یونان د مهاجرينو د لیږلو په موضوع کي خپل سختگیرانه سیاست ته ادامه ورکوي. د مهاجر پلوه سازمان (پرو ازول) په حواله د ترکیې څخه راغلي مهاجرین د خپل هویت د تثبیتولو له پاره ۶ میاشتي وخت لري او تر هغو پوري به بنديان وي.
اعلان
مهاجر پلوه سازمان (پرو ازول) وايي، دا چي مهاجرين اجازه نه لري، په یونان کي پناه ورکړي، «د بشر د حقوقو په لار کي یوه لویه مانع او عملأ د دغو حقوقو له منځه وړل دي .»
لکه څنگه چي المانۍ ورځپاڼي، وېلټ ام زونټاگ رپوټ ورکړی دی، یوناني چارواکي غواړي د لیسبوس په جزیره کي بند پاته سوي مهاجرين بیرته ترکیې ته ولیږي. د ورځپاڼي په حواله دغه انسانان د دغي جزیرې د مایتلین بندري ښار ته سپارل سوي او د لیسبوس د پولیسو قومندانۍ اطلاع ورکړې ده، چي هغوی (مهاجرين) د «نا مطلوبو مهاجرينو» په لست کي قرار لري او ځکه نو باید اخراج سي.
مهاجر پلوه سازمان (پروازول) پر یونان باندي تور لگوي، چي د مهاجرينو سره د چلند په موضوع کي یې پر قانون ولاړ دولت عملأ نقض کړی دی. د رپوټ پر اساس د ترکیې څخه راغلي مهاجرین د خپل هویت د تثبیتولو لپاره ۶ میاشتي وخت لري او تر هغو پوري به بندیان وي. که هغوی همکاري ونه کړي، نو به ۶ میاشتي نور هم په حبس کي پاته سي. خو د ورځپاڼي په حواله دا لا معلومه نده، چي ایا ترکیه به دغه مهاجرين بیرته ومني او که څنگه؟
تر هغه وروسته چي ترکیې اعلان وکړ، اروپا ته د مهاجرينو د تگ مخنیوی نه کوي، یونان د ۳۰ ورځو لپاره د پناه غوښتني قانون تعلیق کړ. په دې اساس نو هغه مهاجرين چي په همدې وخت کي په غیر قانوني ډول سره دغه هیواد ته ورداخلیږي، د پناه د ورکولو حق نه لري او ډیر ژر باید بیرته اخراج سي.
مهاجر پلوه سازمان (پرو ازول) همدارنگه پرون شنبه (د مارچ میاشتي ۱۴مه) په یونان کي د «قوانیونو د نقصیدو په مورد کي» د اروپا د اتحادیې د کورنیو چارو د وزیرانو پر سکوت باندي هم سخت انتقاد کړی دی. د همدغه سازمان په حواله د څو ورځو راهیسي د لیسبوس په جزیره کي ۵۰۰ مهاجرين په یوه جنگي کښتۍ کي په «غیر انساني او تحقیر آمیزه شرایطو» کي بند پاته دي او د پناه غوښتني د حق څخه محرومه دي. د هغوی په منځ کي ډیر فامیلونه، ښځي او کوچنیان هم شامل دي.
د ترکیې او یونان ترمنځ سرحد کي قهریدلي مهاجر
مخ پر وړاندي تېښته: په زرونو مهاجر د ترکیې او یونان ترمنځ سرحد ته رسیدلي دي. تر دې مخکي د ترکیې ولسمشر اعلان کړی وو چي اروپايي ټولني ته به د مهاجرو د ورتگ مخه ونه نیسي.
انځور: Reuters/H. Aldemir
له اغزنو کټارو څخه تیریدل امکان نه لري
پناه غوښتونکي د پولې د پرانیستلو په هیله ول، خو له اوښکي بهوونکي گاز او اغزنو کټارو سره مخامخ سول. د جمعې له ماښام راهیسي مخ پر زیاتیدونکي ډول مهاجرو د یونان او ترکیې ترمنځ پر پوله هجوم وروړی. زیاتره دغه کسان د کوچنیو بکسونو او ډیرو لږو شخصي شیانو سره پر لاره دي. دا په داسي حال کی ده چی هوا هم ډیره سړه ده.
انځور: picture-alliance/AA/G. Balci
د مهاجرو شمیر مخ پر زیاتیدو دی
خو له یونان سره سرحد تړلی دی. د پاڅارکولې په سرحدي سیمه کې د شنبې په ورځ شاوخوا ۳۰۰۰ مهاجر راټول سوي ول. زیاترو یې اور بل کړی وو، څو له یخنۍ ځان وساتي. د هغوی په منځ کې کورنۍ او کوچنیان هم شامل دي. د ترکیې د ولسمشر اردوغان په حواله د تیرې جمعې راهیسي ۱۸ زره مهاجر د اروپایی ټولنې پولې ته رسیدلي او ښایي د هغوی شمیر ۳۰ زرو ته ورسیږي.
انځور: picture-alliance/AA/G. Balci
ټوله ورځ له اوښکي بهوونکي گاز څخه کار اخیستل کیږي
د یونان سرحد ته څیرمه د اوښکي بهوونکي گاز او مرچو سپرې تور لوگي ټوله سیمه نیولې ده او پر یوناني پولیس د ډبرو ګوزارونه کیږي. د شنبې په ورځ د مهاجرو او سرحدي پوستو ترمنځ آخ او ډب رامنځ ته شو. د عینی شاهدانو په حواله د ترکیی او یونان ترمنځ سرحد، یوې حائلی سیمه کی شاوخوا ۵۰۰ انسانان راټول سوي ول.
انځور: Reuters/H. Aldemir
په یوروس کې د کښتۍ ماتیدل
یوې سوریایی مور او د هغې ماشوم هڅه کوله په یوې کښتۍ کې د یوروس په نامه سرحدي اوبو څخه تیر سي. مخکې له دې چې هغوی د یونان ساحل ته ورسیږي، کښتۍ یې له اوبو ډکه سوه. ژغورونکې عملې په یوه کوچني ټاپو کې هغوی دواړه وژغورل. یوازې هغوی نه دي چې له دا ډول برخلیک سره مخامخ سوي.
انځور: picture-alliance/AA/O. Coban
د اوبو له لارې یونان ته رسیدل
د کښتۍ په مرسته لا یونان ته رسیدل ممکن نه دي. یوناني ساحلي ساتونکو او سرحدي څارونکو د جمعې راهیسی د خپلو معلوماتو له مخې د شاوخوا ۴۰۰۰ غیر قانوني مهاجرو د ورتگ مخه نیولې ده. خو بیا هم مهاجر هڅه کوي چې ځانونه د یونان خاورې ته ورسوي.
انځور: picture-alliance/AA/O. Coban
یوازې لږ کسان خپل هدف ته رسیږي
د یوروس رود د ترکیې او یونان ترمنځ سرحد جوړوي. د شنبې په ورځ په ډلو ډلو انسانانو هڅه وکړه چې د ربړي کښتیو په مرسته ځانونه د یونان ساحل ته ورسوي. خو ډیر کم کسان پر دې کار بریالي سول. په آتن کې د یونان د حکومت یوه ویاند ویلي دي چې دوی خپل سرحدونه چې هغه د اروپایی ټولنې سرحدونه هم دي، ساتلي دي.