د زياترو کارپوهانو په آند د دې امکانات ډېر کم وي چي د کرونا له کبله ماشومان ډېر سخت ناروغه سي. داسي اټکلونه هم سته چي ښايي ماشومان د بالغانو په پرتله ژر د کرونا ويروس نه اخلي. خو دا چي د کرونا ويروس اخيستلو وروسته يو ماشوم په کوم شمير نورو انسانانو ته دغه ويروس انتقالوي، لا په بشپړه توګه نه ده تثبيت سوې.
انځور: picture-alliance/abaca/A. Marechal
د عمر د زياتېدو سره ګواښ هم زياتيږي
که له کرونا تر ټولو زيات اغېزمن سوي هيواد متحده ايالاتو ته وکتل سي نو پکښي د هغو کسانو کچه تر دوه فيصده کمه ده چي د کرونا له کبله روغتون ته لېږدول سوي او عمرونه يې تر اتلسو کالو کم ول. په دغه هيواد کي د کويد ۱۹ په ناروغۍ له مړه سوو کسانو څخه صفر اعشاريه يوه سلنه يې تر اتلسو کالو کم عمر لرونکي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Warren
علايم يې ډېر کمزوره يا بالکل نه وي
په چين هيواد کي چيري چي کرونا منبع اخلي يوه څېړنه تر سره سوې. په دغه څېړنه کي هغه ۲۱۴۳ ماشومان معاينه سوي چي ورباندي شک کېده چي په کرونا ويروس اخته سوي او يا په رشتيا په دغه ويروس اخته سوي ول. د څېړنې د پايلو له مخي په ويروس له اختو ماشومانو څخه ۹۴ سلنې يې يا خو له سره په ويروس د اخته کېدو علايم نه لرل او يا يې علايم ډېر کمزور ول.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/A. Fuente
بعضي ماشومان بيا هم ولي له کرونا سخت کړيږي؟
کارپوهان وايي چي کرونا تر اوسه په هغو ماشومانو کي سخته ناروغي رامنځ ته کړې چي تر مخه يې نوري روغتيايي ستونزي لرلې. د متحده ايالاتو په شيکاګو کي يوه څېړنه ښيي چي په مارچ او اپريل مياشتو کي چي د کرونا له کبله کوم ماشومان روغتون ته انتقال کړل سوي ول، پکښي ټولو يې د کرونا تر څنګ نوري روغتيايي ستونزي هم لرلې.
په دې هکله لا ډېرې کمې موندنې سته چي په نوو زېږېدلو ماشومانو کي کرونا څه ډول اغېز لري. البته د تر دمګړي شته معلوماتو له مخي هغه ماشومان چي عمرونه يې تر يو کال کم وي، د نورو ماشومانو په پرتله ژر د کرونا په ويروس اخته کيږي او د نورو ماشومانو په پرتله ورڅخه زيات کړيږي. دا په داسي حال کي چي تر يو کال کم عمر لرونکي ماشومان مجموعا د ويروسي ناروغيو سره زياتي ستونزې لري.
انځور: Reuters/Kham
ايا کرونا ماشومان نه وژني؟
د کرونا ويروس له کبله ماشومان هم مړه سوي دي. البته د بالغانو او زړو انسانانو په پرتله په ماشومانو کي د کرونا له کبله د مړيني کچه کمه ده. له دې کبله دا غلطه خبره ده چي ګواکي ماشومان له کرونا محفوظ دي او دا چي ګواکي هغوی قطعا په دغه ويروس نه اخته کيږي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Manjares
ښوونځي څومره خوندي دي؟
دا چي ښوونځي له کرونا څومره خوندي دي، په ښوونځي کي د نظافت او کرونا څخه د ساتنې په مقصد عملي کېدونکو احتياطي تدابيرو پوري هم اړه لري. خو په اسرائيل کي په ښوونځيو کي د کرونا ويروس د خپرېدو پيښي ثبت سوي. له بل اړخه په شيکاګو کي تر سره سوې څېړنه ښيي چي ماشومان د بالغانو په پرتله د لس ځله څخه تر سل ځله پوري په زياته چټکۍ د کرونا ويروس لېږدوي. البته نورو پلټنو ته هم اړتيا سته.
انځور: Reuters/F. Bensch
په ماشومانو کي د کرونا پيښي ولي کمي دي؟
په ماشومانو کي د کرونا د کمو پيښو څو لاملونه اټکل کيږي. يو اټکل دا دی چي ښايي کرونا نه سي کولای د ماشومانو د بدن په حجرو کي په آسانه او ژر ځان داخل کړي. دويم اټکل دا هم کيږي چي ښايي د ماشومانو د بدن دفاعي نظام د زياتو زکامونو سره تجربه لرلو له کبله د والګيو ضد امکانات لري.
انځور: Reuters/M. Ismail
يوه ډېره کمه پيښېدونکې ستونزه
په ډيرو کمو مواردو کي داسي پېښيږي چي ماشوم په کويد ۱۹ له اخته کېدو څخه يوه مياشت وروسته په (MIS-C) نومي پوست ويرال يا په ويروس له ناروغه کېدو وروسته ناروغۍ اخته کيږي. دغه ته په انګريزي ژبه (Multisystem Inflammatory Syndrome) ويل کيږي چي له کبله يې د ماشومانو د بدن ټول غړي پر يو وخت پړسوب او درد کوي.
انځور: Getty Images/J. McCarthy
کوم ماشومان د (MIS-C) تر زيات ګواښ لاندي وي؟
په ټولو ماشومانو کي نژدې دوه سلنه يې دغه سينډروم يا ناروغي لري. د لومړيو څېړنو د پايلو له مخي دغه ناروغي په هسپانوي او تور پوستو هغو ماشومانو کي زياته موندل سوې چي عمرونه يې د ۸ کالو په شاوخوا کي وي.
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/B. B. Price
ايا ماشومان ژر مبتلا کيږي؟
په آيسلند کي د تر سره سوې يو څېړنې د پايلو له مخي په کرونا د مبتلا کسانو څخه صرف صفر اعشاري اته سلنه يې اوسطا تر لسو کالو کم عمر لرونکي ماشومان دي. اټکل کيږي چي ماشومان د لويانو په پرتله ژر په کرونا نه مبتلا کيږي. په هسپانيه، سويس او ايټاليا کي هم ورته څېړنو ورته پايلي ورکړي دي.
انځور: Getty Images/J. Jordan
ايا د ماشومانو له لاري ويروس ژر خپريږي؟
په سويلي کوريا کي تر سره سوي يوې څېړني پايلي ښيي چي له لسو کالو څخه کم ماشومانو څخه د کورنۍ د غړو د ويروس اخيستل يا په اصطلاح د هغوی له لاري د ويروس د لېږد امکانات ډېر کم وي. زياته سوې چي تر لسو څخه زيات عمر لرونکو انسانانو له لاري له يو انسان څخه و بل انسان ته د کرونا د ويروس د انتقال چانسونه زيات وي.