د کلود مونیت د «هاېستکس» په نوم د نقاشیو له لړۍ څخه یوه یې چې «میولز» نومیږي، په ۱۱۰،۷ میلیونه ډالرو پلورل شوې ده.
هغه مرکز چې د نقاشي د بولۍ چارې یې پر مخ بیولې، ویلي دي چې دا د مونیت د یوې نقاشۍ له پاره تر ټولو لوړه بیه ده.
د مونیت د منظرو نقاشي ډیر زیات شهرت لري. دا لومړی ځل دی چې د دې نقاش یو اثر تر ۱۰۰ میلیونو ډالرو په لوړه بیه پلورل کیږي.
د بولۍ په لړ کې اوو پیریدونکو د اتو دقیقو له پاره یو له بل سره د نقاشي د رانیولو پر سر سیالي وکړه چې په پایله کې یې د نقاشي بیه ۱۱۰،۷ میلیونه ډالرو ته ورسیده.
یو نایابه اثر
دغه نقاشي په ۱۸۹۰م کال کې خلق شوې وه او د «هاېستکس» په نوم د نقاشیو له لړۍ څخه یوازې څلورم اثر دی چې په دې قرن کې پلورل کیږي. د دې لړۍ اته نقاشۍ خصوصي مالکان لري او نورې یې بیا په موزیمونو کې دي.
په دې ترتیب سره نو د «هاېستکس لړۍ» ۱۷ نقاشۍ د نړۍ په بیلابیلو موزیمونو کې نندارې ته وړاندې کیږي.
د نقاشیو په دې لړۍ کې مونیت د فرانسې په ګیورنې سیمه کې د خپلو ګاونډیو د غنمو د حاصلاتو خرمنونه انځور کړي دي. دغه اثرونه د نور د خپریدو د څرنګوالي د انځورولو او همداراز د «برداشتګرا خوځښت» په رامنځ ته کولو کې د خپل نقش له کبله ستایل کیږي.
(ms/nz (AP, dpa, Reuters
زموږ له ارشیف څخه
پسرلی په هنري انځورونو کې
ډېر شمېر خلک د لمر و لومړنيو وړانګو ته د واورې او بارانونو د موسم وروسته انتظار وباسي. موږ درته داسې هنري ګلان لرو چې په کلاسيکه دوره کې يې پسرلی پکې ترسيم کړی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/akg-imagesپه پسرلي کې د مېوو باغ (۱۸۸۱ م کال)
دغه سپين ګلان چې د مېوو پر ونو غوړېدلي دي، د پسرلي استازي دي. وروسته د بادام او الوبالو ونې هم غوړيږي او يو رنګين انځور رامنځ ته کوي. دا د بريتانوي انځورګر، الفرېد سيسلي له خوا رسم شوی انځور دی. سيسلي خپل عمر په فرانسه کې تېر کړی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/akg-imagesد سېن سين په اوږدو کې چکر (۱۸۸۷)
هالنډي انځورګر، وېنسنت فان ګوخ، د خپل همعصر رسام، سيسلي، امپرېسيونست سبک پيرو وو. فان ګوخ د کوره دباندې فضا ډېره خوښوله. دلته يې د يوه ځانځاني سړي انځور کښلی دی چې سېن رود په اوږدو چکر وهي، په داسې حال کې چې ونې غړېدلې وي.
انځور: picture-alliance/dpa/akg-imagesپه ګيورني کې پسرلی (۱۹۰۰)
فرانسوي انځورګر، کلود مونې، تازه پسرلی د هنرمندانو له پاره تر ټولو الهام بخښونکی فصل بللی دی. نوموړي د خپلو رنګونو د استعمال سبک په ګيورني کې د خپل کور په شاوخوا پرتو باغونو کې رامنځ ته کړی دی. د رڼا بېلابېلې اغېزې يې ترسيمې کړې دي.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Heldمخکې له دې چې يې خپل مجازي رنګين انځورونه کښلي دي، روسي هنرمند، کازيمير مالېويچ د طبيعي منظرو انځورګري خوښوله. دغه ځوان نقاش په تېره بيا د مونې تر تاثير لاندې راغلی وو. هغه په ۱۹۰۴ کال وليکل: «دا لومړی ځل و چې ما په رښتيا د شنه آسمان د رڼا انعکاس او پلوشې وليدلې، هغه د رنګونو سوچه او شفافې بڼې وې.»
انځور: picture-alliance/dpa/akg-imagesسويسي آلماني هنرمند، پاول کْلې پخپله رسامي زده کړې وه. کله چې دی په ۱۸۹۸ کال کې د مونشن د اکاډمۍ له خوا رد شو، يې ټولې نړۍ ته سفرونه پيل او بېلابېل هنري سبکونه زده کړل. هغه په تېره د وينسنت فان ګوخ او پاول سېزان د سبکونو له خوا متاثره شوی وو. په پای کې يې خپله د رنګونو پټه ژبه زده کړه، چې د هنر نمونه يې په انځور کې وينئ.
انځور: picture-alliance/dpa/akg-images