1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوه تنکي ځوان د امريکا په يوه ښوونځي کي څلور کسان وژلي

۱۴۰۳ شهریور ۱۵, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو په جورجیا ایالت کي یوه ۱۴ کلن تنکي ځوان ۴ کسان په ډزو وویشتل. د پیښې علت لا معلوم نه دی.

USA Georgia Winder | Evakuierung Apalachee High School nach Schießerei
انځور: Erin Clark/AP/picture alliance

سیمه ایز چارواکي کریس هوسې وویل، د قربانیانو په ډله کي دوه ۱۴ کلن زده کوونکي او دوه ښوونکي شامل دي. اتلانتیا ته نیژدې د ویندر ښار په دغه برید کي ۹ نور کسان زخمیان سوي هم دي. خو د هغوی حالت خطرناک نه بلل کیږي.

د پلټنو له مخي بریدکوونکی د اپالاچي ښوونځي زده کوونکی وو. نوموړی نیول سوی او د پولیسو له خوا تر پوښتنو گرویږنو لاندی دی. د پیښې د ممکنه علت په هکله پولیسو معلومات نه دي ورکړي. خو داسي ښکاري چي دغه پیښه مخکي لا پلان سوې وه. نوموړی تنکی ځوان د پولیسو له پاره کوم ناآشنا کس نه دی.

د بارو کاونتي د سیمي د پولیسو مشر یود شمیت وویل: «زه دا په ښکاره ډول وایم چي په دغه ناحیه کي به کرکه هیڅ کله برلاسې نه سي، پر هغه څه به چي نن پیښ سول مینه برلاسې سي.»

نوموړي دغه پیښه چي د چهارشنبې په سهار رامنځته سوه، یو «خالص شَر» وباله.

د مکتب یوه پولیس  نوموړی ۱۴ کلن سمدستي ونیو. نور پولیس بیا وروسته راغلل. د هغوی په حواله باید له بریگر سره د یوه بالغ کس په توگه چلند وسي.

د لیلا سیارات په نوم د هغه یوې هم همصنفۍ سي ان ان رسنۍ ته وویل چي هغه مخکي له دې څخه هیڅ هم نه وه ویلي، یو آرام زده کوونکی وو، خو ډېر وخت به ښوونځي ته نه راتله. یوې بلې زده کوونکې وویل: ما چیغې واوریدې، اول می دومره فکر ورباندي و نه کړ خو وروسته ږغونه وار په وار په زوره کیدل.

دغې پیښې ډېر پوښتنې راپارولي دي

ځايي چارواکو ویلي دي چي نوموړی مکتب به د رواني اونۍ تر پایه تړلی پاته وي. تر دغې پیښې وروسته ډېري پوښتني لاجوابه پاته دي.

امریکايي رسنیو رپوټ ورکړی دی چي په هم هغه سهار له برید  مخکي لا د تلیفون له لاري گواښوونکي زنگونه راتلل. د پولیسو د افسر، شمیت په حواله د برید گر او قربانیانو ترمنځ هیڅ ډول مستقیمې اړیکی موجودي نه دي.

د متحده ایالاتو  د پولیسو د فدرالي ادارې FBI په حواله تیر کال د یوه ممکنه برید په هکله ډیر نامعلوم گواښونه موجود وه. په مشخص ډول هغه داسي آنلایني گواښونه وه چي د وسلو عکسونه او په یوه مکتب کي به یې وسله وال برید ښوده. شکمن برید کوونکی او د هغه پلار ونیول سول. د پولیسو په حواله: «پلار ویلي وه چي دا د ښکار یوه وسله ده، خو شکمن کس پرته له څارنې هغې ته لاس رسی نه لري.»

د پلټنو په دوام راغلي چی« په هغه وخت کي دغه ۱۳ کلن تنکي ځوان له دې خبري انکار وکړ چي د کوم برید گواښ یې کړی دی. سیمه ایزو مکتبونو ته خبر ورکول سوی وو چي دغه تنکی ځوان بیاهم تر څارنې لاندي ونیسي. په دې ترڅ کي داسي کوم دلیل موجود نه وو چي هغه دي ونیول سي او یا یې هم په وړاندي قانوني تدابیر رامنځته سي.»

په امریکا متحده ایالاتو کي تل د وسلو زورزیاتی رامنځته کیږي. دغه ډول وسلې په دغه هیواد کي په آسانۍ سره لاس ته راتلای سي. په ښوونځیو، سوپرمارکیټونو، نایټ کلبونو او لویو محفلونو کي د دغه ډول بریدونو د رامنځته کیدو له امله، د وسلو د قوانینو د سختوالي په هکله تل بحثونه راپورته سوي دي، خو تر اوسه یې کومه نتیجه نه ده ورکړې.

د یوه غیر دولتي سازمان په حواله په امریکا متحده ایالاتو کي د روان کال له پیل راهیسي شاوخوا ۱۱ زره ۵۰۰ کسان د دغه ډول وسلو د زورزیاتيو په پیښو کي وژل سوي دي. په هغوی کي د ځان وژنې پیښې نه شاملیږي.

آلمان ولې په عامه ځایونو کې د چړو لرل منع ګرځوي؟

01:26

This browser does not support the video element.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل