د جگړو د ډيرو اړخونو په تاکتيکونو کې دا هم شامل دي، چې پر ماشومانو جنسي تيري وکړي، هغوی وتښتوي او د غلامانو په شان استعمال کړي يا هم کوچنۍ نجوني په جبري توګه واده ته مجبوره کړي. د یونیسيف نوموړي چارواکي یادونه وکړه چې دا ډول وضعیت د ميلونونو هلکانو او نجونو په غير مستقيم ډول د ژوند په بيه تمامیږي او هغوی خوارځواکۍ او رواني ځورونو له امله دردونه او رنځونه گالي.
د یونيسیف د رپوټ له مخې د ۲۰۱۷م کال په تیرو ۹ میاشتو کې په افغانستان کې۷۰۰ ماشومان وژل شوي دي. په نایجریا او کامرون کې بوکو حرام تروریستي ډلي ۱۳۵ماشومان ځانمرگو بریدونو ته مجبوره کړي دي. په عراق او سوریه کې له ماشومان څخه په جگړو کې د ډال (سپر) په توگه کار اخیستل کیږي. په یمن کې د ۱۰۰۰ ورځو جگړو په نتیجه کې تر اوسه پوری ۵۰۰۰ ماشومان وژل شوي او یا ټپیان شوي دي او څه د پاسه یولس ميلیونه ماشومان مرستو ته اړتیا لري.
dpa,kna, UNICEF(A.H/N.Z)
زموږ له ارشيف څخه:
يمن: د ۵۰۰ زرو ماشومانو ژوند په خطر کې دی
له دوو کالو راهيسې سعودي عربستان د لويديځو هيوادونو په ملاتړ په يمن کې هوايي بريدونه کوي. دې هوايي بمباريو هلته وضعه لا پسې خرابه کړې ده. په څانګړي توګه ماشومان د مخ پر زياتيدونکې بې وزلۍ او لوږې کړيږي.
انځور: Reuters/K. Abdullah
د بريدونو هدف
هغه روزنتون چې دا هلک پکښې ژوند کوي، د يمن په پلازمېنه کې د وسلې د يوه احتمالي ګودام څنګ ته پروت دی. له دې وجې د سعودي عربستان په مشرتوب د پوځي ائتلاف الوتکو دا څای څو وارې بمبار کړی. دغه ائتلاف له دوو کالو راهيسې د حوثي ياغيانو پر ضد چې موازي حکومت یې جوړ کړی، جنګيږي.
د يمن د ماشومانو له پاره ښوونځي ته د تګ لار اوږده او له خطرونو ډکه ده. د بندري ښار الحديده دا ماشوم بیا هم ښه دی چې ښوونځی لري او کولای شي پر خره ورشي. خو د يمن کابو دوه ميليونه ماشومان ښوونځي ته نه شي تلای.
انځور: Getty Images/AFP/Stringer
بمونه د چا مخ او شا نه ګوري
په نښتو او هوايي بريدونو کې کابو ۱۶۰۰ ښوونځي ويجاړ شوي دي. خو په هغه څايونو کې چې د ښوونځي ودانۍ لا ولاړي دي هم ماشومانو درس نه شي ويلای، ځکه چي مجبور دي خپلو کورنيو ته نفقه پيدا کړي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Al-Basha
ماشومان هيڅ راتلونکې نه لري؟
يونيسف خبرداری ورکوي: د ډيري بې وزلې او نا اميدۍ له وجې ډيري ميندې او پلرونه دې ته غاړه ږدي چې اولادونه یې د مليشو له خوا جلب شي. نجونۍ بيا د ښه راتلونکي په اميد ژر واده کيږي. دې ادارې پر ښکيلو خواوو او نړيواله ټولنه په يمن کې د خوراک د يوه ناوړه ناورين د مخنيوي له پاره د هلو ځلو غږ کړی.
انځور: Getty Images/AFP/M. Huwais
پر دغه نيمه ټاپو د واک جګړه
هغه شخړه چې په ۲۰۱۳م کال کې د شيعه حوثي ياغيانو او يمن د پوځ د ځينو برخو ته ترمنځ رامنځته شوه، اوس په يوه نړيواله جګړه بدله شوې ده. له ۲۰۱۵م کال راهيسې سعودي جټ الوتکې دغلته هوايي بريدونه ترسره کوي. د حوثيانو پر ضد دې جګړه کې نور عربي هيوادونه او همدا راز امريکا متحد ايالات، فرانسه او برېتانيا له سعودي عربستان څخه ملاتړ کوي.