1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورينآسیا

یونیسف له زلزله ځپلو کوچنیانو سره د سمدستي مرستو غوښتنه کړې

حسین سیرت | ګل غوټې پوپل
۱۴۰۴ شهریور ۲۴, دوشنبه

د ملګرو ملتونو له کوچنیانو څخه د ملاتړ سازمان یا یونیسف ویلي دي چې د کونړ او ننگرهار ولایتونو په زلزلې کې ۱۱۷۲ کوچنیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. یونیسف ویلي دي چې یوازې پاته سوي کوچنیان سمدستي ملاتړ ته اړتیا لري.

یونیسف ویلي دي چې کوچنیان د افغانستان په ختیځ کې د اگست د ۳۱ مې نیټې د زلزلې تر ټولو دروند بار پر اوږه وړي.
یونیسف افغان زلزله ځپلو کوچنیانو ته د سمدستي مرستوغوښتنه کړېانځور: Sayed Hassib/REUTERS

د ملگرو ملتو له کوچنیانو څخه د ملاتړ ادارې یا یونیسف د يکشنبې په روځ ویلي دي چې د افغانستان په ختیځ کې د کونړ او ننگرهار ولایتونو د زلزلې د قربانیانو څه د پاسه نیمايي برخه کوچنیان جوړوي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي ډاکتر تاج الدین اویواله، د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې وویل: «هغه څه چې ما لیدلي، سخت ویجاړوونکي ول.»

یونیسف ویلي دي چې کوچنیان د افغانستان په ختیځ کې د اگست د ۳۱ مې نیټې د زلزلې تر ټولو دروند بار پر اوږه وړي.

د ملگرو ملتو دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې «ژمی په رارسېدو دی، وخت په چټکۍ سره د تیریدو په حال کې دی.»

اړوند:یونیسف: په افغانستان کې نیم میلیون انسانان له زلزلې اغیزمن سوي

یونیسف ویلي دي چې له سمدستي اقدام پرته د افغانستان په دغو دوو ولایتونو کې زلزله ځپلي بې له سرپناه، خوراک او روغتیايي مراقبتونو له ساړه ژمي سره مخامخ دي.

افغانستان کې زلزله؛ ۴۹ کلیو کې ۵۲۳۰ کورونه ویجاړ شوي

02:46

This browser does not support the video element.

دیونیسف  استازي ویلي دي چې په دغو دوو ولایتونو کې پرله پسې زلزلې ددې سبب سوي دي چې خلک »له ناروغیو او رواني ټپونو« سره مخامخ سي.

په وروستۍ زلزله کې، په کونړ کې څه د پاسه ۲۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او له ۳۰۰۰ څخه ډېر کسان ټپیان سول. په دغه زلزله کې ۶۷۰۰ کورونه هم ویجاړ سول او په ځینو مواردو کې د یوه کلي ټول کورونه په ویجاړیو واوښتل.

د یونیسف استازي وویل: «هغه کوچنیان چې یوازې پاته دي او خپلې کورنۍ یې له لاسه ورکړي دي، د اوږد مهال له پاره دغه تراوما یا ناوړه رواني حالت تجربه کوي.»

هغه ټینگار وکړ چې په افغانستان کې پرله پسې بحرانونو او پراخې بې وزلۍ له دغو کوچنیانو  د ماشومتوب خوشحالۍ ورڅخه اخیستې ده.

د ښځینه مرستندویانو پر فعالیت ټینگار

له بلې خوا د ملگرو ملتو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر (اوچا) هم ویلي دي چې په زلزله ځپلو سیمو کې ښځې او نجونې سختې زیانمنې سوې دي. د ملگرو ملتو دغه بڼسټ ټینگار کړی دی چې د افغانستان په ختیځ کې، ښځو او نجونو ته د مرستې رسول، په سیمه کې د ښځینه مرستندویانو حضور ته اړتیا لري.

اړوند:«طالبان دي ښځينه مرستندوياني له محدوديتونو معاف کړي»

اوچا پر خپله ایکس پاڼه لیکلي دي: «موږ له خپلو نورو شریکانو سره هلې ځلې کوو، ترڅو ښځینه مرستندویانې، قرباینانو ته د مرستو په رسولو کې مهم نقش ولوبوي.»

ملگرو ملتونو له تمویل کوونکو غوښتي چې لاس په کار سي

په افغانستان کې د ملگرو ملتو د سياسي استازولۍ (يوناما) مشرې،روزا اوتنبایوا، د ژمي په رارسیدو سره له تمویل کوونکو غوښتي دي چې د افغانستان په ختیځ کې له زیانمن سوو کسانو څخه د ملاتړ له پاره لاس په کار سي.

مخکې له دې د ملگرو ملتو د بشري مرستو د همږغي کوونکي دفتر «اوچا» هم د هغو نیم میلیون انسانانو له پاره چې په دا وروستیو کې د افغانستان په ختیځ کې زلزلې له امله اغیزمن سوي دي، د ۱۳۹،۶ میلیونو ډالرو عاجلو مرستو غوښتنه کړې وه.

روزا اوتنبایوا، همدارنگه د افغانستان په ختیځ کې، زلزله ځپلو ته د مرستو په رسولو کې د ښځو پر حیاتي نقش ټینگار کړی دی. طالبانو  په ۲۰۲۲ م کال کې ښځې په داخلي او نړیوالو غیر دولتي سازمانونو کې له کار کولو منع کړې او یو کال وروسته یې دغه بندیز د ملگرو ملتو دفترونو ته غځولی وو.

د زلزله ځپلو سيمو وضعيت او پر ښځينه ډاکترانو د محدويت اغیز

33:24

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل