یونان غواړي د مهاجرو کمپونه وتړي
۱۳۹۸ آبان ۲۹, چهارشنبهد یونان حکومت غواړي چې د آژه سمندر په ختیځ کې پرتو خپلو ټاپوګانو کې له مهاجرو سره چلن اساسا له سره عیار کړي. د یونان د حکومت ویاند ستیلیوس پیتساس په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې په لسبوس، ساموس او خیوس ټاپوګانو کې به «د بیرته استولو او د هویت د ثتبیت مرکزونه» جوړ کړي. د هغه په خبره دغه مرکزونه به له ۱۰۰۰ کسانو څخه تر ۵۰۰۰ کسانو د ځایدو ظرفیبت ولري. زیاته شوې ده چې د کاس او لیروس په ټاپو ګانو کې له موجودو مرکزونو څخه به دغه ډول د اخراج مرکزونه جوړ شي.
د کډوالۍ د چارو له پاره د حکومت ځانګړي همغږي کوونکي الکیویادس ستفانس، ویلي دی چې د ټاپوګانو بار راکمول په لومړیتوبونو کې راځي. د هغه په خبره تړلو مرکزونو ته به هغه پناه غوښتونکي بیول کیږي چې د پناه غوښتنې کوم چانس و نه لري او بیرته باید خپل اصلي هیواد ته وروګرځول شي. نوموړي دا هم وویل که چیرې په تړلي مرکزونو کې په لومړنۍ اروزنه کې دا جوته شي چې یو کس د پناه غوښتنې چانس لري نو دغه نوی راغلی مهاجر به له ټاپو څخه د دغه هیواد وچې ته انتقالیږي.
حکومت د پناه غوښتنې قوانین سخت کړي
د یونان د نوي محافظه پال حکومت مشر کیریاکاس متسوتاکس، د نومبر میاشتې په اوایلو کې د پناه غوښتنې قوانینو پر سختولو باندې پېل وکړ. د بشري حقونو فعالانو هغه مهال تر ټولو زیات ترکیې ته د مهاجرو د اخراجولو پر آسانولو باندې انتقاد وکړ.
له ترکیې څخه د کښتیو په واسطه راغلو پناه غوښتونکو د دوسیې د چټکولو سربیره پارلمان دا خبره هم تائید کړه چې تر خپل حده زیات ډکو ټاپوګانو څخه ۲۰۰۰۰ پناه غوښتونکي د دغه هیواد نورو سیمو ته ولیږدول شي. د یونان د حکومت دغه نوي اقدامات ښيې چې د يونان حکومت څرنګه غواړي په راتلونکي کې په ټاپوګانو کې وضعیت تنظیم کړي.
له حده زیات ډک کمپونه
په مني کې په لسبوس او د هغې په ګاونډیو ټاپوګانو کې وضعیت ډیر کړکیچن شو. په اصل کې د ۷۰۰۰ کسانو له پاره په جوړو شوو کمپونو کې د شا او خوا ۳۰۰۰۰ کسانو د اوسیدولو اټکل کیده.
زموږ له آرشیف څخه: