لکه څنګه چي د آلمان پولیسو د جمعې په ورځ خبر ورکړی، دغو افغانانو دوې ورځي په دغه لارۍ کې چی د ونو له تنې څخه ډکه وه، په سخت خطرناک حالت کې تیرې کړي دي.
داسي ښکاري چې د پنجشنبې په ورځ د لارۍ یوه چلوونکي په ناڅاپي ډول د افغانانو دغه ډله د بایرن ایالت ته نژدې د روزن هایم په ښار کي د خپلي لارۍ شاته د بارولو په ځای کي لیدلي وي.
لارۍ چلوونکی په یوه تم ځای کي متوجه سو چي د لارۍ د بار برخه یې په غیر معمولي ډول ډیره خوځیږي.
هغه لومړی بیره درلوده چي ښایي په لارۍ کی بارسوی ۲۴ ټُنه وزن بې ځایه سوی وي. کله چی یې غوښتل هر څه کنترول کړي، پنځه تنه نارینه چی یو یې ۱۶ کلن وو، ورڅخه راووتل. پولیسو څو شیبې وروسته هغوی ونیول.
انځور: Bundespolizei دغه نارینه افغانان له رومانیې څخه آلمان ته را انتقال سوي دي. نوموړې لارۍ د دوشنبې په ورځ په رومانیا کي په ونو بار سوې وه. د لارۍ چلوونکي د سه شنبه په ورځ د آلمان په لور څه د پاسه ۱۰۰۰ کیلومتره لار ووهله او غوښتل یې د آلمان پر دغه لویه لار یوه دمه وکړي. د پولیسو په حواله د لارۍ چلوونکی د سفر پر وخت هیڅ متوجه نه سو چی نوموړي نارینه یې په لارۍ کي پټ دي.
زموږ له آرشیف څخه:
کوم هیوادونه په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي؟
ولسمشر ترمپ ویلي وو چې غواړي په امریکا کې زیږیدونکو ماشومانو ته د تابعیت د ورکړې په قانون کې تغیيرات راولي. له امریکا پرته په ټوله نړۍ کې ۲۹ داسې هیوادونه موجود دي چې په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/A. Widakپه دې وروستیو کې ولسمشر ترمپ ویلي وو چې غواړي د امریکا په هغه قانون کې تغیيرات راولي چې له مخې یې په امریکا کې زیږیدلو ماشومانو ته تابعیت ورکول کیږي.
انځور: Getty Images/AFP/P.J. Richards کاناډا هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: picture alliance/Canadian Press/T. Hansonد افغانستان په ګاونډ کې پروت د پاکستان د هېواد لومړي وزیر په دې وروستیو کې ویلي وو چې غواړي هغو شمیر مهاجرینو ته چې په پاکستان کې زیږیدلي وي، د دې هیواد تابعیت ورکړي.
انځور: picture-alliance/empics/D. Farmerمکسیکو هم په خپله خاروه کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: Getty Images برازیل هم په خپله خاروه کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: Imago/Imagebrokerارجنتاین هم هغو ماشومانو ته اتومات تابعیت ورکوي چې د د دې هیواد په ځمکه کې نړۍ ته راغلي وي.
انځور: Getty Images د کیوبا د تابعیت د قانون له مخې په دې هیواد کې ټول زیږیدلي ماشومان د کیوبا د تابعیت د ترلاسه کولو حق لري.
انځور: REUTERS ونزویلا هم د هغو هیوادونو په ډله کې راځي چې په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/F. Llano چیلي هم په خپله خاوره کې نویو زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: Fotolia/juanrvelasco د اتلانتیک او کربین سمندرونو په منځ کې پروت انتیګوا او باربودا هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: Nicola & Reg Murphy باربادوس هیواد چې ښکلي ساحلونه لري، په خپله خاوره کې زیږیدونکو د بهرنیو اتباعو ماشومانو ته په اتومات ډول تابعیت ورکوي.
انځور: picture-alliance/roberthardingد مرکزي امریکا په شرقي څنډه کې پروت بلیز هیواد هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
چاد افریقايي هیواد هم هغو ماشومانو ته تابعیت ورکوي چې د دې هیواد په ځمکه کې زیږیدلي وي.
انځور: DW په لاتینه امریکا کې پروت اکوادور هم هغو ماشومانو ته تابعیت ورکوي چې د دې هیواد په ځمکه کې زیږیدلي وي.
د دومینکا په نامه د سمندر په منځ کې پروت دغه هیواد هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: DW/M. Griebeler د فیجي په نامه دغه کوچنی هیواد هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: picture-alliance/ANP XTRA د مکسیکو په جنوب کې او په مرکزي امریکا کې پروت ګواتیمالا هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: picture-alliance/Zumapress د مرکزي امریکا بل هیواد هندوراس هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: Getty Imagesپیرو هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: picture alliance/AP Photo/Fujiprensa/HO جمایکا هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: picture-alliance/blickwinkel/McPHOTOپه کربین سمندر کې موقعیت لرونکي ګرینادا هیواد هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: Hotel MacaBana Grenadaپاناما چې جنوبي او مرکزي امریکا سره وصل کوي، په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: DWپه جنوبي امریکا کې پروت یوروګوای هیواد هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: REUTERSد برازیل، بولیویا او ارجنتیانا په منځ کې پروت پاراګوای هیواد هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: Fotolia/mtrommer په جنوبي افریقا کې په وچه کې راګیر د لیسوتو په نامه کوچنی هیواد هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
په مرکزي امریکا کې پروت السلوادر هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته د قانون له مخې تابعیت ورکوي.
د سانت لوشیا په نامه په سمندر کې موقعیت لرونکی دغه هیواد هم د قانون له مخې په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: DW/Michael Altenhenne د کربین سمندر او انتلانتیک سمندر په منځ کې پراته دغه دواړه هیوادونه هم هغو ماشومانو ته چې په دې هیوادونو کې زیږیدلي وي، تابعیت ورکوي.
انځور: CC BY-NC 2.0 په کربین سمندر کې پروت د اور شیندونکو غرونو لرونکی سانت وینسینت هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انځور: picture alliance/Photoshot