د یونان حکومت له اروپايي ټولني څخه د یوه بل پلان غوښتنه کړې ده، په هغه صورت کي چي که ترکیه نور د مهاجرو تړون مراعت نه کړي. د یونان د مهاجرو وزیر ویلي دي،چي موږ په هر صورت یوه «پلان ب» ته اړيتا لرو.
انځور: Getty Images/AFP/B. Kilic
اعلان
د یونان د مهاجرو وزیر (یانیس موڅالس) د چهارشنبه په و رځ (۲۰۱۶ م کال د اگست دریمه) د «بیلډ» المانۍ ورځپاڼي ته ویلي دي چي د ده حکومت د انقرې له خوا د مهاجرينو د موافقتنامې د ناکامه کیدو څخه «ډیر ناارامه» دی.
ده زياته کړې ده چي اروپايي ټولنه باید پردې باندي فکر وکړي چي که ترکیه خپل سرحدونه بیرته د مهاجرو پرمخ خلاص کړي. په عین حال کي موڅالس د اروپايي ټولني له هيوادونو څخه د مهاجرو د لا ډیر اخیستلو غوښتنه وکړه.
د ده په خبره :«مهاجرین باید د اروپايي ټولني پر ټولو هیوادو باندي په مساوي ډول تقسیم سي او نه پر یوه یا دوو هيوادونو باندي.»
ترکیه اوس په جدي ډول سره غواړي چي وگړي یې تر اکتوبر مياشتي پوري د اروپايي ټولني هيوادو ته بې له ویزې د ورداخلیدو اجازه پیدا کړي.
دا هغه څه دي چي اروپايي ټولني د مهاجرو تړون د لاسليکېدو پر وخت منلې او ژمنه یې کړې وه. ترکيې اوس خبرداری ورکړی دی چي که دغه وعده پوره نه سي نو تړون به هم نور مراعت نه کړي.