یونیسف د معلمانو د دوو میاشتو معاشونه ورکوي
۱۴۰۰ اسفند ۲, دوشنبه![Schule in Afghanistan](https://static.dw.com/image/59226575_800.webp)
یونیسف د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلې دي چې د ابتدایه او منځنیو ښوونځیو د استادانو د جنورۍ او فبرورۍ میاشتو معاشونه ورکول کیږي چې د اروپایي اتحادیې له لوري تمویلیږي. دغه حق الزحمه د سلو امریکايي ډالر معادل په افغانیو ورکول کیږي.
د افغانستان له پاره د یونیسف مشر محمد آیویا، ویلي دي: «له میاشتو بې ثباتۍ او ستونزو وروسته، اوس خوښ یو چې د افغانستان د دولتي ښوونځیو د ښوونکو له پاره بیړنی ملاتړ چمتو کوو، هغه ښوونکی چې د ماشومانو د زده کړو او ښوونې او روزنې د دوام له پاره له هیڅ ډول هلو ځلو ډډه نه ده کړې.»
د یونیسف د اعلامیې له مخې «د ټولو لومړنیو او منځنیو ښوونځیو، د تخنیکي او مسلکي زده کړو او د ښوونې او روزنې مرکزونو (دارالمعلمین)» ښوونکي به له دغو مرستو برخمن شي.
د رویټرز خبري آژانس د رپوټ له مخې د تیر میلادي کال د اگست میاشتي په نیمایي کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته افغانستان له اقتصادي کړکېچ سره مخامخ دی. زیاته شوې ده چې د بندیزونو له کبله پر بانکي سکتور باندې محدودیتونه او د پراختیایي مرستو د دریدو وروسته طالبان په دې هڅه کې دي چې د دولتي مامورینو معاشونه برابر کړي.
نړیواله ټولنه له دې سره لاس او ګریوان ده چې د طالبانو حکومت د پر رسمیت پیژندلو پرته څه ډول ښکیل شي او د دیپلوماتانو په وینا کله چې له طالبانو سره خبرې کوي نو د نجونو تعلیم یې مهمه غوښتنه وي.
طالبانو د نجونو د تعلیم د پلانونو په برخه کې ناڅرگند دي او په زیاترو ولایتونو کې تر شپږم ټولگي پورته د نجونو ښوونځي لا هم تړلي پاتې دي. خو دغې ډلې ویلي دي چې د نجونو د ښوونځیو پرانیستل پلان کوي او څه موده وړاندې یې د دولتي پوهنتونو د بیرته پرانیستل کیدو اعلان وکړ.