1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

یوه افغانه ښځه دُعا کوی چي سوله یې څلورم میړه وژغوري

۱۳۹۹ مهر ۲, چهارشنبه

تاج بي بي دُعا کوي، چي څلورم میړه یې د طالبانو سره د جنګ څخه بیرته سلامت کورته راسي. هغه هیله منده ده چي میړه یې د خپلو درو نورو وروڼو او د دې د پخوانیو میړنو په سرنوشت اخته نه سي، چي له طالبانو سره په جنګ کي وژل سوي وو.

Afghanistan Taj Bibi betet für Ehemann
انځور: Ahmad Sultan/Reuters

۳۳ کلنه تاج بي بي یوه د دغه ډول ښځو څخه ده، چي یو په بل پسې یې د یوې کورنۍ د څلورو وروڼو سره واده کړی دی او د څلرم میړه څخه اوس حامله هم ده.

تاج بي بي چي میړه یې د یوه درې میاشتني ماموریت له پاره د جنګ اول خط ته تللی دی، هغه ته په اندیښنه کي ده. دا امیدواره ده چي دغه جنګ به دا د څلورم وار له پاره کونډه نه کړي. د هغې درې پخواني میړونه د طالبانو سره په جنګ کي وژل سوي دي.

د بلي خوا که څه هم د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولي مذاکراتو د افغانستان د اوږده او له کړاوه ډک جنګ د ختمیدو امیدواري پیدا کړې ده، خو د دواړو طرفونو تر منځ جنګونه لا هم دوام لري. ویل کیږي چي په ټول افغانستان کي یوازي تیره اوونی د امنیتي قواوو حداقل ۶۰ تنه وژل سوي دي.

تاج بي بي د کونړ د غرني ولایت په صادق آباد منطقه کي اوسیږي. هغه وايي: «زه نه غواړم، چي بیا مي پنځه اولادونه یتیمان سي اود هغوی نفقه هم نه سم برابرولای.» هغې اول وار په ۱۸ کلنۍ کي د امین الله د مشر ورورسره، چي عسکر وو، واده وکړ. ژوند یې ښه تیریدی، تر هغو چي د طالبانو سره په جنګ کي ووژل سو. تر څو میاشتو وروسته یې د بل ورور سره واده وکړ، چي هغه هم عسکر وو.

تراوسه پوري لا هم د افغانستان په ځینو برخو کي داسي رواج موجود دی ، چي په هغه صورت کي چي د یوې ځواني ښځي میړه مړ سي، باید د میړه د یوه بل ورور سره یې واده وکړي. تاج بي بي هم په دغه ډول سرنوشت اخته سوې ده. خو د لمړنی حاملګۍ پر وخت یې دوهم میړه هم په جنګ کي ووژل سو.

«خپل ځان ملامته بولم»

پسله ۹۰ ورځو د کونډتوب له عِدې څخه د میړه د پلار په غوښتنه د دریم ورور، چي د پولیسو یو افسر وو، واده کوي. دریم میړه یې هم په ۲۰۱۷ م کال کي د طالبانو سره په جنګ کي وژل کيږي. په همهغه کال کي تاج بي بي د څلورم ورور سره واده کوي. امین د تاج بي بي سره چي درې واره کونډه سوې هم وه، واده کوي او د کوچنیانو سرپرستي یې هم پرغاړه اخلي.

تاج بي بي د تلیفون له لاري رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «زه کله طالبان ملامت بولم، کله د افغانستان حکومت، کله خارجي قواوي، خو تر ټولو دمخه د دغو ټولو رنځونو او دردونو مقصر خپل ځان بولم.»

تاج بي بي وايي چي څو واره یې د میړه سره ارتباط نیولی او ورڅخه یې غوښتی دي، چي عسکري پریږدي او کور ته راسي. خو هغه ورته وايي چي د ماموریت تر ختمیدو وروسته کور ته راځي. تاج بي بي دُعا کوي، چي د سولي خبري یوې نتیجې ته ورسیږي او څلورم میړه، امین الله یې وژغورل او د مرګ څخه پاته سي: «ژوند مي د میړه په ژوندي پاته کیدو پوري مرتبط دی.»

تاج بي بي چي د کور په کار مشغوله ده، د خپلو اولادو او کورنۍ د ۱۵ کسانو د پالني او روزني مسؤلیت پر غاړه لري. دوی ټول د امین الله او درو وژل سوو میړونو د اکرامیې په ۳۰۰ ډالرو باندي خپل ژوند پرمخ بیايي.

تاج بي بي وايي چي نور کسان یو واري مړه کیږي، خو زه د خپلو میړونو د لاسه ورکولو په سبب احساس کوم، چي درې واره مړه سوې یم: « شاید هم زما د تور بخت په سبب».

زموږ له آرشیف څخه: