1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
غذايي مصئونيتآسیا

په نړیوالو بحرانو کې له خپلو حقونو محروم په میلیونو کوچنیان

گل غوټۍ پوپل | یي ډي پي،کاتولیکي خبري آژانس،آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ دی ۹, سه‌شنبه

یونیسف خبرداری ورکړ چې د نن ورځې په اندازه هیڅکله کوچنیانو په بحراني سیمو کې ژوند نه دی کړی. یونیسف د کوچنیانو له حقونو څخه د پراخې سرغړونې، لوږې د زیاتیدو او د څو لسیزو لاس ته راوړنو له ضایع کیدو څخه اندیښنه ښووولې ده.

یو ماشوم د سوډان په دارفور کې د ډوډۍ په لټه کې
د یونیسف په حواله په میلیونو کوچنیان په نړیوالو بحرانونو کې له خپلو حقونو محروم ديانځور: UNICEF/Xinhua/IMAGO

یونیسف په خپل کلني رپوټ کې وايي چې په نړۍ کې تقریباً هر پنځم ماشوم، د دغه ډول بحران تر اغیز لاندی دی، چې دا د ۱۹۹۰مو کلونو په پرتله تقریباً دوه برابره دی.

د ۲۰۲۵م کال له پاره لا دقیقې شمیرې په لاس کې نسته، خو یونیسف ټینگار کوي چې سږکال د میلیونونو نجونو او هلکانو له پاره د کوچنیانو له حقونو څخه له پراخې سرغړونې مل و.

په بحران ځپلو سیمو لکه، غزې، سوډان او اوکراین کې کوچنیان هره ورځ د جگړو په نتیجه کې له خطرونو، لوږې او اساسي خدماتو له کمښت سره مخامخ دي.

د آلمان د یونیسف اجرايي مدیر کریستیان شنایدر، د وروستي رپوټ په معرفي کولو کې په کولن کې وویل: "په جنگ ځپلو سیمو کې کوچنیان، له هغه واقعي کوچنیوالي څخه ډیر جلا دي چې واقعاً یې وړ وي. له هغوی څخه ډیری یې د خپګان، د خوب له اختلالاتو، او د ودې ځنډ یا پرمختیایي اختلالاتو څخه زوریږي."

شاوخوا ۴۳ میلیونه خوارځواکي کوچنیان

ملگرو ملتونو همدارنگه د کوچنیانو له حقونو څخه د پراخې سرغړونې او بشردوستۍ د مرسته رسولو په وړاندې د بریدونو ترټولو لوړه کچه ثبت کړې ده. د یونسف د رپوټ له مخې، یوازې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې، د کانگو په ډیموکراټیک جمهوریت کې د جنسي تاوتریخوالي له ۳۵ زره څخه اضافه پیښې ثبتې سوي دي. همدارنگه په دغه افریقايي هیواد کې په ۲۰۲۵م کال کې د ناروغیو د سخت انتقال چې په تیرو ۲۵ کلونو کې یې ساری نه درلود، رامنځته سوی دی. له لوږې او سؤتغذي سره د مبارزې په برخه کې هم دومره پرمختگ نه دی سوی. په تیره بیا د افریقا په لویه وچه کې د اغیزمنو کوچنیانو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د ملگرو ملتونو سازمان د ارقامو له مخې، په نړۍ کې شاوخوا ۴۳ میلیونه کوچنیان چې له پنځو کلونو کم عمر لري،

له سختي خوارځواکۍ سره مخامخ دي او ۱۵۰ میلیونه کوچنیان هم په مزمن ډول خوارځواکي لري.

د غزې په تراډه کې د کوچنیانو وضعیت همدارنگه حساس دی

په ۲۰۲۵م کال کې د لومړي ځل له پاره په یوه کال کې، په دوو سیمو کې قحطي اعلان سوې ده: د سوډان په ځینو سیمو او غزې تراډه کې. په سوډان کې په ۲۰۲۴م او ۲۰۲۵م کلونو کې د دارفور په څو سیمو کې قحطي اعلان سوې وه.

په غزې تراډه کې هم د ۲۰۲۵م کال په دوبي کې د غزې ښار په ځینو سیمو کې قحطي اعلان سوه، ځکه جگړې او د بشري مرستو محاصرې، وضعیت تر ټولو بحراني کچې ته رسولی و. که څه هم د نوو شمیرو له مخې په اوس وخت کې قحطي نه ده اعلان سوې، خو وضعیت تر دې اندازه حساس دی چې لاهم د غزې په تراډه کې شاوخوا ۱۰۰ زره کوچنیان له سختي غذايي ناامنۍ سره مخامخ دي.

یونیسف: «د سیاستونو او ټولنې ماته»

یونیسف خبرداری ورکړی دی چې وضعیت ښايي لاپسې خراب سي. د دې پرځای چې د سخت فقر له منځه وړلو ته نیژدې سو، د تیرو څو لسیزو لاس ته راوړنې له گواښ سره مخامخې دي: د نړیوالو کړکیچڼو، اقلیمي بدلونونو د عواقبو، نړیوالو مرستو د کمښت، او حکومتي پورونو د زیاتوالي له امله. په اوس وخت کې ۴۱۷ میلیونه کوچنیان د تغذیې، روغتیا، سرپناه، زده کړو او اوبو په برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخامخ دي. 

اړونده موضوع: یونیسف: اقلیمي بحران د میلیونو کوچنیانو زده کړي اغیزمني کړي

شنایدر ټینگار وکړ: «د کوچنیانو فقر او لوږه، یو حتمي برخلیک نه دی لکه یو طبیعي ناورین  چې ناڅاپه او پرته له تیاري رامنځته کیږي. هغه زموږ د نړیوالو پالیسیو او زموږ د ټولنې د کوچنیانو پر وړاندې د ښکاره ناکامۍ استازیتوب کوي.»

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب