1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهامریکا متحده ایالات

یوه امریکایي پوځي الوتکه د مدیترانې په ختیځ کې رالوېدلې

۱۴۰۲ آبان ۲۱, یکشنبه

د امریکا سمندري ځواکونو ویلي چې یوې الوتکې یې د تمرینونو پر مهال د مدیترانې سمندر په ختیځه برخه کې سقوط کړی دی. په دې وروستیو کې امریکا په غزې کې د جګړې له کبله خپل یو شمیر جنګي بیړۍ په دې سیمه کې مستقرې کړي دي.

USS Dwight D. Eisenhower
انځور: U.S. Navy/ZUMA/picture alliance

په اروپا کې د متحده ایالاتو د ځواکونو اروپايي قوماندې (Eucom) د یوې اعلامیې په اساس خبر ورکړی چې یوه پوځي الوتکه یې د مدیترانې بحیرې په ختیځ کې را نسکوره شوې ده. ویل کیږي چې په دې اړه څیړنې روانې دي او تر اوسه پورې د دغې الوتکې د لوېدلو دلیل نه دی روښانه شوی. په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې د الوتکې را نسکوریدنه په بشپړ ډول د تمریناتو پورې اړه درلوده او د خصمانه فعالیت په اړه هیڅ کومه نښه نه ده لیدل شوې.

دغه پيښه د جمعې په ماښام (د ۲۰۲۳م کال د نومبر میاشتې ۱۰ نیټه) رامنځته شوې ده. تر اوسه پورې داسې دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي چې دغې الوتکې د کوم نظامي واحد پورې اړه درلوده.

د دې اعلامیې په یوه برخه کې وضاحت ورکړل شوی دی: «د دې پيښې اغیزمنو شویو کورنیو ته د درناوي په دلیل، مونږ نه غواړو چې اوسمهال په دې پيښه کې د دخیلو کسانو په هکله لا زیات معلومات خپاره کړو.»

امریکا متحده ایالاتو په دې وروستیو کې په غزه کې د جګړې له کبله خپل یو شمیر جنګي بیړۍ د مدیترانې سمندر په ختیځ کې ځای پرځای کړي دي. په دې کې د «یو ایس ایس دوایت آیزنهاور» او «یو ایس ایس جرالد آر. فورد» الوتکې لیږدونکي بیړۍ هم شاملې دي. د دې ترڅنګ امریکا خپل د هوایي ځواک کنډکونه هم سیمې ته استولي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن،ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل