د یاغیانو دوه سرچینو د پنجشنبې په ورځ وویل چې سراکب د حلب ښار ته څیرمه د یوه هوایې برید په ترڅ کې وژل شوی دی. د جهادیانو له ډلې څخه یوې سرچینې د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه جنګیالی د کفرنها په کلي کې په خپل پټنځای کې ژوند کوه.
دغه ډله د سوریې پوځ او د ایران له خوا ملاتړ کیدونکي شیعه ملیشو پر وړاندې جګړه کې مهم رول لوبوي. دا چې برید کوونکي جټ الوتکه کوم هیواد پورې تړلې وه، لا تر اوسه پورې روښانه نه ده.
په حلب کې شخړې داسې ښکاري چې په سوریه کښې د ترکیې، روسیې او نړیوال ایتلاف همغږي نه لري. ناتایید شوي رپوټونه وايي چې په دې برید کې ګڼ شمیر نور لوړپوړي جنګیالي یا وژل شوي او یا هم ټپيان دي.
په سوریه کې د القاعدې څانګه، د النصره جبهې تیر کال وویل دوی غواړي چې د اسامه بن لادن له خوا تمویل شوې نړیوالې جهادي ډلې سره خپلې اړیکې پرې کړي. دې جبهې همداراز وویل چې دوی غوښتل چې د سوریې پر ملکي کسانو باندې د بریدونو پلمې ته د پای ټکی کیږدی، چې دغه کار د واشنګټن له لورې رد شو.
په حلب کې ویجاړۍ او ورځنی ژوند
حلب د سوریې ستر اقتصادي ښار وو. خو نن دا یوه ویجاړه دښته ده. د سوریې د حکومتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ نښتو دلته خپلې نخښې پريښي دي. د یوه کلابند ښار ویجاړۍ او ورځنی ژوند په دې انځورونو کې کتلای شئ. انځور: picture-alliance/dpa/WYD Krakow2016 په داسي حال کې چې د ښار یوه برخه د ولسمشر بشارالاسد څواکونو په لاس کې ده، له بلې برخې څخه یې یاغیان دفاع کوي. دواړي برخي سختې زیانمنې شوي لکه دغه د بني زید سیمه.
انځور: Getty Images/AFP/G. Ourfalian ځينې کوڅې او محلونه په بشپړه توګه لوټي شوي دي. مرستندویان تر هر برید وروسته د قربانیانو لټه کوي.
انځور: picture-alliance/AA/I. Ebu Leys ژغورونکې عمله په کار بوخته ده د یاغیانو په دې سیمه کې د اسد ځواکونو تر بریدونو وروسته د درنو ماشینونو په مرسته د ملبې د ټولو کار روان دی.
انځور: picture-alliance/AA/M. Sultan د یاغیانو سیمې ته د اسد ځواکونو د داخلیدو د مخنیوي په موخه له هري وسیلې کار اخیستل کیږي. په دې انځور کې لیدل کیږي چې په مشهد سیمه کې ټایرونو ته اور ورته کړل شوی څو برید ګر څه ونه لیدلای شي.
انځور: picture-alliance/AA/B. el Halebi چا چې کور له لاسه ورکړی باید ځانته یوه بله سرپنا پيدا کړي. خلک نه یوازې په خیمو کې اوسي، بلکې د ویجاړو شویو موټرو څخه هم د سرپنا په توګه کار اخیستل کیږي.
انځور: picture-alliance/AA/A.H. Ubeyed د سوریې حکومت د یاغیانو په ولکه کي سیمې پر اوسیدونکو د سیمې څخه د وتلو غږ کړی. دوی باید د ښار په شمال کې دغه کورونو ته پنا یوسي.
انځور: picture-alliance/AP-Photo مسجدونه هم لکه دلته د قمر الحمرا د ناحیې د عمر بن حطاب مسجد هم له څو کلونو راهيسي له کورنۍ جګړې خوندي نه دی پاته.
انځور: picture-alliance/AA/T. el Halebi جګړه د شپې له خوا هم روانه وي.سرې لمبې آسمان ته پورته کیږي. دا ځل د حکومتي ځواکونو د وسلې یو ډیپو په نخښه شوې.
انځور: picture-alliance/AA/M. Kurab د ویجاړیو په منځ کې باغچه د ټولو ویجاړیو ترڅنګ انسانان باید د خپلې خیټې غم هم وخوري. عبدالله الختموي په یوه کوچنۍ ټوټه ځمکه ترکاري کرلې او په دې توګه په قسمي توګه ځان ته خواړه برابروي.
انځور: picture-alliance/AA/M. El Halabi د وچې ډوډۍ د ترلاسه کولو له پاره هم بايد زیاتره وخت خلک په اوږدو کتارونو کې ودریریږي. لکه دلته د حلب په شمالي برخه کې یعني د یاغیانو تر کنترول لاندې سیمه.
انځور: Getty Images/AFP/K. Al-Masri د یو څو شیبو له پاره جنګ هیرول د لوبو په دې ځای کې د حلب د ورځني ژوند یعني جګړو څخه د ماشومانو پام د یو څو شیبو له پاره اوښتې دی. د لوبو دا ځای د جولای میاشتي په سر کې په اتارب ناحیه کې جوړ کړل شو.
انځور: picture-alliance/AA/A.H. Ubeyed په حلب کې داسې صحنې هم لیدل کیږي: د یاغیانو د سیمې ماشومان په کوڅو کې له پلاستکي توپکچو سره لوبې کوي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Alhalbi ټول ځایونه لا وران نه دي. د سانته ماتلده دغه کلیسا تر اوسه په امان ده. دلته په سونو ځوانانو همدا څو ورځې تر مخه د ځوانانو نړیواله ورځ ولمانځله.
انځور: picture-alliance/dpa/WYD Krakow2016