1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهیونان

یونان: د مهاجرو يو بانډ يو پاکستانی ځوان وژلی

۱۴۰۱ مرداد ۱۱, سه‌شنبه

د يونان پولیسو د سه شنبې په ورځ د اګست دوهمه وویل چې د مهاجرو يوه بانډ د دغه هیواد په شمال کې پر نورو مهاجرو حملې کړي چې په نتيجه کې ېې يو ۲۳ کلن پاکستانی ځوان وژل شوی دی.

Zypern Flüchtlinge
اروپا ته مهاجرت - د آرشیف انځورانځور: picture-alliance/AP Photo/P. Karadjias

په دغو نښتو کې یوې حامله ښځې خپل ماشوم هم له لاسه ورکړی دی. د آلمان خبري آژانس په حواله، پولیس وايي چې د پيښې قربانيان د مرکزي اروپا پر لور په لاره ول، چې د مهاجرو پر يوه بدمعاش بانډ پېښ شوي او دا چې مشکوک حمله کونکي نيول شوي دي. د انا خبري آژانس وايي د مهاجرو بانډ غړي د سورېې، پاکستان او افغانستان وګړي دي. دوی د شمالي مقدونيا پر لور په یو تلونکي اورګاډي کې سپاره مهاجر ګواښلي او لوټ کړي ېې دي. ويل شوي چې په حمله کوونکو کې ځينې يې انساني قاچاقبران دي. دوی له نورو مهاجر څخه د هغوی وروستۍ نغدې پیسې چې ورسره وې اخیستي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب