د ځغاستي سیالۍ چې د مختلفو هیوادونو ۷۰ نابینا او نیمه نابینا ورزشکارانو پکې برخه اخیستې وه، د لندن په کوربتوب ترسره شوې. په لندن کې مېشت افغان نابینا ورزشکار ولي محمد نوري په دې وتوانېد چې د دغو سياليو په دوو پړاوونو کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړي او د سرو زرو دوه مډالونه وګټي.
زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ
دغه نابينا افغان لوبغاړي پر خپله فیسبوک پاڼه په یوه پیغام کې ویلي، چې دا د ۴۰۰ او ۵۰۰ مترو واټن د سيالۍ وې. نوموړی زیاتوي، چې دا سیالي د ده لپاره ستونزمنه وه، خو په ډېرې هڅې او تمرین سره وتوانېده، چې لومړی مقام خپل کړي.
اړوند مطلب: پر طالبانو بندیزونه پر افغان ورزشکارانو څه اغېزې لري؟
ولي محمد نوري چې په لندن کې اوسېږي، تر دې مخکې یې د ځغاستي او لامبو په سیالیو کې ډېرې لاسته راوړنې لرلي دي. تر اوسه يې د ځغاستې په پنځلسو او د لامبو وهلو په دريو سياليو کې ګډون کړی چې د سرو زرو مډالونه او د اتلولۍ جامونه يې ګټلي دي.
په افغانستان کې د رزمي ورزشکارو نجونو شمیر مخ پر ډیریدو دی. هغه هلکان چې پر واټونو نجوني زوروي باید پام وکړي او له دې کاره لاس واخلي ځکه کیدای شي چې د دغو نجونو د صبر کاسه ډکه شي.
انځور: Getty Images/F. Wahidyپه تیرو لسو کلونو کې تر افغانستان دباندي ډیر وخت د دغه هیواد د نجونو انځور له چادريو سره ښوول کیږي خو په دې هیواد کې د نجونو د ژوند یو بل اړخ هم شته.
انځور: Getty Images/A. Karimiپه تیرو ۱۳ کلونو کې د افغان نجونو ژوند ډیر بدلون موندلی دی. که څه هم ستونزي شته خو هغوی اوس د پخوا په پرتله ډیره آزادي لري. د نجونو په ژوند کې د بدلون یوه بیلګه په همدې انځوریز رپوټ کې ښوول کیږي چې له رزمي ورزشونو سره د هغوی د لیوالتیا ډیریدل دي.
انځور: Getty Images/A. Karimiد هري ورځي په تیریدو سره په افغانستان کې د هغو نجونو شمیر ډیریږي چې رزمي ورزشونه کوي.
انځور: Getty Images/A. Karimiاوس د افغانستان په ډیرو لویو ښارونو کې د نجونو له پاره ځانګړي ورزشي کلپونه پرانیستل شوي دي. خو اوس هم په ټولنه کې د نجونو له ورزش سره مخالفتونه موجود دي.
انځور: Getty Images/Sh. Maraiپه کلپونو کې ډیري نجوني نوي پیغلي وي. هر څومره چې د نجونو عمر ډیریږي په ټولنه کې د هغوی د ورزش پر وړاندې حساسیتونه هم ډیریږي.
انځور: Getty Images/F. Wahidyد رزمي ورزشي رشتو په ډله کې سوک وهنه، کراته، تکواندو او جودو په نجونو کې محبوبيت لري.
انځور: Getty Images/A. Karimiتر ۲۰۰۱م کال مخکې افغان نجونو او ښځو نه شوای کولای چې له کوره ووزي کار وکړي او آن ښوونځیو ته ولاړ شي. سپورت خو لا پریږده چې نجونو خپلو ډیرو اساسي حقوقو ته لاسرسی نه لاره.
انځور: Getty Images/M. Hossainiافغاناني په نړیواله سطحه د رزمي لوبو له ترسره کولو سره ډیر واټن لري خو لار یې پیل کړې او ډیري ورزشکاراني خپله راتلونکې روښانه ویني.
انځور: Getty Images/P. Bronsteinپه واټونو کې د نجونو زورول په افغانستان کې یوه لویه ستونزه ده. که څه هم د دې ستونزې د له منځه تلو له پاره باید په ټولنه کې کار وشي خو رزمي ورزشونه له نجونو سره مرسته کوي چې د اړتیا په صورت کې له ځانه دفاع وکړي.
انځور: Getty Images/A. Karimiسپورټ ته د نجونو لاسرسی نه یوازي هغوی ته له ځان څخه د دفاع کولو امکان ورکوي، بلکې په عین حال کې د هغوی له روغتیا سره هم مرسته کوي.
انځور: Getty Images/F. Wahidy