یوه بله ډله افغانان هم آلمان ته راوستل کيږي
۱۴۰۴ آبان ۱۳, سهشنبه
په پاکستان کې د هغو ۱۹۰۰ افغانانو څخه چې غواړي آلمان ته راسي، د ځينو يې اوس دغه هیله ترسره سوه. په برلین کې د حکومت له بدلون راهیسې، د څلورم ځل له پاره هغه افغانان چې د منل کېدو ژمنې لري، په الوتکه کي آلمان ته راځي. لکه څنگه چې د آلمان خبري آژانس یوه خبریاله د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې خبره سوې، دغه افغانان به په یوې مسافر وړونکې الوتکه کې، په استانبول کې له یوه توقف وروسته آلمان ته انتقال سي.
تمه کیږي چې د رسیدو لومړی هدف به هانوور وي
مخکې له دې پر دغې لار درې ځله له ځانگړي گواښ سره مخامخ افغانان د آلمان له خوا د منلو د بیلابیلو پروگرامونو له لارې هانوور ته انتقال سوي او وروسته د دغه هیواد پر بیلابیلو ایالتونو تقسیم سوي دي. په تیر حکومت کې بیا دغه ډول کسان، د هغوی له پاره چارتر سوو الوتکو په مرسته انتقال سوي دي.
اړوند:د منلو د پروگرام په چوکاټ کې آلمان ته د افغانانو پرواز
له کابل څخه د مکتب یوې پخوانۍ مدیرې، د آلمان خبري آژانس ته له څه د پاسه یوه کال وروسته انتظار، آلمان ته د سفر په هکله خپله خوشحالي او مننه داسې څرگنده کړه: «زه په آلمان کې د خپلو لوڼو له پاره د زده کړې او تحصیل کولو په تمه یم.» یوه افغان خبریال بیا، له مخلوطو احساساتو څخه خبره وکړه: له یوې خوا هغه خوشحاله دی چې په پاکستان کې له خپلې مېرمنې او زوی سره له تقریباً دوو کلونو وروسته انتظار بلاخره سفر کولای سي او راتلونکي ته خوشبینه دی، خو له بلې خوا یې د کورنۍ یوه برخه لا باید په پاکستان کې انتظار وباسي.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت تل ټینگار کړی چې ټول هغه افغانان چې د منلو ژمنې لري او غواړي آلمان ته راسي، نو لومړی باید یوه پروسه بشپړه کړي چې په هغو کې د اسناد او امنیتي ارزونې شاملیږي.
د آلمان نوي حکومت د منلو پروگرام ودراوه
ډېري افغاني کورنۍ له میاشتو یا حتی کلونو راهیسې په اسلام آباد کې آلمان ته د تګ په تمه دي. د آلمان نوي ایتلافي حکومت په می میاشت کې په ځانګړي ډول زیان منونکو افغانانو له پاره د منلو دغه پروګرام په ټپه ودراوه.
د آلماني ادارو د پخوانیو سیمه ایزو کارکوونکو او د هغوی پر کورنیو سربیره، دغه پروګرام د هغو افغانانو د منلو له پاره هم و چې د طالبانو له خوا له ځورونې څخه په بیره کې دي، د مثال په توګه، هغه کسان چې پخوا یې د بشري حقونو له پاره د وکیلانو یا ژورنالیستانو په توگه کار کړی وي.
دا حقیقت چې ځینې اغیزمن سوي کسان او د هغوی کورنۍ بیا هم ویزې ترلاسه کړې دي، د دوی د ننوتلو د خوندي کولو له پاره په جرمني کې د قانوني اقدام له امله دي. د دغو اغیزمن سوو کسانو ملاتړ د "کابل هوايی پُل" په نوم سازمان له خوا کیږي.