترمنځ سرحد ته رسیدلي دي. تر دې مخکي د ترکیې ولسمشر اعلان کړی وو چي اروپايي ټولني ته به د مهاجرو د ورتگ مخه ونه نیسي. انځور: Reuters/H. Aldemir له اغزنو کټارو څخه تیریدل امکان نه لري پناه غوښتونکي د پولې د پرانیستلو په هیله ول، خو له اوښکي بهوونکي گاز او اغزنو کټارو سره مخامخ سول. د جمعې له ماښام راهیسي مخ پر زیاتیدونکي ډول مهاجرو د یونان او ترکیې ترمنځ پر پوله هجوم وروړی. زیاتره دغه کسان د کوچنیو بکسونو او ډیرو لږو شخصي شیانو سره پر لاره دي. دا په داسي حال کی ده چی هوا هم ډیره سړه ده.
انځور: picture-alliance/AA/G. Balci د مهاجرو شمیر مخ پر زیاتیدو دی خو له یونان سره سرحد تړلی دی. د پاڅارکولې په سرحدي سیمه کې د شنبې په ورځ شاوخوا ۳۰۰۰ مهاجر راټول سوي ول. زیاترو یې اور بل کړی وو، څو له یخنۍ ځان وساتي. د هغوی په منځ کې کورنۍ او کوچنیان هم شامل دي. د ترکیې د ولسمشر اردوغان په حواله د تیرې جمعې راهیسي ۱۸ زره مهاجر د اروپایی ټولنې پولې ته رسیدلي او ښایي د هغوی شمیر ۳۰ زرو ته ورسیږي.
انځور: picture-alliance/AA/G. Balci ټوله ورځ له اوښکي بهوونکي گاز څخه کار اخیستل کیږي د یونان سرحد ته څیرمه د اوښکي بهوونکي گاز او مرچو سپرې تور لوگي ټوله سیمه نیولې ده او پر یوناني پولیس د ډبرو ګوزارونه کیږي. د شنبې په ورځ د مهاجرو او سرحدي پوستو ترمنځ آخ او ډب رامنځ ته شو. د عینی شاهدانو په حواله د ترکیی او یونان ترمنځ سرحد، یوې حائلی سیمه کی شاوخوا ۵۰۰ انسانان راټول سوي ول.
انځور: Reuters/H. Aldemir په یوروس کې د کښتۍ ماتیدل یوې سوریایی مور او د هغې ماشوم هڅه کوله په یوې کښتۍ کې د یوروس په نامه سرحدي اوبو څخه تیر سي. مخکې له دې چې هغوی د یونان ساحل ته ورسیږي، کښتۍ یې له اوبو ډکه سوه. ژغورونکې عملې په یوه کوچني ټاپو کې هغوی دواړه وژغورل. یوازې هغوی نه دي چې له دا ډول برخلیک سره مخامخ سوي.
انځور: picture-alliance/AA/O. Coban د اوبو له لارې یونان ته رسیدل د کښتۍ په مرسته لا یونان ته رسیدل ممکن نه دي. یوناني ساحلي ساتونکو او سرحدي څارونکو د جمعې راهیسی د خپلو معلوماتو له مخې د شاوخوا ۴۰۰۰ غیر قانوني مهاجرو د ورتگ مخه نیولې ده. خو بیا هم مهاجر هڅه کوي چې ځانونه د یونان خاورې ته ورسوي.
انځور: picture-alliance/AA/O. Coban یوازې لږ کسان خپل هدف ته رسیږي د یوروس رود د ترکیې او یونان ترمنځ سرحد جوړوي. د شنبې په ورځ په ډلو ډلو انسانانو هڅه وکړه چې د ربړي کښتیو په مرسته ځانونه د یونان ساحل ته ورسوي. خو ډیر کم کسان پر دې کار بریالي سول. په آتن کې د یونان د حکومت یوه ویاند ویلي دي چې دوی خپل سرحدونه چې هغه د اروپایی ټولنې سرحدونه هم دي، ساتلي دي.
انځور: picture-alliance/AA/O. Coban
د مهاجرو د حقونو فعالان وایي چې د جون میاشتې په دویمه ورځ د یوې وړۍ کښتۍ د ماشین د انفجار په نتیجه کې هغه پنا غوښتونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې په دغې کښتۍ کې سپور وو. په کښتۍ کي سپرو کسانو هڅه کړې وه ځانونه د ساموس ټاپو سواحلو ته ورسوي، خو د یونان ساحلي ساتونکو یې مخه ونیوله.
د یونان د مهاجرت وزیر د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې په دویم ګام کې به د هغه په خبره د دغو مهاجرو د غوښتنلیکونو د ارزونې بهیر په چټکولو سره «واقعي پناه غوښتونکي له اقتصادي پناه غوښتونکو څخه جلا کړي.» د هغه په خبره په دې وروستیو دریو میاشتو کې د پناه غوښتونکو په اړه د پریکړو شمیر درې برابره زیات شوي دي.
نوتیس میتاراچي وویل چې په دریم ګام کې په پام کې ده چې د مهاجرو د هرکلي له پاره «کوچني، خو لازیات ډاډمن مرکزونه» رامنځته کړای شي، د بیلګې په توګه د اتن په درې کیلومترۍ کې د مالاکاسا کمپ به په راتلونکو اونیو کې لومړني مرکزونه وي چې داخلیدل به ورته کنترولیږي.
یونان د ۲۰۱۹م کال په پای کې د دغه هیواد په ټاپوګانو کې د تړلو کمپونو طرحه معرفي کړې وه، خو د سیمې د اوسیدونکو او سیمه ایز چارواکي مخالفت د دې سبب شو چې دغه طرحه عملي نه شي.
دویچه ویله: ش.ن/ ګ. پ