دیونان د پناهندگۍ او مهاجرت وزیر دیمیتریوس کاییریدس، د «بيلډ» المانۍ ورځپاڼې ته ویلي چې دغه موافقه باید د برلین په مشرۍ پراختیا ومومي.
کاییریدس وویل: «تر هغې اندازې چې مونږ یې کولی شو خپل د شمالي پولو ساتنه کوو، خو مونږ باید په گډه له لومړنۍ سرچینې پيل وکړو، یعنې اصلي منبع چې ترکیه ده او په دې برخه کې د المان رول واقعاً ستر او ډیر مهم دی.»
هغه دې ته اشاره وکړه چې ټول په دې پوهیږي چې المان په اروپا کې یو مهم لوبغاړی او له ترکیې سره نږدې او متنوع اړیکې لري او پر دې هم پوهیږي چې انقره په اروپا کې د نورو ټولو پلازمېنو په پرتله د برلین خبره ډیره اوري.
د یونان د مهاجرت او پناه غوښتونکو چارو وزیر واضحه کړه: «مونږ غواړو چې برلین له خپل دې نفوذ څخه د ټولو په گټه له ترکیې سره د یوې صادقانه موافقې په رامنځته کولو کې استفاده وکړي، څو د دې موافقتنامې په اساس له لویدیځ او اروپا سره د ترکیې اړیکې یو وار بیا پراخې شي.»
د یونان ساموس ټاپو ته ورځ تر بلې ډیر افغان مهاجر رسيږي
د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ وايي چې په دې ورستيو کې د يونان په ساموس ټاپو کې د افغان مهاجرو شمير لوړ شوی دی. دغه سازمان وايي د ساموس کمپ د مهاجرو ۳۷ سلنه افغانان دي. انځور: Infomigrants/N. Ahmadi د يونان په ساموس جزيره کې د مهاجرو شمير د کمپ له اصلي وړتيا څخه ډير لوړ دی. د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ يو چارواکی وايي چې په دغه مرکز وضعيت کړکيچن دی.
انځور: Infomigrants/N. Ahmadi د ساموس ښاروال انکلو پولوس له دې امله چې په ساموس کمپ کې د مهاجرو شمير د دغه ټاپو د اوسيدونکو په پرتله ډير دي، د دغه کمپ د تړلو غوښتنه يې کړې ده.
انځور: Infomigrants/N. Ahmadi تر۴۰۰۰ زيات کسان په داسي ځای کې ژوند کوي چې هغه ځای په اصل کې د ۷۰۰ کسانو له پاره جوړ شوی دی. ۲۰۰۰ کسان يوازي په داسې خيمو کې ژوند کوي چې دوی په خپله ځان ته درولي دي.
انځور: Infomigrants/N. Ahmadi د قانون له مخې له ترکيې څخه يونان ته رسيدلي مهاجر بايد د يونان په کمپونو کې خپل پناه غوښتنلیکونه وسپاري. خو په کمپونو کې د مهاجرو ډير رش د دې لامل شوی چې مهاجر د پناه غوښتنې ځواب ته ډير وخت په انتظار کې تير کړي.
انځور: Infomigrants/N. Ahmadi په ساموس کې حکومتي چارواکي او ځايي اوسيدونکي وايي چې په ورستيو کلونو کې دغه ټاپو ته د ورتلونکو سيلانيانو په شمير کې ډير کمښت راغلی دی.
انځور: Infomigrants/N. Ahmadi ماشومانو له پاره د ساتيرۍ پروګرامونه په ساموس کمپ کې ډيري ښځي او ماشومان په سخت وضعيت کې خپل ژوند تيروي. په دغه کمپ کې د رضاکارانو يو سازمان د ماشومانو له پاره د ساتيري پروګرامونه جوړوي.
انځور: Infomigrants/N. Ahmadi کمپ ته په تازه رسيدلو مهاجرو کې ۳۷ سلنه يې افغانان، ۲۰ سلنه عراقي، ۱۴ سلنه سوريايي او ۸ سلنه يې د کامرون مهاجر دي.
انځور: Infomigrants/N. Ahmadi زین الله محمدي د خپلي ميندواره ميرمنې او درو ماشومانو سره له غزني څخه يونان ته ځان رسولی دی. هغه اوس په يوه خيمه کې ژوند کوي. هغه د پښو او ملا له درده رنځ وړي. محمدي وايي چې تیره اوونۍ چې باران وريده خیمه يې له اوبو ډکه شوه.
انځور: Infomigrants/N. Ahmadi دغه ماشوم په سيند کې زيږيدلی دی دغه مور وايي چې ماشوم يې د مهاجرت پر لاره په سيند کې په يوه کښتۍ کې زېږولی دی. د دغې ښځې په خبره په کښتۍ کې روغتيايي اسانتياوې نه وې.
انځور: Infomigrants/N. Ahmadi
کاییریدس وویل چې ترکیه د غیر قانوني مهاجرت له پاره یوه اصلي منبع ده، ځکه د مدیترانې سمندر ختیځه لاره کنترولوي او له دې امله اړینه ده چې یوې نوې موافقتنامې ته لاس رسی پيدا شي.
د ترکیې او اروپا ترمنځ په ۲۰۱۹م کال کې یوه موافقتنامه لاسلیک شوې وه چې په هغې کې ترکیې ژمنه کړې وه چې اروپا ته به د غیر قانوني مهاجرتونو د مخنيوي په برخه کې اقدامات کوي.
خو کاییریدس د «بيلډ» ورځپاڼې ته وویل: «ترکیه دغه موافقتنامه نه عملي کوي او د ۲۰۲۰م کال له فیبرورۍ را په دیخوا یې د غیر قانوني مهاجرتونو د بیرته ستنونې ټول موارد، چې د کووید-۱۹ په دلیل ځنډول شوي وو او نور شتون نه لري، درولي دي.»
د هغو مهاجرو شمیر چې په دې وروستیو کې لهترکیې څخه په غیر قانوني ډول یونان ته اوښتل غواړي یو وار بیا لوړ شوی دی.
د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو مرستندویه ادارې (UNHCR) په حواله د سپټمبر میاشتې تر لومړیو پورې ۱۹۶۷۶ کسان له ترکیې څخه د ځمکې یا سمندر له لارې یونان ته رسیدلي دي. دغه شمیر تر هغې لوړ دی، چې یو کال مخکې تر دې یعنې ۱۸۷۰۰ مهاجر په ټول کال کې دغه هیواد ته رسیدلي وو.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص
د یونان او ترکیې تر منځ مرګونی سیند
مهاجر یوازي له ترکيې څخه يونان ته د آژه سمندرګي له لاري د تګ هڅه نه کوي، بلکي د ایوروس یا ماریتسا سیند له لاري هم یونان ته ځانونه رسوي. خو په دغه هڅه کې تل انسانان خپل ژوند بايلي. انځور: DW/M.Karakoulaki د ایوروس سیند پر څنډه په یوناني ژبه پر لوحه باندي لیکل شوي دي چې«احتیاط سرحد دی. د سیند په بله ژۍ ترکیه ده». د روان میلادي کال په اوږدو کې په زرونو مهاجرو هڅه کړې ده چې د خپل ژوند په بیه له دغه سینده په تیریدو سره اروپا ته ځانونه ورسوي.
انځور: DW/M.Karakoulaki یوازې په روان میلادي کال کې د یونان د ایفورس سیند په څنډه کې ۲۹ جسدونه موندل شوي دي. په وروستیو کې د یوه ۱۵ کلن ماشوم مړی موندل شوی وو. د موندل شوو مهاجرو جسدونه د یونان د الکساندرپولي ښار روغتون ته لیږدول کیږي. اوسمهال د روغتون په مرده خانه کې تر لسو زیات جسدونه پراته دي.
انځور: DW/M.Karakoulaki د روغتون په انګړ کې یخچالي کانتینر. دغه کانتنیر د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري د روغتونو په اختیار کې ورکړل شوی دی. ځکه چې د السکاندرپولي روغتون د دې وړتیا نه درلوده چې د ډیرو مړو شوو مهاجرو جسدونه وساتي.
انځور: DW/M.Karakoulaki کله چې ښکاریان، کب نیونکي یا سرحدي چارواکي په سیند کې کوم مړی وویني، لومړی پولیس د تحقیقاتو په موخه دغه ځای ته رسیږي او انځورونه اخلي. تر هغې وروسته مړي د عدلي طب څیړنو له پاره وړل کیږي، چیرې چې پاولوس پاولیدیس، د مړي پر بدن نخښې نښانې لکه تاتو یا خالونه تشخیصوي او د جسد د ډې ان اې، نموني اخلي.
انځور: DW/M.Karakoulaki د پاولس د معلوماتو له مخې په دغه سیند کې زیاتره موندل شوي کسان ډوب شوي وي. خو ځيني بيا د یخنۍ له کبله مړه شوي وي. د هغه په خبره په وروستیو کې د سړک او اورګاډي د پيښو په ترڅ کې د انسانانو مړینه زیاته شوې ده.
انځور: DW/M.Karakoulaki هغه شخصي شیان چې له جسدونو سره موندل شوي په پلاستیکي کڅوړو کې ساتل کیږي، څو د تشخیص پر مهال ترې کار واخیستل شي.
انځور: DW/M.Karakoulaki دا دردونکې پروسه ده چې د مړو شوو مهاجرو پاته شوي شیان په نخښه شي او په کڅوړو کې واچول شي. زیاتره دغه شیان هغه څه وي چې په اوبو کې له منځه نه ځي.
انځور: DW/M.Karakoulaki هغه شیان چې له منځه نه ځي زیاتره موندل شوي شخصي توکي چې د مهاجرو له جسدونو سره موندل کیږي د سرو یا سپینو زرو ګوتې او غاړگۍ وي. پاولس پاولیدیس وایي: «جامې او رسمي اسناد لکه پاسپورتونه زیاتره مهال په اوبو کې له منځه ځي.»
انځور: DW/M.Karakoulaki زیاتره مهال له مړو شوو مهاجرو سره داسي شیان موندل کیږي چې د هغوی له مذهب سره تړاو لري، لکه د بیلګې په توګه د څرمنې دغه ځانګړی کمربند. دا کمربند ښيي چې د دې کمربند تړونکی کس له افریقا سره تړاو لري. که چیرې یو کس وپيژندل شي د هغه پاته شوي شیان د هغه د کورنۍ غړو ته ورکول کیږي، البته د امکان په صورت کې.
انځور: DW/M.Karakoulaki که چیري د یوه مړه شوي مهاجر پيژندنه یا بیرته خپل اصلي ټاټوبي ته استول امکان و نه لري، نو بیا د یونان اړونده چارواکي هغوی خاورو ته سپاري. یا هغوی په زیدرو کې د مسلمانانو په هدیره کې او یا هم په اورستیادا کې د عیسویانو په هدیره کې ښخوي. ۲۱ کلن مطفی رهوان، چې د سوریې د حلب ښار اوسیدونکی وو دغلته ښخ دی.
انځور: DW/M.Karakoulaki