د آلمان پولیس د یوې ښځې چې دوه ماشومان یې لرل د وژني پېښه څیړي. دغه ښځه په چاقو وژل شوې. پیښه د بایرن ایالت په وړوکي ښار پرین آم کيمزي، کې رامنځ ته شوې ده.
د بایرن پولیسو ویلي دي چې اوس په دې اړه څیړنې روانې دي چې روښانه شي ولي نیول شوي شکمن کس، د دې ښځې په قتل لاس پوري کړی دی. د روزنهایم ښار د پولیسو یوه ویاند د سه شنبې په ورځ ویلي دي: «موږ تر اوسه پورې په دې اړه هیڅ دقیق معلومات په لاس کې نه لرو.»
دا په داسې حال کې ده چې د آلمان بیلد ورځپاڼې ویلي دي چې دغه ۳۸ کلنه ښځه ښايي مسحیت ته اوښتې وه. د پولیسو ویاند زیاته کړې ده چې دغه موضوع به هم د پیښې په اړه د څیړنو پر مهال وپلټي.
ښځه د شنبې ورځي په ماښام د هغې د ماشومانو په مخکي وژل شوې ده. پیښه په عام محضر کې د یوې لویې مغازې مخې ته رامنځ ته شوې ده.
ښځه تر هغه وروسته چې څو واري په چاقو ووهل شوه، روغتون ته هم ولیږدول شوه، خو بیا یې هلته سا ورکړه. د پولیسو په حواله نیول شوی شکمن کس یو ۲۹ کلن افغان دی. دغه کس تر دې مخکې په یوه رواني روغتون کې بستري وو.
هغه ماشومان چې د خپلې مور د وژنې پیښه یې په خپلو سترګو لیدلې ده، اوس د آلمان حکومت له خوا ساتل کیږی.
زموږ له ارشيف څخه:
د وژل سوي آلمانۍ له کورنۍ سره د افغان مهاجرو غمشريکي
د جرمني په فرايبورگ ښار کي د يوې وژل سوي آلمانۍ نجلۍ له کورنۍ سره افغان مهاجرو خپله خواخوږي څرگنده کړه. د دغي آلمانۍ د وژلو په تور يو ۱۷ کلن افغان مهاجر نيول سوی دئ. انځور: DW/M. Saifullah د جرمني په فرايبورگ ښار کي په لسونو افغانان د هغي آلمانۍ نجلۍ له کورنۍ سره د غمشريکۍ په موخه راټول سوي ول، چي د روان کال په اکتوبر مياشت کي وژل سوې ده. د دغي نجلۍ د قتل په تور يو افغان مهاجر نيول سوی دئ.
انځور: DW/M. Saifullah د دغي آلمانۍ نجلۍ مړی تر ورکېدو درې ورځي وروسته په يوه ځنگل کي موندل سوی وو. د پنجشنبې په ورځ د فرايبورگ ښار په مرکز کي افغانانو د ماريا له کورنۍ سره د غمشريکۍ او خواخوږۍ په ښوولو سره شمعې بلې کړې.
انځور: DW/M. Saifullah د افغانانو له خوا جوړو سوو دغو مراسمو کي کډون کوونکي د ماريا په مرگ سخت خوابدي ول.
انځور: DW/M. Saifullah پر افغانانو سربيره آلمانان هم د غمشريکۍ دغو مراسمو ته راغلي ول.
انځور: DW/M. Saifullah په فرايبورگ کي د ماريا له کورنۍ سره غمشريکي.
انځور: DW/M. Saifullah ځينو افغانانو د ماريا په ياد د گلانو گېډۍ له ځان سره راوړي وې. په انځور کي د گلانو په پلرونځی کي يو افغان مهاجر.
انځور: DW/M. Saifullah د يوې وژل سوي آلمانۍ نجلۍ له کورنۍ سره د غمشريکۍ مراسم.
انځور: DW/M. Saifullah دوی د ماريا نوم له بلو شمعو جوړ کړی وو او گلان ئې ورته ايښوول.
انځور: DW/M. Saifullah دغه مراسم د پنجشنبې په ورځ د افغانانو له خوا د جرمني په فرایبورگ ښار کي جوړ سوي ول.
انځور: DW/M. Saifullah