1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهیونان

یونان: په ځنګلونو کې د اور ۱۸ قربانیان ښايي کډوال وي

۱۴۰۲ شهریور ۱, چهارشنبه

د یونان د اور وژنې چارواکو اعلان کړی دی چې د ترکیې پولې ته څیرمه ېې په یوه ځنګله کې د ۱۸ کسانو مړي موندلي چې اټکل کیږې کډوال به وي.

د یونان د الکساندروپولیس په سیمه کې د ځنګل اورونه
د یونان د الکساندروپولیس په سیمه کې د ځنګل اورونهانځور: ALEXANDROS AVRAMIDIS/REUTERS

د دې هیواد د اور وژنې ادارې ویاند یانس ارتوپیوس وویل، د قربانیانو جسدونه د الکساندرو پولیس ښار په شمال کې موندل شوې. ویل کیږې دا هغه سیمه ده چې ډیر وختونه د غیرقانوني کډوالو لخوا یونان ته د ورتلو له پاره ترې کار اخیستل کیږي.

ارتوپویس وویل له هغه ځایه چې په یاده سیمه کې د هیچا د ورکیدو راپور نه دی ورکړل شوی موږ پلټنه کوو چې دا ممکن هغه خلک وي چې یونان ته په غیرقانوني ډول ننوتلي وي.

له څو ورځو راهیسې د یونان په شمال ختیځه سیمه او همدارنګه د دغه هېواد په یو شمېر نورو سیمو کې اور لګېدنه شوې ده.

هغه کډوال چې له ترکیې څخه په ناقانونه توګه یونان ته د اوروس سرحدي سمندرګي له لارې ننوځې ډېر وختونه د دادیا په ځنګلي سیمه کې پټیږي.

د اور وژونکي الوتکه انځور: Nicolas Economou/REUTERS

له هغه وروسته چې د دوشنبې په ورځ په سیمه کې د یوه بل مشکوک کډوال جسد وموندل شو ورسره د اورلګیدني د قربانیانو شمیر ټولټال ۲۰ کسانو ته ورسید.

هاخوا چې د دوشنبې په ورځ د آتن په شمال کې د یوه بوډا شپانه جسد هم موندل شوی وو.

د ویلو ده چې د اور شعلې دیونان په شمال ختیځ کې په بې کنټروله توګه په خاص ډول د اویا او کیتنوس ټاپوګانو او د آتن په شمال کې د بوئوتیا په سیمه کې خپریږي او د قوي بادونو او د تودښت تر ۴۱ درجو پورې خطرناک ترکیب رامینځ ته کوي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب