یونیسف طالبانوته: د نجونو د زده کړو ویجاړوونکی بندیزلغوه کړئ
۱۴۰۴ شهریور ۲۷, پنجشنبه
د کوچنیانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) اجرایوي مدیرې کاترین راسل د چهارشنبې په ورځ ( ۲۰۲۵ م کال د سپټمبر ۱۷مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې په روان کال کې له گاونډیو هیوادونو څخه د څه د پاسه دوه میلیونه افغانانو په بیرته ستنیدو سره به، د هغو نجونو شمیر زیات سي چې له زده کړو څخه محرومیږي.
د مرستندویه ښځو پر حیاتي نقش باندې ټینگار
په اعلامیه کې راغلي دي چې د افغانستان په ختیځ کې له ویجاړونکي زلزلې وروسته چی د ۱۱۷۲ کوچنیانو ژوند یې واخیست، د مرستو رسولو په برخه کې د تحصیل کرده او روزل سویو ښځو حیاتي نقش هیڅکله دومره څرگند نه ؤ.
په اعلامیه کې راغلي دي چې مرستندویه ښځې د بشري مرستو د هلو ځلو له پاره ضروري دي، ځکه په هغه ټولنه کې چې جنسیتي جلاوالی ډیر دی، نارینه کارکوونکي هم د ښځو او کورنیو غوښتونو ته د رسیدگۍ اجازه نه لري. راسل ټینگار کړی دی چې :«که غواړئ چي دغه شغل او ډېر نور شغلونه وساتل سي، نو باید نجونې زده کړې وکړي.»
« زموږ د عصر ښکاره بې عدالتي»
په وینا کې راغلي: «په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې کوچنیان د زده کړو په روانه میاشت کې درسي ټولگیو ته بیرته ستنیږي، د افغانستان نجونې له دغه اساسي حق څخه محرومې دي. دا زموږ د عصر له ښکاره بې عدالتیو څخه یوه ده.»
اړوند:یونسکو: نړۍ دې پر طالبانو فشار راوړي څو نجونو او ښځو ته د زده کړو اجازه ورکړي
په دغې اعلامیې کې ټینگار سوی دی، چې که افغانستان غواړي پرمختگ وکړي، نو باید دنجونو له پاره د زده کړو زمینه برابره سي.« دغه بندیز د هیواد د اوږدمهال ثبات او پرمختگ له پاره ژور گواښ دی. هیڅ هیواد نه سي کولای وغوړیږي، کله چې یې د ټولنې نیمايي برخه شاته پاته وي. که افغانستان وغواړي مخ ته ولاړ سي، د ښځو او نارینه وو بشپړ مشارکت ته اړتیال لري ترڅو کاري ځواک او اقتصادي پراختیا پیاوړې کړي او د پرمختگ په درشل کې یوه هیواد اړتیاوي پوره کړي.»
اړوند:یونیسف: افغان نجونو ۳ میلیارده درسي ساعتونه له لاسه ورکړي دي
په اعلامیه کې ټینگار سوی چې د افغانستان نجونې د پوهنتون پر درسونو سربیره نور څه هم له لاسه ورکوي؛ یعنې دا چې هغوی له ټولنیزو اړیکو، شخصي ودې، آینده ته د شکل ورکولو له فرصت او خپلو هیلو ته له رسیدو څخه محرومیږي.
د یونیسف اجرایوي مدیرې په دغه اعلامیې کې ویلي دي: «زه په خاص ډول د هغو په میلیونو نجونو په هکله اندیښمنه یم چې په کورونو کې بندیانې دي او له دغې انزوا څخه اغیزمنې سوې دي. په یونیسف کې زما همکاران د رواني ناروغیو د ستونزو د زیاتیدو، مخکې له وخته ودونو او د زیږون د لوړې کچې د ثبتولو په حال کې دي. دا هرڅه د مخنیوي وړ دي.»
یونیسف د طالبانو د ادارې له چارواکو غوښتي دي چې: «دغه ویجاړوونکی بندیز لغوه کړي او په افغانستان کې ټولو نجونو ته اجازه ورکړي چې له لومړي ټولگي څخه تر دوولسم ټولگي پورې مکتبونو ته ولاړې سي.»