1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان: اروپايي اتحاديه دې د مهاجرت په تړون کې اصلاحات راولي

۱۳۹۸ مهر ۱۳, شنبه

د یونان لومړي وزیر کیریاکوس متسوتاکیس د ترکیي او اروپایي اتحادیي ترمنځ موافقتنامې کې د اصلاحاتو غوښتنه کړې ده. هغه غواړي په دې ترتیب سره په یونان کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو ته د رسیدګۍ بهیر ګړندې کړي.

Griechenland Flüchtlinge in Lesbos
انځور: Getty Images/AFP/A. Tzortzinis

د هغې موافقتنامې په اساس چې د ۲۰۱۶م کال په مارچ میاشت کې د ترکیي او اروپایي اتحادیي ترمنځ لاسلیک شوې وه هغه مهاجر چې د آژه سیند د لارې له ترکیي څخه یونان ته رسیږي او په یونان کې د پناهندګۍ مستحق نه ګڼل کیږي، ترکیه یي باید بیرته ومني. خو په دې ډله کې هغه مهاجر نه دي شامل کوم چې مخکې تر دې د یونان له ټاپوګانو څخه د دغه هیواد نورو برخو ته انتقال شوي دي. د متسوتاکیس د څرګندونو له مخې اتن غواړي په دې برخه کې تغیرات رامنځته کړي.

د اروپا د مهاجرت د چارو کمیسار دیمیتریس اوراموپولوس، د مهاجرت د موافقې د لا زیات پراخولو په موخه د اروپایي اتحادیي د یوه «سیاسي ابتکار» خبره کړې ده. نوموړي په اتن کې له مذاکراتو وروسته وویل«یونان یوازې نه پریښودل کیږي.» په دغو خبرو اترو کې د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر هم ګډون درلود. زیهوفر مخکې تر دې له ترکیي څخه لیدنه کړې وه.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر له یونان څخه د خپل هیواد د ملاتړ ډاډ ورکړ. هغه وویل کوم پناه غوښتونکي چې د اروپا بهرنیو سرحدونو ته راغلي او د پناه غوښتنه کوي باید په لا زیات منطقي توګه له هغه څخه چې تر اوسه پورې یي صورت نیوه تقسیم بندي شي.

زیهوفر ویلي دي چې د یونان او نورو اروپايي هیوادونو چې د اروپا په باندنیو سرحدونو کې موقعیت لري، نه ملاتړ به د پناهندګۍ د سیاست د هرج او مرج سبب شي.

وروسته تر دې چې له ترکیي څخه یونان ته د مهاجرو ورتګ بیرته زیات شوی دی، د یونان په ټاپوګانو کې د پناه غوښتونکو کمپونه تر ګنجایش ډیر ډک شوي دي. د ترکیي ولسمشر رجب طیب اردوغان د روان کال په سپټمبر میاشت کې ګواښ وکړ چې که هیواد یي لا زیاتي بین المللي مرستې ترلاسه نه کړي، نو د اروپا پر لور به د مهاجرو پر مخ خپل سرحدونه خلاص کړي.

اردوغان د نورو ترڅنګ د سوریي په شمال کې د یوې امنې ساحې د رامنځته کولو غوښتنه کوي چې په هغې کې سوریایي مهاجر میشت شي.     

(AFP) /sn/aa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل