دغه ماشومان۹۰ دقیقې پر دغه زینه پورته کيږي. تر اوسه پوري څو ماشومان له دې زینې لویدلې دي چې ځيني یې مړه شوي هم دي. د سیچوان ولایت چارواکو په وروستیو وختونو کې پریکړه کړې ده چې فلزي زینه جوړه کړي.
انځور: picture-alliance/dpa/Imaginechina Tao ge
له لرګیو جوړه شوې لار
د چین په ګوانګشي سیمه کې هم ماشومان اړ دي چې د نونګیونګ ښوونځي ته د رسیدو له پاره د غره پر سر له لرګیو څخه پر جوړي شوي لاري دوه ساعته سفر وکړي. دغه لار کټاره نه لري چې لا ډیره خطرناکه کیږي.
انځور: picture alliance/Photoshot/H. Xiaobang
د لویدو ګواښ
د ګولر غرني کلي اوسیدونکي ماشومان باید ښوونځي ته د رسیدو له پاره څو ساعته پیاده لار ووهي. خو دا لار دومره اسانه نه ده او په ځینو سیمو کې یې بر له ۵۰ ساتني مترو هم کم دی. که ماشومان احتیاط و نه کړي نو د لاندې لویدو ګواښ یې موجود دی.
انځور: picture-alliance/dpa
اوږده لار
هغه لار چې دغه ماشومان ترې ښوونځي ته د رسیدو له پاره تیریږي ښايي د چین د ګولو د کلي په څیر خطرناکه نه وي، دا هم ډیره سخته لار ده. د مراکش اوسیدونکي طاهره هره ورځ ۲۲ کلیومتره مزل وهي چې ښوونځی ته ورسیږي. طاهره هره ورځ ښوونځي ته د رسیدو له پاره ۴ ساعته مزل وهي.
انځور: Senator Film Verleih, Berlin
له دې لاري تیریدل لوی زړه غواړي
د اندونیزیا د دغه کلي اوسیدونکي باید ښوونځي ته تر تلو مخکې د دې جرئت ولري. پر دې پله تیریدل اسانه کار نه دی.