اموخته سپیان نه یوازي مخدره او چاودیدونکي مواد کشفوي، بلکي کولای سي نغدي پیسې هم پیدا کړي. اوس د فرانکفورت د هوايي ډگر ګمرک یوه سپي په ډیر لږ وخت کي ډیر لوړ مبلغ پیسې معلومي او کشف کړې.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Dedert
اعلان
د فرانکفورت د هوايي میدان ګمرک خبر ورکړی دی، چي یوه اموخته سپي یې په ډیر لږ وخت کي ۲۵۰۰۰۰ یورو کشف کړي دي. په خبره یې د «اکي» په نامه دغه سپي د همدې کال د جون میاشتي له اخره بیا د جولای میاشتي تر اویلو پوري مجموعأ ۱۲ مسافرینو څخه تر اجازه ورکول سوي حد اضافه پیسې کشف کړي دي. د هغوی څخه مجموعأ ۲۴۷۲۸۰ یورو کشف سوي دي.
دغه پیسې یا په لاسي بکسو او یا هم جیبو کي ځای پرځای سوي وې. دغه اموخته سپي د یوه مسافر په لاسي بکس کي ۴۲ زره یورو او یوه بل څخه بیا لوړ مبلغ ډالرونه او یورو کشف کړې.
تر ۱۰۰۰۰ یورو اضافه پیسو انتقال باید ثبت سي
د فرانکفورت ګمرک ادارې ویلي دي چي دغه پیسې د هغو مسافرینو څخه پیدا سوي دي، چي له اروپايي اتحادیې څخه دباندي وه او دغه مبلغ یې باید ثبت کړی وای.
هرهغه مسافر چي د اروپا اتحادیې تبعه نه وي، اتحادیې ته د راداخلیدو او خارجیدو پر مهال مکلف دی چي که تر ۱۰۰۰۰ اضافه پیسې له ځانه سره ولري، هغه باید ثبت او مربوطه ادارو ته خبر ورکړي.
خو ددغو ۱۲ تنو مسافرو له جملې څخه چي سپي پکښې پیسې کشف کړي دي، یوه یې هم د پیسو د انتقال سند نه درلود. په دې دلیل اوس د هغوی پرضد د جریمې د ورکولو پروسه شروع سوې ده.
مسئول چارواکي وايي چي دغه ډول کنټرول مهم دی، تر څو د پیسو د سپینولو، مالیاتي تقلب او یا بین المللي ترهګرۍ سره مبارزه وسي. پر دې اساس پروسږکال د فرانکفورت په هوايي میدان کي ۴۹۰۰ مسافرو د خپلو پیسو د انتقال څخه خبر ورکړی ؤ، چي مجموعي مبلغ یې ۱۷۲ ميلیونه یورو وې. بیا مجموعأ په ۱۳۷۰ مواردو کي مسافرینو د خپلو پیسو د انتقال خبر نه وو ورکړی، چي مجموعي مبلغ یې ۲۳،۴ ميلیونه یورو وې.
زموږ له آرشیف څخه:
آلماني پوځ په خپلو ماموریتونو کې له کومو حیواناتو استفاده کوي؟
د آلمان په پارلمان کې د آزاد دیموکراتانو د ګوند فرکسیون له حکومت څخه غوښتي دي چې د هغو حیواناتو د استفادې ډول او شمیر په اړه معلومات ورکړي چې د دغه هیواد پوځ ترې ګټه اخلي. حکومت په دې اړه ارقام وړاندې کړي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/W. Minich
د آلماني پوځ، ګمرکي ادارو او د پولیسو د ماموریتونو په چوکاټ کې له شاوخوا زرو سپو څخه استفاده کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/U. Baumgarten
له دې جملې څخه ۴۲۰ سپې يي د پولیسو په اختیار کې دي.
انځور: Imago/G. Leber
له ۲۵۰ سپو څخه د آلماني پوځ په خپلو مختلفو ماموریتونو کې استفاده کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler
د ټول آلمان په کچه د ګمرک مامورین له ۳۴۰ سپو څخه استفاده کوي
انځور: picture-alliance/dpa/U. Deck
له آلمان څخه دباندې په مالي او افغانستان هیوادونو کې هم دوه سپیان د آلماني پوځ د ماموریت په چوکاټ کې خدمت کوي.
انځور: picture-alliance/picturedesk/H. Punz
آلماني پوځ له درې نسله سپو څخه په خپلو ماموریتونو کې استفاده کوي چې عبارت دي له آلماني شپانه سپي، بلجیمي شپانه سپي(د لیوه ذات) او لابرادور رتریو څخه.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Gambarini
آلمان په بهرنیو ماموریتونو کې له یوه بل سپي څخه هم استفاده کوي. دا سپی د «فرونټکس» یا د اروپایي اتحادیي د بهرنیو سرحدونو د ساتنې ماموریت په چوکاټ کې په یونان کې فعالیت کوي.
انځور: picture-alliance/Keystone
خو د آلمان د ګمرک مامورين له ۱۸ مختلفو نژادونو له سپو څخه په خپلو ماموریتونو کې استفاده کوي. له جک روسل څخه نیولی بیا تر «تری یر» پورې.
انځور: picture-alliance/H. Schmidt/ZB
د حفاظتي ماموریتونو له پاره له هغو سپو څخه کار اخیستل کیږي چې لوې جسامت ولري. د لابرادور سپي د تجسسي او یا مخدره موادو او نقدو پيستو د پیدا کولو ماموریت په غاړه لري.
انځور: picture-alliance/dpa/W. Rothermel
په عین وخت کې آلماني پوځ په خپلو ماموریتونو کې له موش خورما یا غټ موږکانو څخه هم استفاده کوي. په دې رپوټ کې د دوی دقیق شمیر نه دی ښودل شوی.
انځور: Getty Images/T. Weidman
خو دغه موش خرما یا موږکان چې د آلماني په ماموریتونو کې ترې استفاده کیده نامناسبه بلل شوي دي.
د آلمان حکومت د آزاد دیموکراتانو د پارلماني فرکسیون د پوښتنې په ځواب کې ویلی دي چې آلماني پوځ اوس هم په خپلو ماموریتونو کې له قچرو څخه د حمل و نقل د وسیلې په توګه استفاده کوي.
انځور: picture-alliance/dpa
آلماني پولیس په خپلو ماموریتونو کې له اسونو څخه استفاده کوي. هیڅ یو له دغو دریو ادارو څخه نور له مچیو، وحشي خنځیرانو او الوتونکو څخه په خپلو ماموریتونو کې استفاده نه کوي. هغه حیوانات چې اوس هم ترې په یو شمیر هیوادونو کې استفاده کیږي