د یونیسف د ارزوني له مخي اقلیمي بدلون د څه ناڅه یو پر څلورم میلیارده کوچنیانو او تنکي ځوانانو پر زده کړو خپل اغیز اچولی دی. د ملگرو ملتونو د کوچنیانو د ملاتړ ادارې څرگنده کړې ده چي تیرکال د هوا د بحراني وضعیت له امله په ۸۵ هیوادونو کي څه ناڅه ۲۴۲ میلیونه کوچنیان له زده کړو څخه بې برخي سول.
اړوند:ملګري ملتونه: د پاکستان په پنجاب کې سمي لوګی ماشومان له خطر سره مخ کړي
په تیره بیا افغانستان ، بنګله دیش، موزمبیق، پاکستان او فلیپین کي کوچنیان د اقلیمي بحرانونو له امله د ښوونځیو د تړل کیدو یا درس له لغوه کیدو څخه اغیزمن سوي دي. په دې برخه کي سخته ګرمي تر ټولو لویه ستونزه بلل کیږي.
په نوي ډهلي کې هوا په بې سارې توګه ککړه شوې
د هند چارواکو د هوا د ککړتیا د کمیدو له پاره په نوي ډهلي او شا او خوا سیمو کې له شخصې موټرو څخه په استفادې بندیز لګولی دی. په نوي دهلي کې هوا دومره ککړه ده چې اعلی وزیر هغه د ګاز له یوې خونې سره پرتله کړې ده. انځور: Getty Images/AFP/S. Hussain په نوي دهلي کې په وروستیو درو کلونو کې د هوا ککړتیا لوړ حد ته رسیدلې ده. د دوشنبې په ورځ د دغه ۲۰ میلیوني ښار د هوا د کیفیت شاخص ۴۳۶ وو، یعنې د توصیه شوې حد څخه نهه وارې لوړ.
انځور: picture-alliance/Photoshot/P. Sarkar سخت دود د نوي دهلي مرکزي سیمي پوښلي دي، چې زیاتره پلي ګرځیدونکي او پر بایسکل سپاره کسان ماسک اغوندي. چارواکو روغتیایي بیړنی وضعیت اعلان کړی او خبرداری یې ورکړی دی چې هغه کسان چې له تنفس او د سترګو د سوځیدو ناروغیو کړیږي، دغه ستونزه به یې لا ډیره شي.
انځور: Getty Images/AFP/S. Hussain د دهلي «انډیا ګېټ» چې د پلازمېنې یو له مهمو ملي یادګارونو څخه دی، زهرجنې وریځ پوښلی وو. د هوا دغه ککړتیا د دې سبب شوه چې د هند ستره محکمه تر سه شنبې ورځې پورې په ښار کې د ساختماني چارو کارونه ودروي. چارواکو په مؤقتي توګه ښوونځي هم تړلي او په میلیونونو ماسکونه یې پر خلکو ویشلي.
انځور: picture-alliance/AA/J. Sultan د دهلي اعلی وزیر اروند کجریوال چې دغه ښار یې د ګاز له یوې خونې سره پرتله کړی وو د ټویټر په ټولنیزه شبکه کې په خپرې شوې یوې ویډیو کې ویلي دي چې «هر لوري ته دود دی او د ځوانانو، ماشومانو او زړو خلکو په شمول خلک په مشکل سره ساه اخیستی شي.»
انځور: picture-alliance/Xinhua News Agency/P. Sarkar دا چې د ککړې هوا پر وړاندې مبارزه وشي، چارواکو د پلازمېنې پر نیمایي شخصي موټرو بندیز لګولی دی. د دغو مقرراتو له مخې هغه موټر چې د نمبر پلیټ وروستۍ شمیره یې طاق ده په ورځ او هغه موټرې چې د نمبر پلیت وروستۍ شمیره یې جفت ده په بله ورځ پر سړکونو د ګرځیدو اجازه لري. موټرسایکلونه، او عامه ترانسپورت له دې مقرارتو استثنا ګرځول شوي.
انځور: DW/A. Ansari د نوې طرحې د رعایتولو غوښتنه دغه داوطلب ترافیک یوه لوحه له ځانه سره لیږدوي چې له موټر چلوونکو څخه د طاق او جفت د طرحې د مراعاتولو غوښتنه کوي، څو د هوا ککړتیا راکمه شي. تر ۶۰۰ زیات پولیس او داوطلب کسان ګمارل شوي دي چې د نوو مقرراتو د نه مراعات کولو په صورت کې سرغړونکي تر ۴۰۰۰ هندي کلدارو جریمه کړي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Swarup کارپوهان خبرداری ورکوي چې پر موټرو محدودیت وضع کولو د دغه ستونزې پر وړاندې د مبارزې له پاره کافي نه ده. د چاپیریال ساتنې د سیاست شنونکي سدهارت سنګ، د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «که چیرې د هوا ککړتیا د نقلیه وسایلو له ترافیک څخه وای، نو دا بیا یوه حل لاره وه.» د هغه په خبره اوسمهال دا کومه حل لاره نه ده، ځکه چې شخصي موټر په دغه ستونزه کې کوچنۍ ونډه لري.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Swarup هند، چې د څو ښارونه هوا یې ککړه ده هر چا د چارواکو سپارښتنه ته چې په کور کیني غوږ نه دی نیولی. د دهلي اوسیدونکي د ککړې هوا له زیاتې کچې سره نابلده نه دي او زیاتره کسان په عادي ډول خپل ژوند کوي. د روغتیا د نړیوال سازمان د معلومات له مخې د هند لس ښارونه په هغه ډله کې شامل دي چې هوا يې ډیره ککړه ده.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/N. Kachroo
یوازي د ۲۰۲۴م کال په اپریل کي دغه ډول حالت ۱۱۸ میلیونه زده کوونکي اغیزمن کړل. په هغه وخت کي د مثال په ډول په فلیپین او بنگله دیش کي مکتبونه وتړل سول.
اړوند:څرنگه له ککړي هوا څخه ځان وژغورو
د نوموړي څیړني له مخي جنوبي آسیا د ۱۲۸ میلیونو زده کوونکو په لرلو سره تر ټولو زیاته اغیزمنه سوې ده. په ختیځه آسیا او پاسیفیک کي د ۵۰ میلیونونو کوچنیانو زده کړي اغیزمني سوې. د ال نینو اقلیمي پدیدې همدارنگه پر افریقا باندي هم خپل اغیز واچاوه. لکه په ختیځه افریقا کي د سختو بارانونو اوریدل او سیلابونو رامنځته کیدل او د افریقا د جنوب په ځینو برخو کي سخته وچکالي.
د یونسف مشرې، کترینا روسل څرگنده کړې: «کوچنیان تر ټولو زیات داقلیم له امله بحرانونو له عواقبو لکه، مخ پر زیاتیدونکي گرمۍ، طوفانونو، وچکالیو او سیلابونو څخه اغیزمن کیږي.» هغې دغه څرگندونې د زده کړو د نړیوالې ورځي په مناسبت وکړې چي له ۲۰۱۸م کال راهیسي هر کال د جنورۍ پر ۲۴ لمانځل کيږي.
د کابل هوا ډیره ککړه دهThis browser does not support the video element.