1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوه افغان د سوداګرۍ مدیریت له پاره کمپیوټري پروګرام جوړ کړی

۱۴۰۲ خرداد ۲۵, پنجشنبه

د افغانستان د یوې جګړې ځپلې سیمې یوه ځوان داسې آنلاين سیستم جوړ کړی چې د سوداګرو په چارو کې آساني راولي. انجينر بهرام الدين عادل د ګردېز اوسيدونکی دی، چې په چين کې يې د کمپيوټر ساينس په برخه کې لوړې زده کړې کړې دي.

Afghanistan Bahram Adil, IT Experte
انځور: B.A/I.M/DW

انجينر بهرام الدين عادل وايي د سوداګرۍ او راکړې ورکړې په برخه کې يې د «سوداګرۍ مديريت» په نوم د سوداګرۍ او کاروبار يو بريښنايي سيستم جوړ کړی دی چې د سوداګرو چارې آسانه کوي.

د عادل په وينا دغه سيستم يې د دوو کلونو په موده کې جوړ کړی دی چې دغه کار به يې په سوداګري او کاروبار کې د پانګې د شفافيت او روڼ والي په برخه کې اغیزمن تمام شي.

عادل د خپل ابتکار په هکله وويل: «په دې سيستم کې يو دوکاندار او سوداګر کولای شي، چې په ورځني، مياشتني او کلني ډول د خپل کاروبار ګټه، تاوان، د توکو زياتوالی، تولید- غوښتنې، پورونه او نور ورته حسابونه مهار او په شفاف ډول له ځان سره وساتي.»

یوه افغان انجینر د کاروبار د مدیریت له پاره اسانه کمپیوټري پروګرام جوړ کړی دی. انځور: B.A/I.M/DW

عادل زیاتوي چې دغه سيستم په پښتو، دري او انګليسي ژبو ترتیب شوی او د کارخونو، لويو شرکتونو او دکاندارانو له پاره ګټور تماميږي او زیاتوي چې کلنی لګښت یې ۴۸۰۰ افغانۍ ټاکلی دی. انجنیر عادل وايي له دې وروسته به پر دې کار وکړي چې روغتيايي سیستم، روغتيايي توکو او درملو په برخه کې هم په يو څه توپیر ورته سيتسم جوړ کړي.

دی وايي چې دغه سيستم ۱۵ ډوله مدیریت لري لکه د لګښت او زیان، ډيټابیس، پانګونې، د پور او نغدې راکړې ورکړې، خرڅلاو، محصولات او نورو برخو ته د واک ورکړې مديریت موجود دي چې  په سوداګري او کاروبار کې د پانګې د شفافيت او روڼ والي په برخه کې اغیزمن تمامیدی شي.

د پکتيا ولايت سوداګر او پانګوال د دا ډول بريښنايي سيستم له رامنځته کیدو خوښ دي او وايي، چې په خپلو سوداګریزو چارو کې به ترې ګټه واخلي.

د انټرنټ له طریقه د زده کړې او کار زمينې مساعدولو ابتکار

04:26

This browser does not support the video element.

د دغه ولايت یو سوداګر حافظ وايي دوی تر دې مهاله په سنتي ډول سوداګري کوي او وايي که په داسې پرمختللي سیستم يې څوک بلد کړي، دوی کولای شي خپل ټول کار و بار په نوې تکنالوجۍ سمبال کړي، او په ورځنيو چارو کې ګټه ترې واخلي.

حافظ زیاتوي دی له ګاونډيو هيوادونو څخه د تليفونو او برېښنايي توکو تجارت کوي چې تر دې دمه يې په پخواني ډول خپل حساب مخته وړ خو اوس غواړي خپله ټول تجارت د پرمختللې ټکنالوجۍ پر مټ برابر کړي.

حافظ زیاتوي: «زه خوشحاله یم چې زموږ یوه هيوادوال داسې نوی سوداګریز سیستم جوړ کړی او زه غواړم چې خپل کارو بار هم په همدې سیستم ترتیب کړم خو دا به لږ راته سخته وي چې زه په دې برخه کې نپوهيږم که په دغه برخه کې سوداګرو ته لومړی زده کړه ورکړل شي نو ټول سوداګر به له دغه سیستم څخه ګټه واخلي.»

د دې پروګرام جوړونکی وايي چې دا سیستم کارونه اسانه کوي او د هر څه راپور درکوي. انځور: B.A/I.M/DW

د پکتيا ولايت د صنعت او سوداګرۍ خونې مسولین وايي دوی به هڅه وکړي چې سوداګرو ته په دې برخه کې زده کړې ورکړې چې څنګه له نوې ټکنالوژۍ سره خپله سوداګري او کارو بار عیار کړي.

د دغه ولايت د صنعت او سوداګرۍ خونې مشر فضل الدين جلالزی وايي: «د پانګوالۍ او سوداګرو دغه سيستم چې د پانګونې او تجارت د چارو د لا آسانه کيدو له پاره جوړ شوی دی، موږ ته نوی دی، خو هڅه مو داده چې سوداګر او پانګوال دې ته وهڅوو چې له دغه سيستم څخه ګټه واخلي.»

جلالزی وړاندې وايي، په پرمختللې نړۍ کې سوداګري او کاروبار اوس ډیر عصري او پرمختللی دی او د دغه ډول سيستمونو موجودیت دی چې په تجارت کې آسانتیا او روڼتيا رامنځته کوي.

فضل الدين جلالزي زیاتوي: «ډير داسې سوداګر ېې ليدلي چې پر خپلو پانګو او تجارت باندې د نه کنټرول له امله يې په سوداګري کې بې نظمي رامنځته شوې چې شته کاروبار يې له منځه تللی دی.»

په عین حال کې اقتصادي شنونکي وايي چې ژوند ورځ تر بلې له تکنالوجۍ سره تړل کيږي نو ځکه هم د بريښنايي سیستمونو رامنځته کول مهم دي چې د چارو په مديريت او د وخت سپما کې ډیر اغیزمن تماميږي.

د پوهې اوونیزه مجله

25:22

This browser does not support the video element.

انجنیر عزت الله عمرزی وايي د سیستمونو او سافټویرونو شتون بازار را ژوندی کوي، راکړه ورکړه له لیکلې بڼې څخه بریښنايي بڼې ته اوړي او الکترونیکي بڼه په فزیکي لحاظ د پیسو له زړښت څخه هم مخنیوي کوي.

عمرزی وايي: «د بریښنايي سیستمونو جوړول نوې خبره نه ده خو مهمه زیاته ده ځکه چې څومره چې تجارت په آنلاین ډول ترسره کيږي هغومره آسانه کیږي او په دې سره کرنسي ارزښت پیدا کوي، او یوه آساني يې دا هم ده چې هر تجار له خپل ګرځنده مبايل څخه ډیر تجارتي کارونه کولای شي هغه که په سفر وي او یا له کارځای څخه لرې وي خو مهم او بیړني تجارتونه په لنډ ډول او آسانۍ له خپل ګرځنده تلیفون څخه کولای شي.»

هغه وړاندې وايي د بریښنايي سیستمونو یوه لويه ګټه دا وي چې خلک له فزیکي پیسو ګرځولو څخه خلاصیږي او په دې سره د غلا او شوکې مخنیوی هم کيږي.

د دغه جوړ شوي سوداګریز برېښنايي سیستم توپیر د نورې نړۍ له دا ډول سیستمونو سره دا دی چې په دغه سیستم کې له نورې نړۍ په توپیر د افغانستان د سوداګرۍ مارکيټ سره سم د راکړې ورکړې، د پور یا قرض مديريت لري، له انټرنيټ سره او پرته له انټرنيت دواړو حالتونو کې کار کوي، او سوداګر ته دا ښيي چې په یوه ټاکلې موده کې د ده کوم توکي زیات پلورل شوي او کوم توکي يې له ټاکلي تاریخ څخه د تيریدو نيټې ته نږدې دي.

ا.م / خ.ح / ن.ز

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د «آزادۍ له پاره» فضا پروژې په چوکاټ کې چمتو شوی رپوټ دی. انځور: DW Akademie
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل