د ژړا سره مل یوه سوریايي مهاجر ته د خپلو درو اولادونو د وژلو د قصد درلودلو له کبله اقامه دعوه ولوستل سوه. څارنوال «فلوریان گېسلر» پر هغه باندي د سه شنبه په ورځ (د سپټمبر میاشتي ۲۰ نیټه) تور ولگاوه چي خپل درې کوچنیان یې په دې خاطر له کړکۍ څخه لاندي غورځولي دي، چي خپله ښځي ته جزأ ورکړي. د ده ښځي نه غوښتل چي په جرمني کي د ده سم اطاعت وکړي.
دغه ډرامه د سږ عیسوي کال د فبرورۍ میاشتي پر اوله د بون د «لوهمار» د مهاجرينو په یوه کمپ کي رامنځته سوه. د هغه مشره لور چي د پخلنځي له کړکۍ څخه په اول منزل کي لاندي اچول سوې ده، ډیره سخته ټپي سوې ده.
دغې اوه کلنې ته د نورو تر څنگ دماغي خونریزي پېښه او کوپړۍ یې ماته سوې ده. پنځه کلن زوی یې بیا چي د تشناب له کړکۍ څخه لاندي غورځول سوی دی، څو ځایه يې لاس مات سوی دی. تر ټولو کشره یو کلنه لور یې طالع درلوده چي پر خپل ورور باندي ورلویدلې ده او ډیره زخمي سوې نه ده.
د محکمې په لومړۍ ورځ تورن ته یوازي اقامه دعوه ولوستل سوه او په راتلونکې سه شنبه ورځ به بیا شاهدان راغوښتل کیږي. د تورن مدافع وکیل «مارتین کریچمیر» ویلي دي چي هغه د خپل دغه عمل څخه ډیر پښیمانه دی.
دغه ۳۵ کلن سوریايي په ۲۰۱۴م کال کي جرمني ته رامهاجرسوی وو او کورنۍ یې وروسته راغله. لومړی د ترکیې او بلغاريا له لاري فرانسې او بیا په ۲۰۱۵م کال کي جرمني ته راغله. د دغي پروسې له پاره د بون په یوه محکمه کي د اکتوبر تر۱۲ نیټې پوري مجموعأ شپږ پروسې پلان سوي دي.
نور مطالب
سیند کې د ډوب شویو مهاجرو په یاد د یو ایراني هنرمند نوښت
د یوه ایراني هنرمند په نوښت، په سمندر کې د ډوب شویو مهاجرو په یادښت، ۲ زره کاغذي کشتۍ د ترکيې په سواحلو کې په سیمبولیکه توکه خوشې کړل شوې. دغو سواحلو کې ګن شمیر مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/E. Menguarslanد «آنادولو» خبري آژانس په حواله، د ایراني هنرمند ایرج صابري وند په نوښت د هغو مهاجرو په یاد چې سمندر کې ډوب شوي ول، د ترکیې په ازمیر سواحلو کې ۲ زره کاغذي کیشتۍ په سیمبولیکه توګه خوشې کړل شوې.
انځور: picture-alliance/dpa/E. Menguarslanپه ورستیو کلونو کې د ترکیې په سواحلو کې د کشتیو د اوښتو له وجې ډیر شمیر مهاجر په اوبو کې مړه شول.
انځور: picture-alliance/dpa/E. Menguarslanاکثره مهاجر کوښښ کوي د ترکیې له لارې ځانونه اروپا ته ورسوي.
انځور: picture-alliance/dpa/E. Menguarslanد ډوب شویو مهاجرو په یاد، په سمندر د کاغذي کشتیو د خوشې کولو یوه صحنه.
انځور: picture-alliance/dpa/E. Menguarslanد ترکیې په ازمیر سواحلو او آژه سمندرګی کې د زیات شمیر مهاجرو د ډوبیدو له امله، اوس دغه ځایونه د مهاجرو د هدیرې په نوم شهرت موندلی دی.
انځور: Reuters/Y. Behrakisکوم مهاجر چې د مدیترانې سمندرګې له لارې اروپا ته ځي، اکثره یې د لویدیځي افریقا څخه دي.
انځور: picture-alliance/dpa/E. Menguarslanد مدیترانې سمندرګې له لارې د تیریدو پر وخت نه یوازې مهاجر، بلکه په زرونو بیځایه شوي او جنګ ځپلې خلک هم ډوب شوي دي.
انځور: picture alliance/AP Photo/E. Morenattiد جون په مياشت کي ۱۲۸۶ نفر له ډوبېدو ژغورل سوي دي. په دغو کي ۹۹۰ نفر نارينه، ۲۲۰ نفر ښځينه او ۷۶ نفر ماشومان دي.
انځور: picture-alliance/dpa/H. Sandalسمندر کې د ډوب شویو مهاجرو په یاد، د کشتیو د خوشې کولو یوه بله صحنه.
انځور: picture-alliance/dpa/E. Menguarslanتر څنګ د دې چې ترکیه، یونان پر لور د مهاجرو له تلو ځهه مخنیوي کوي، خو مهاجر هڅې کوي چې له ترکیې څخه د قایقونو له لارې د اروپایي اتحادیې غړو هیوادونو سرحدونو ته ځانونه ورسوي.
انځور: picture-alliance/dpa/E. Menguarslanد مهاجرو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په ورستیو میاشتو کې اعلان وکړ چې د لمړي ځل لپاره د نړۍ په کچه د مهاجرو شمیر له ۶۵ میلونو څخه اوښتی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/E. Menguarslanد ډوب شویو مهاجرو په یادښت، په سمندر کې د ۲ زره کاغذي کشتیو د خوشې کولو یو بله جلا صحنه.
انځور: picture-alliance/dpa/E. Menguarslanترکیې د مهاجرت په کړکیچ کې تر ټولو زیات شمیر مهاجر منلي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/E. Menguarslanله ترکیې څخه هره ورځ، د مهاجرو لسونه وړۍ کشتۍ د یونان ټاپوګانو ته رسیږي. په دغو کشتیو کې اکثره د افغانستان، عراق او سوریې هیوادونو تښتیدلي اتباع وي.
انځور: picture-alliance/dpa/E. Menguarslanدا هم د ترکیې په سواحلو کې د مهاجرو ځینې پیدا شوي شیان.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Oksuz