د هند پوليسو ويلي دي چي یوه هندي د خپلي ښځي د خوب په ځای کي کُبرا مار ايله کړی او مار ښځه وژلې ده. پوليس گومان کوي چي دغه سړي به د جهيز په خاطر دغه کار کړی وي.
دغه ۲۷ کلن او مار خرڅونکئ اوس نیول سوي او بندیان سوي دي. هغوی یو کلن ماشوم هم درلود.
په هند کي به ډیر ژر د مارانو نیول منع سي
په هند کي له پېړيو راهیسي د مارانو نیول رواج دی. خو دغه عنعنه کرار کرار د له منځه تلو له گواښ سره مخامخ ده. ځکه له یوې خوا مارگیران (پاړو) لږ پیسې گټي او له بلي خوا حکومت هم د حیواناتو ساتلو ته ډیره پاملرنه کوي.
انځور: picture alliance / WILDLIFE
په هره مېله او بازار کي
پخوا به د مارانو د نیولو هنر د خوښۍ په هره مېله او هر بازار کي نندارې ته وړاندي کېدی. خو دغه کار اوس مخ پر کمېدو دی.
انځور: Reuters/A. Abidi
شېوا ته د درناوي له پاره
په هند کي مارگیران (باړو) ځانونه د «شېوا» په نامه د خپل خدای پلویان بولي. د شیوا پرغاړه هم يو کوبرا مار راگرځیدلی دی.
انځور: Reuters/A. Abidi
د مارد چیچلو پر وخت مرسته
پخوا به خلک د مارد چیچلو له امله باړوگانو ته ورتلل. نن ورځ هغوی ډاکټر ته مراجعه کوي، او هغه هم په دې صورت کی چي کوم ډاکټر ورته پیدا سي.
انځور: Reuters/A. Abidi
ټاټوبي ته ستنیدل
له څو مياشتني سفر وروسته يو پاړو (مار نيوونکی) خپل ټاټوبي «باغپور» ته چي د هند په شمالي ایالت اوتراپرادیش کي پروت دی، راستنیږي.
انځور: Reuters/A. Abidi
د پاړوگانو یو کلی
د باغ پور په کلي کي اوس هم زیاتره کسان د پخوانیو رواجونو پراساس ژوند کوي. هغوی په ورځ کي ۲۰۰ روپۍ چي د څه کم درو یورو معادل دي، پيدا لري. خو دغه پیسې د یوې کورنۍ د نفقې له پاره بسنه نه کوي.
انځور: Reuters/A. Abidi
له مارانو سره لوبي
د سباناري پروخت دغه نجلۍ له دوو مارانو سره لوبي کوي.هغوی په کوچنیوالي کی لا له مارانو سره عادت وي.
انځور: Reuters/A. Abidi
راتلونکی نسل
خو راتلونکی نسل وار په وار ډیر لږ له دغه هنر سره بلدتیا پیدا کوي. د ډیرو له پاره دا کار له موډه لویدلی دی. هغه نور له اوسنۍ عصري زمانې سره سر نه خوري.
انځور: Reuters/A. Abidi
د حیواناتو ساتنه
له ۱۹۹۱م کال راهیسی په هند کي د مارانو پرنیولو رسمي بندیز لگول سوی دی. خو تر اوسه پوري حکومت په دې نه دی توانیدلی چي نوموړی قانون په سمه توگه عملي کړي. اوس به په دې کار کي بدلون راسي او دا به د باغ پورد مار نيونکو (پاړوگانو) له پاره د مرگ په معنی وي.