د PIPA په نوم د بولۍ شرکت ویلي دي چې دغه کوتره چې کېم نومیږي، یو نوی ریکارډ جوړ کړی دی. تر دې دمخه په تیر میلادي کال کې د ارماندو، په نوم یو کوتر په ۱،۲۵ میلیونه یورو پلورل شوی وو.
په آنلاین بڼه لیلامۍ کې د نیو کېم، کوترې بولي له ۲۰۰ زره یورو څخه پېل شوه، خو په داسې بیه وپلورل شوه چې دمخه یې ساری نه لیدل کیږي.
د دغه شرکت مشر نیکولاس ګایزل بريشت، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «زما په آند دا په نړیواله کچه یو ریکارډ دی، په رسمي ډول په دومره لوړه بیه [د کوترې] پلورل نه دي ثبت شوي.» هغه په خپلو څرګندونو کې ویلي دي چې دی باور نه کوي چې بیا دې کله دغه شمیر ته ورسیږي. د نیکولاس په خبره د کوترې رانیونکی چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ښایي دغه کوتره وروزي.
په دې وروستیو کلونو کې اروپايي مرغیو نړیوال شهرت موندلی دی، په ځانګړې توګه په چین کې چیرې چې د کوترو سیالۍ له کبله ډیر عاید ترلاسه کیدای شي.
زموږ له آرشیف څخه:
په ترکیه کې د کفترو بازار
د ترکیې په سویل ختیځه سیمه شانلي اورفه کې کفترې او خرڅلاو يې د خلکو د تفریح یوه وسیله گڼل کیږي. خو دغه سیمه اوس یاغیتوب ځپلې ده. د کفترو مینه وال پر دغه شوق باندي په زرونو پیسې مصرفوي.
انځور: Reuters/U. Bektasپه شانلي اورفه کې د کفترو خرڅلاو
دغه کفتري په قفص کې د چای خانو پر لور لیږدول کیږي. شانلي اورفه سیمه د کفترو په خرڅلاو او رانیولو مشهوره ده. دا داسي یو شوق دی چې له پیړیو راهیسي شته. دا یوازې په ترکیه کې نه بلکې په گاونډ جگړه ځپلي هیواد سوریه کې هم شته.
انځور: Reuters/U. Bektasشانلي اورفه، د سوریې پولي ته څیرمه ده
د ترکیې په سویل ختیځ کې د شانلي اورفه، سیمه د سوریې له پولې یوازي ۵۰ کیلومتره لېري ده. په دغه ځای کې تل د کردي یاغیانو او د ترکيې د پوځ تر منځ د نښتو رپوټونه ورکول کیږي. خو پر دې سربیره هم په دغه سیمه کې خلک د کفترو خرڅلاو او رانیولو کاروبار ته دوام ورکړی.
که چیري تاسې دغه انځور ته ځیر شي او له نزدې یې وگورئ نو د کفتري په غاړه کې یو پېزوان لیدل کیږي. دغسې کفترو ته «سیاه کنفرلي» ویل کیږي چې بیه یې آن زر لیرا کیږي چې له نژدې ۲۴۳ ډالرو ته رسيږي.
انځور: Reuters/U. Bektasد کفترو پلورونکی دلداش خان، وایي: «یو ځل مي یوه کفتره په ۳۵ زره لیرا (شاو او خوا ۸۵۰۰ یورو) وپلورله. دا داسې شوق دی چې تاسې یې نه شی لرلای.» د هغه په خبره یو ځل یې د کفترې د رانیولو له پاره د کور یخچال او د ښځي گاڼې پلورلي.
انځور: Reuters/U. Bektasد کفتر بازۍ دغه مینه وال د لمر لوېدو ترمخه د خپلو کورونو بامونو ته خیږي او کفتري الوزوي. دغه وخت په سونو کفترې په فضا کې لیدل کیږي. د ۵۵ کلن ریسیت گوزیل، په وینا دغه مرغۍ یې دوستان دي او ده ته سکون وربښي.
انځور: Reuters/U. Bektasد کفترو د خرڅلاو تر څنگ په دغه ځای کې د دغو مرغانو له پاره ویټامنونه، انتي بیوتیک او نور دارو درمل هم پلورل کیږي. کفتربازان په منظمه توگه خپلو ۷۰ کفترو ته ښه خوراک او ویټامنونه ورکوي.
انځور: Reuters/U. Bektasپر دغه کاروبار د سوریې د جگړې اغیز
ویل کیږي کله چې د سوریې کړکیچ پیل شو نو له دغو سیمو به خلک راتلل او په ترکیه کې به یې خپلې کفترې پلورلې. له دې کبله د دغه مرغانو قیمت هم ډېر راکښته شوی. د ۲۳ کلن اسماعیل ازبیک په وینا د سوريې کړکېچ د زياتېدو په سبب د کفترو راتلل بند شوی او دلته یې بیې ډیري لوړي شوي دي.
انځور: Reuters/U. Bektas