1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضا

یونان د پناه غوښتنې قوانین نور هم سخت کړل

۱۳۹۸ آبان ۱۰, جمعه

هغو پناه غوښتونکو ته چې ځانونه یې یونان ته رسولي دي، په دغه هیواد کې يې د پناه اخیستل نور هم ستونزمیږي. د یونان پارلمان په لوی اکثریت سره د پناه غوښتنې د قوانینو سختیدل تصویب کړل.

Griechenland neue Regierung bekennt sich zu Haushaltszielen | Kyriakos Mitsotakis
انځور: Reuters/A. Konstantinidis

د یونان لومړي وزیر کیرې کاس میتسو تاسکي، پارلمان ته په خپله وینا کې وویل چې له ډیر وخت راهیسې د یونان د پناه غوښتنې سیستم فلج وو. د هغه په خبر دې دا پیغام خپروه چې هر څوک په یونان کې پاتې کیدای شي. د هغه په خبره په راتلونکي کې به «د پناه غوښتنې هر غوښتنلیک د نهو میاشتو پر ځای په شپږو میاشتو کې ارزول کیږي».

د لومړي وزیر په خبره کې که چیرې د پناه غوښتونکي له چارواکو سره همکاري و نه کړي په اتومات ډول به یې د پناه غوښتنه بې اساسه وګڼل شي.

د یونان د نوي محافظه پاله حکومت هدف دا دی چې د پناه غوښتنې پروسه ګړندۍ کړي او د اروپایي اتحادیې او ترکیې تر منځ د تړون په چوکاټ کې ډیر شمیر پناه غوښتونکي بیرته ترکیې ته واستوي. پر دې سربیره باید د میلادي کال تر پای پورې د یونان له ټاپو ګانو څخه ۲۰۰۰۰ پناه غوښتونکي د دې هیواد اصلي خاورې ته ولیږدول شي.

کله چې د پارلمان دننه د مهاجرت د قوانینو پر سختولو بحثونه کیدل، پر ضد یې دباندې احتجاج کیدهانځور: Imago Images/ZUMA Press/Eurokinissi

د یونان لومړي وزیر یو ځل بیا د اروپایي اتحادیې پر غړو باندې غږ وکړ چې «داسې نه شي کیدای چې یو هیواد د اروپایي اتحادیې له آزاد تګ راتګ څخه استفاده کوي او په عین وخت کې د مهاجرت د کوچني بار له ویشلو څخه ډډه کوي». هغه د دغه اتحادیي د هیوادونو ترمنځ د لا زیات پيوستون غوښتنه وکړه.

اپوزیسیون او همداشان مرستندویه سازمانونو لا تر مخه د مهاجرو د قانون پر سختولو باندې نیوکه کړې ده. د آژه سمندرګي په ختیځ کې پرتو د یونان په ټاپوګانو کې اوس مهال د پناه غوښتونکو شمیر کابو ۳۵۰۰۰ کسانو ته رسیدلی دی. دا د ۲۰۱۶م کال په مارچ میاشتې کې د اروپایي اتحادیې او ترکیې تر منځ د مهاجرت د تړون له رامنځ ته کیدو راهیسې تر ټولو لوړ شمیر دی. په دغو ټاپوګانو کې تر خپل ظرفیت څو وارې زیات خلک په ناوړه انساني شرایطو کې ژوند کوي.

یونان اوسمهال له ۲۰۱۵م کال وروسته د مهاجرو د یوې سترې څپې سره مخامخ دی. هغه مهال ۸۰۰ زره کسان د ترکیې له لارې یونان ته ورغلي وو.

 sr/ms (dpa, reuters)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب